Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 20 ژانویه 2016 15:56

د خواږه نثرونو له کتابه د ګران ملګری پښتون یار ارمانی اڅکزی رالیکلی خوندور نثر

د خواږه نثرونو له کتابه د ګران ملګری پښتون یار ارمانی اڅکزی رالیکلی خوندور نثر
د اجمل اټک یوسفزی له لیکلی خواږه نثرونه له کتابه یو خوندور نثر د ملګرو د خوند او پند لپاره ټولو ملګرو ته ډالۍ کوم.هیله ده چې دخوښې وړ مو وګرځی

چمن

پښتونیار آرمانی آڅکزئ

ګرانو ګلونو او ښائستو سلامونه او نېک احساسات می ومنی

یو مطلب درلېږم د نشر په هیله

ملګرو که مو ولوستل نو به خوند ترې واخلی

لیک آټک یوسفزئ

دوه کورونه , دیرش جریبه ځمکه او یو لوی مارکیټ د پلار نه په برخه کې راپاتی و او یو دوه کورونه او څه نور جایداد ما خپله واخیست او د بېوزلانو په دې ښار کې د ملیونونو خاوند شوم همدومره شته او جایدادونه مې د ورور هم و خو ما ته خپله شتمنی نه ښکارېده او تل به مې د خپل ورور جایداد او شتمنۍ ته سترګې نیولې وی او هره شېبه به مې په زړه کې راتېرېدل چې کاش دا د ورور برخه هم زما وای یوه ورځ یو لوی سړی مړ شو په ملیونونو دارای ترې پاتې شوه له جنازې چې راوګرځېدم هسې فکر یوړم خپل عمر ته مې پام شو څلویښت کاله عمر مې خوړلی و او هغه په عامه اصطلاح ما ویل که په خپل او طبیعی مرګ مړ شم ښایی تر اویا کلنۍ ورسېږم نو حساب مې وکړ چې دیرش کاله عمر مې نور پاتې دی او بیا مې دیرش کاله په خوب او ویښه یعنې په شپه او ورځ وویشلو نو ټول عمر مې پینځلس کاله شو هسې مې په خپله خېټه لاس کېښود نو ټوله خېټه مې یوه لوېشت وه یعنې کابو پنځلس سانتې متره نو دلته فکر یوړم او له ځانه مې وپوښتل چې دا زما دومره کوچنی نفس ولې په دا دومره شتو او لوى جایداد موړ نه شو او لا نور هم غواړی عجیبه ده چې هر شی په یوه خېټه ډوډوۍ او خوراک مړیږی خو د انسان نفس نه مړیږی.

نو د پینځلسو کالو ژوند دپاره ما غوښتل چې دا ټوله دنیا زما شی او بل هیڅوک دې په کې د مال او ژوند حق و نه لری د خدای په مخلوق کې تر انسان وږی بل څه نشته.

Add comment


Security code
Refresh