Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 05 آوریل 2016 16:32

د پاکستان له سهیلی پښتونخوا د ګران عادل اڅکزی ورور رسیدلی بریښنا لیک

د پاکستان له سهیلی پښتونخوا د ګران عادل اڅکزی ورور رسیدلی بریښنا لیک
تاؤده سلامونه د تهران راډیو ټولو کارکونکو ته په ډیره مینه وړاندې کوم او درته د روغتیا او سلامتیا او کامیابی دعاګانې کوم له ډیرې مودې وروسته بیا ستاسو په حضور کښې حاضر شوی یم

هرکله راشه ماځیګرنۍ خپرونی ته

له سهېلی پښتونخوا کوټی څخه

عادل اڅکزی

سلامونه او نیکی هیلی

د تهران رېډیو پښتو خپرونی ټولو درنو او قدرمنو همکارانو هیله ده چی د روغتیا او صحت مندۍ جامې به مو په تن وی

باور مو وسه چی هروخت مو تاسو درانۀ پر زړۀ را اوریږئ هر یؤ لکه عاشق حسېن طوری صاحب ، محبت علی بنګش صاحب ، ګلاجان استاد ، خیبرملګری ، ډاکټرقیومی ورور لنډه یې داچی د نوموړی خپرونی ټول دوستان می زښت زیات یادیږی او د دې خپرونی ټولو ښاغلو او آغلو همکارانو ته دی زما لخوا هر یوه ته جلا جلا د امانت په ډول سلامونه او مینه ورسیږی

د لیک په ځنډ سره د درلېږلو لآمل دا دی چی پخپلو کورنیو او مادی بوختیاوو کی راګیر یم او بله لا داچی و نیټ ته هم لاس رسنی نه وو ، بخښنه به کوی چی د ذکر سوی لآمل له مخی مو ډېر وخت کیږی چی د تهران رېډیو پښتو خپرونی نه دی تعقیب کړی

خېر دلته به پر دې خبره اکتفا وکړو چی وایی

دېر اید درست اید

بل ځای بیا وایی

ژوند دی وی لیدل کتل به هم وی

ګرانو همکارانو اوس راځم شعری نړۍ له خپل غزلیز کلام په موسیقۍ کی د خپرېدو په هیله درته لیکم

غزل

په هر نظر کی یې کتاب غوندی کیسې لولمه

د رمز په ژبه د ثواب غوندی کیسې لولمه

لاس وو ګرېوان یم له تیارو سره په سپینه ورځ کی

چی شپه پخه سی د آفتاب غوندی کیسې لولمه

د بل ولات راته له لیری ډېر رنګین ښکاریږی

پخپل محیط کی د عذاب غوندی کیسې لولمه

لنډیز د خوب د برایه شپې څه په دې ډول دی

وینی بهیږی د قصاب غوندی کیسې لولمه

ډېرو پوښتونو سر خوړلو ته بې وسه سمه

تل یې په وړاندی لاجواب غوندی کیسې لولمه

لوړی ژوری دی عادله ؛ تر پښو وۀ ایستلې

بې پایلی یون دی د سراب غوندی کیسې لولمه

په هر نظر کی یې کتاب غوندی کیسې لولمه

د رمز په ژبه د ثواب غوندی کیسې لولمه

Add comment


Security code
Refresh