Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 29 می 2016 15:38

دهرکله راشه دماخوستن پروګرام ته له مسلم باغ څخه محمدعلی عمری

دهرکله راشه دماخوستن  پروګرام ته له مسلم باغ  څخه محمدعلی عمری
دتل په څېر له سهیلی پښتونخوا مسلم باغ څخه محمدعلی عمری دتهران ریډو په پښتو څانګه کښی دهرکله راشه پروګرام ډیرو درنو همکارنو. درانی صاحب. ډاکټر قیومی صاحب. محسینی صاحب. محبت علی صاحب. مرتضی صاحب. بنګش صاحب. ګلاجان لالا. او ټولو تخنیکی همکارانو ته دزړه له کومی په اسلامی مینه سره اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

و همدارنګه زه خپل سلامونه ډیرو درنو اورېدونکوته وایمه لکه . سید شاه ملاځېل ږ محمدشریف شهزاد. عادل اڅکزی. محمدعیسی وفا. ازادخان ذهین. میټاګل شیرانی.غلام جیلانی ساج. ګلاب ګل او نورالدین عدیم ثانی ته هم خپل سلامونه وایمه

ـــــــــــــــــــــــ

دخیبرفاتح او دسرور کاینات صلی الله علیه وسلم پیاوړئ ملګرئ سیدنا حضرت علی کرم الله وجهه فرمایی چی ماته نبی کریم صلی الله علیه وسلم وویل چی اې علی پوهېږې چی په ټولو انسانانو کې لومړئ لوی بخت څوک وو؟ حضرت علی رضی الله تعالی عنه وایی چی ماورته وویل چی الله او دهغه رسول صلی الله علیه وسلم ښه پوهیږی. حضرت علی کرم الله وجهه فرمایی چی پیغمبر صلی الله علیه وسلم وماته وویل چی اې علی لومړئ ستر بدبخت هغه څوک وو چی دصالح علیه السلام اوښه یې قتل کړه .او بیا علی رضی الله تعالی عنه فرمایی چی وروسته بیا پیغمبر صلی الله علیه وسلم راته وویل چی اې علی پوهیږې چی ترټولو وروستئ ستر بدبخته به څوک وی؟ حضرت علی رض فرمایی چی ما بیا ورته وویل چی الله او دالله رسول صلی الله علیه وسلم ښه پوهیږی. علی رض فرمایی چی دخدای رسول صلی الله علیه وسلم راته وویل چی وروستئ بدبخته به هغه څوک وی چی ستا ږیره به ستا دغاړې په وینو رنګینه کړی....

سوال. دادوه نفره ولې ستر بدبخته وو. ستر عالم مولانا یوسف کاندهلوی رح یې ځواب داسی لیکلئ دئ چی وجه یې داده . هغه نفرچی دصالح علیه السلام اوښه چی یې قتل کړه هغه نفر دټول قوم دپاره دالله تعالی عذاب رادعوت کړو. او دوهم ستر بدبخت چی سیدنا حضرت علی کرم الله وجهه یې شهید کړو هغه عبدالحمان ابن ملجم خارجی وو چی حضرت علی کرم الله وجهه یې شهید کړو. همدا ملجم ځکه ستر بدبخت وو چی خلافت نبوی یې ختم کړو. یعنی همدا ملجم . لعین وو. چی دخلافت دسلسلې دختم کېدو سبب همدا ملجم شو..

Add comment


Security code
Refresh