Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
شنبه, 23 آوریل 2016 15:51

د دوستی په هکله د محمد علی عمری رالیږلی په زړه پورې مطلب

د دوستی په هکله د محمد علی عمری رالیږلی په زړه پورې مطلب
زمونږ محترم ملګری محمدعلی عمری د دوستی په اړه یو ګټور او په زړه پورې ژباړل شوی مطلب راستولی دی

دهرکله راشه دماخوستن پروګرام ته

له سهیلی پښتونخوا مسلم باغ څخه محمدعلی عمری ترهرڅه وړاندې دتهران ریډو په پښتو څانګه کښی دهرکله راشه تکړه همکارانو. ډاکټر قیومی صاحب. محبت علی صاحب. مرتضی جان صاحب.درانی صاحب. بنګش صاحب . ګلاجان استاد او ټولو تخنیکی همکارانو ته دزړه له کومی په اسلامی مینه سره

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته او همدارنګه زه خپل سلامونه ډیرو درنو اوریدونکوته هم وایمه لکه . پښتونیار ارمانی . محمدشریف شهزاد. محمدعیسی وفا. سیدشاه ملاخېل، غنم رنګ کوچی. میټاګل شیرانی . او نورالدین عدیم ثانی ته هم خپل سلامونه وایمه

ــــــــــــــــــــــ

دوستی

ژباړه. محمدعلی عمری

دوه دوستان دسړک له څنګه په بیابان کښی پلی روان وو. دلارې په مینځ کښی یې پر یوه موضوع اختلاف پیدا شو. مشاجره .سختی .خبری یې سره وکړې. یوه له ډیرې غصې څخه دابل دوست پر دې مخ په څپېره وواهو.هغه دوست چی څپېره یې خوړلې وه سخت زهیر شو. بې له دې چی څه ووایی. دبیابان پرشګلنه خاوره یې ولیکلو چی.نن یوه بهترین دوست پرمخ په څپیړه ووهلم.دوی دواړه څنګ پرڅنګ روان شوو. ترڅو یوې ابادۍ ته ورسیدو.اراده یې وکړه چی هلته یوڅه وخت پاته شی او داوبو پرغاړه استراحت . هوسایی. وکړی ناببره هغه دوست چی څپیړه یې پرمخ خوړلې وه . وښویېد او په اوبو کښی ولویدو.نژدې وو چی غرق شی. دوست یې ومرستې.کومک. ته رامنډه کړه. او هغه ته یې نجات.ژغورنه . ورکړه.کله چی یې له غرق کېدو څخه نجات وموندلو. پریوه صخر.لوی کاڼی. یې داجمله

ولیکله. نن یوه بهترین دوست وماته نجات راکړلو.دوست یې په تعجب سره ورته وویل.وروسته له دې چی ته مې په څپیړه زهیر کړې .نو تا هغه جمله دبیابان پرشګلنه زمکه ولیکله.لیکن اوس بیا دا جمله پرډبره لیکې ؟

هغه وخندل او ویې ویل.کوم وخت چی څوک آزار راکوی باید دصحراپرشګلنه زمکه یې ولیکم چی دبخښنې بادونه یې پاک کړی. لیکن که څوک زما په حق کښی محبت وکړی باید هغه د ډبرې پرمخ ولیکم چی هیڅ باد یې له یاده ونه باسی....

...........

محمدعلی عمری

مسلم باغ

Add comment


Security code
Refresh