Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 21 ژانویه 2015 15:35

دمنیر حسین طوری رالوریلی پیرزوینې او دامید تر سر لیک لاندې نظم

 

خواږو رادیو کار کونکو سلام

پس د سلامہ دعا کوو چې خدا وند عالم دې اسلامی دنیا پہ خپل حفظ وامان کې

وساتی او دشمن دې ئې خواراوذلیل کړي –

پہ تیرہ بیاھغہ خوږاسلامی ایران تہ دې خداې د غلیم پہ مقابلہ کې فتحہ

او نصرت پہ برخہ کړی کوم چې د نړئ مستضعفینو نن یواځنےآوازاود

مسلمانانو د زخمی زړونو ملھم جوړ شوے دے - او خپل پراخہ رول ئې پہ دا

باب د چا نہ ھم پټ نہ دے - یودوہ شعرونہ د نشرولو او د نټ پہ پاڼہ د

لگولو پہ خاطر درتہ آستوم او ھیلہ دہ چی د خوښئ وړ مو وگرځی –

 منیرحسین طورے

امید 

وکسہ  اوښکې  تویوی  بیا  بیا  آسمان  ھم

ددې  ظلم  پیش  کوی  رو  رو داستان ھم

ددې  درد   نہ  نور  نجات  غواړم  خالقہ

رانہ  تیښتی  ډیر  نزدې  نزدې  یاران ھم

ډیر  بدحال او  پریشان  بہ  وی  بې شکہ

کہ د  درد  نہ مې خبر شی غیر انسان ھم

پہ خپل کور کې  یم  بې کورہ  لویہ خدایہ

د وجود غوښې مې خوری دا  حاکمان ھم

ددې ستر  گیم جوړونکی خدایہ غرق کړې

چې  سکولونو کې  مې قتل شول بچیان ھم

د  انسان  پہ  مخ  انسان  گورہ  حلال  شو

ژاړی ژاړی د ھر چا لوند دے گریوان ھم

‌ پہ ظھور بہ دې مھدی دا ستونزې  حل شی

کړی بہ   مړہ   ډیر  بې عملہ  عالمان  ھم

دښمنان   بہ  د میدان   نہ  وی  پہ   تیښتہ

کړی قبول بہ د خداې  دین ډیر کافران ھم

یو   نظام  بہ  د انصاف  داسې   قائم  شی

چې  تیر  شوے  چرتہ  نہ وی پہ جھان ھم

ټول  کارونہ  بہ  د  خداې  پہ  حکم  کیږی

ژوند  زمونږہ  بہ  بې شکہ  وی  آسان ھم

ویرہ  ترھہ  بہ  د  زړہ  کې بالکل نہ  وی

کہ دې چرتہ چرتہ وړل در او مرجان ھم

ھغہ څوک بہ ئې د  وخت برخہ  جوړیږی

Add comment


Security code
Refresh