Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
شنبه, 05 مارس 2016 11:32

د بلوچستان له بوستان څخه د قدرمنې خورصدیقه وفا بریښنا لیک او دسولی په اړه شعرونه

د بلوچستان له بوستان څخه د قدرمنې خورصدیقه وفا بریښنا لیک او دسولی په اړه شعرونه

بلوچستان بوستان / صدیقه وفا یم سلامونه او احترامونه / څه موده پس بیا بریښلیک درته کاږم په دې هیله چي راته خپور یې کړي/ خپروني مو اورم زښت زیات فایده ترې اخلم/د اورېدونکو ږغیږ پېغامونه په زړه پوري دي/ د استفادې وړتیا لري/ اود هغه وروڼو اورېدونکو چي ماته سلامونه وايي زه له خپله آړخه کورودانئ وایم/ زما سلامونه دي کرامت الله البداوي/ محمد علي عمري/ ښاغلي اومید صاحب ته/ محمد شریف شهزاد/ شرافدین شرافت/ پښتونیار آرماني / رازق جار ساپئ ته/ زما د یوګراني خورکي شعر چي دا وخت کابل خوشالخانه مېنه کي سکونت لري

سوله

سوله ستره پروسه ده راسی ګرانو هیوادوالو

څومره ښکلی کلیمه ده راسی ګرانو هیوادوالو

نور نو پریږدی جنګ جګړه لاس وسولی ته ور اوږدکړی

ځکه سوله کی مزه ده راسی ګرانو هیواد والو

د پردیو خدمت مه کړی خپلو وروڼو سره یو سی

ورورولی څومره خوږه ده راسی ګرانو هیوادوالو

پردی نه غواړی چی جوړ سی یا آباد سی دا هیوادمو

آ با دی کی مو فایده ده راسی ګرانو هیوادوالو

وخت دسولی ،وخت د جوړی دوطن دی ای ځوانانو

د ځوان پراخه حوصله ده راسی ګرانو هیوادوالو

خوشحال خان مینه کابل

Add comment


Security code
Refresh