Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 03 سبتامبر 2015 10:56

دداعش دترهګرې ډلګۍ په اړه ګران محمدعلی عمری نظر


 له سهیلی پښتونخوا مسلم باغ څخه محمدعلی عمری ترهرڅه وړاندې  دتهران ریډو په پښتو څانګه  کښي خپل سلامونه  دتهران ریډو تکړه همکارانو. بنګش صاحب .دراني صاحب . قیومي  صاحب. مرتضی صاحب. ګلاجان استاد او ټولوتخنیکي  همکارانوته سلامونه وایمه
او همدارنګه خپل سلامونه ډیرو درنو اوریدونکوته وایمه لکه . پښتونیارارماني .محمدشریف شهزاد. محمدعیسی وفا. سیدشاه ملاخېل. میټاګل شیراني. ازادخان ذهین. صدیقه وفا . او عفت ملالۍ ته هم خپل سلامونه وایمه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لنډه تبصره

داعش
داسلام په جامه کښي داعش ډله  راپورته شوه  او دا وخت خورا په زور او قوت کښي ده او اقتصادي ځواک یې ډیر قوي دئ او په دې ډله کې هغه شهوت پرسته  خلګو هم ځانونه ځای کړي  چي  ښځي نه ورپیداکیږي او یاخو ورپیداکیږي خو دخپل  شهوت تسکین یې نه په  حاصلیږي  داوخت موږ وینو چي په داعش ډله کښي   په ډير زیات شمېر سره ښځي  شتون لري او داداسلام په  جامه کښي شهوت پرستۍ  ته ځان رسول دي او داوخت   امریکا  سعودي او نورو عربي هیوادونو  په ګډه سره  دداعش  خلاف   جنګ پیل کړئ  خو داعش ته یې هیڅ شکست نه دئ ورکړئ سوال داپیداکیږي  چي  امریکا دصدام په څير یو منظم ځواک په ډیره  لږه موده کښي نابود او ختم کړو داداعش ولې  نه شي ختم کولای؟  داسوال به ترهره وخته ګونګ پاته وي دځواب دپاره به یې څوک پیدا نه شي  او که خدای کول دداعش ناوړه کړه او همدارنګه ددې ویروس په وړاندې  به تاریخ  قضاوت وکړي. پکار ده چي  ددې  ډلې په وړاندې چمتpaو واوسو او هیڅ کله په خپله افغاني او پښتني غېږه کښي ځای ورنکړو
ــــــــــــــــ
محمدعلی عمری
مسلم باغ

Add comment


Security code
Refresh