Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 07 جون 2015 13:17

له بوستانه دقدرمنې خور صدیقه وفا رالیړلی درحمان بابا کلام

بلوچستان بوستان / صدیقه وفا سلامونه او احترامات مي ومني روغ او جوړ اوسي له مودې وروسته یو ځل بیا برېښنالیک درته کاږم د نشر په هیله/ ددنیا چاري دومري زوروري دي چي کله کله د انسان څخه ګران اقربا هم هیر وي/خو تاسي نه هیره وم/ دادي اوس بیا د زړه خبري درته کاږم/ شعر د رحمان بابا/ډالي دي د هر کله راشه ټولو مینوالو ته زړه مي بايلوستا په مينه محبت كښي
عاشقي دي زهر راكړه په شربت كښي
كه صورت دهغي مستي در څرګند شي
عقل هوش به دي هيڅ نه وي په صورت كښي
كه دعشق تر كمر پريوزي سر به بايلي
ته چه ماته غاښ چيچي په نصيحت كښي
زه توبه په هغه تير عمر و كاږم
چه صرف شوي دي بي ياره په غفلت كښي
داشنا د ميني پت به مي مات نه شي
كه مي سر له تنه درومي په دا پت كښي
له ادابه يي و مخ ته كتي نه شم
خداي راپيښه جدايي كړه په وصلت كښي
په قيامت كه څوك له نيته پو ښيده شي
زه ديار ده كوڅي خاوري يم په نيت كښي
ددرګه په خاك نشينو سختي نه وي
دغمونو دخل نشته په جنت كښي
لكه زه چه ستا ددر په خاورو خوښ يم
خوښ به نه وي سلطانان په سلطنت كښي
ددنياله دولتونو بي پر وايم
زه رحمان د عاشقي په ښه دولت كښي  

Add comment


Security code
Refresh