Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 22 اکتبر 2015 10:02

په پښتو ادب کې مرثیه -- منیرجان طوری


مرثیه د غم اظهار ته وائی او هغه نظم ته وائی چې د چا په مرګ ېا وفات لیکلې شوی وی .د مرثیې مطلب دی د چا په غم ،پریشانۍ،مړینې او تکلیف د هغه سره د هغه د مظلومیت طرفداری کول او دهغه د دښمن غندنه کول وغیره -.په پښتو ادب کې دمرثیې دپاره څه خاص صنف نه دی ټاکلې شوې نو دا په مصریزه کې هم راځی،مثنوی،سندره،غزل،نظم او رباعۍ شکل کې هم لېکلې شوې ده.

پہ پښتو ادب کې د کرپلا پیښہ ھغہ سانحی حرف دی - چې پښتو شاعرانو د خپلې شاعرۍ  دپارہ حضرت امام حسین علیہ سلام د حق او یزید د باطل پہ اصطلاح اخستی دی ،بیا فرات ، تندہ،عزم ،استقامت ئې  پہ شاعرۍ  کې د حق او صداقت د تحریکونو دپارہ اخستی دی پہ دغہ حوالہ پښتو کې مرثیہ ھم دغہ پیښې تہ مخصوصہ شولہ -

په پښتو ادب کې د مرثیې بنیاد سترخوشال ایښې دی ، لکه چې وائی ،لعنت شه په یزید او په اغوان ئې :چې په تیغ ئې د نبی نمسی مظلوم دی ،د خوشال خټک دحشرله هغو شی :چې دوستدار د پنجتن پاک چهارده معصوم دی ،، بیا ورپسې قمبرعلی خان په باقاعده توګه مرثیه  لیکلی ده او بیا دا سلسله ترحمزه او عبدالحکیم قادری رارسیدلی ده .
نن مونږ ګوروچې اکثره پښتوشاعران په مرثیه لیکلو طبعه آزمائی کوی او دپښتو هر شاعرد مرثیه لیکل یا په خپل کتاب کې د امام حسین د مرثیې شاملول  دخپل ځان دپاره ویاړ او فخر ګڼی

لکه چې څومره د پښتوژبه او ادب زاړه دی بس هغه هومره د پښتومرثیه زاړه ده په دې اساس دا فکر چې پښتوته مرثیه له فارسۍ یااردوژبې نه راغلی ده کله هم سم نه دی که دافکر درست وئ نونن به دپښتو مرثیه په خدوخال کې بیخی د اردو یا فارسۍ ژبې مرثیې ته ورته وئ اونن حال داچې د پښتومرثیه په خد وخال کې داردو او فارسۍ مرثیې نه بیخی بدله ده ، ھو ،، کہ دومرہ خبرہ وی نو وی بہ چې د کربلا پیښې سرہ ورباندې څه  اثرات لہ دغو ژبو څخه ضرور راغلی وی -

کرمې،بنګښ درې او اورکزو کې اکثره د پښتو ژبې شیعہ مرثیہ گو شاعرانو یواځې په مقامی ساویه مرثیه لیکلی یا لګیا دی لا لیکی  ئې خو د بدقسمتۍ نہ هغوی دمرثیه نګارۍ په وخت د هغو لوازماتو خیال بیخی نه ساتی چې په اساس ئې د هغوی مرثیه د ټولې پښتونخوا په ساویه یو ځانګړې مقام ترلاسه کړې شی ،ددې یادو سیمو شاعران دې باید دې لوازماتو ته ضرور پام راوګرځوی چې مرثیه ئې د باقی پاتې کیدو او د مستقبل جوړولو وړتیا ولری.او ددې سیمو دشاعرانو په مرثیه کې دې باید هغه ټوله توکی وی چې مرثیه ئې ورسره ټولو پښتنو ته یو پیغام جوړیدې شی – او پکار ھم بس دغسې دی چې اوسنې مرثیہ پہ خپل وجود کې یو پیغام ولرلې شی – دا چې نن پہ دنیا کې دا کوم لوی طاقتونہ پہ کمزورو ھیوادونو کوم ظلم اوتیری کوی  نو شاعرانو تہ د یو ځانګړې پیغام نہ ډکہ مرثیہ لیکل لا ضروری شوی دی ،،او د ظالم سرہ د مقابلې دپارہ د کربلا  دپیښې مقصد واضح کول او د امام ذات نمونہ گرځول باید د خپلې مرثیې مرکزی خیال وگځولې شی – او یواځې د امام حسین پیروی کول یو چاتہ د ظالم سرہ د مقابلہ کولو حوصلہ ورکولې شی – د نن مرثیہ دې باید یواځې د ویر او ژاړا تر حدہ محدودیت ونہ لری ،،،  پہ پښتو ادب کې د کربلا پہ پیښہ د غنی خان مرثیہ د یو شاھکار پہ توگہ مونږ پیش کولې شو چې پہ رښتونی سرہ د تقلید وړ دہ –

 

د پیغبر پاک حضرت محمد صلعم خوږ  نمسی  حضرت امام حسین علیہ سلام نه یواځې د اسلام  د دین ساتنې دپاره سره د خپلې خیلخانې ، خپلوانو او ملګرو ناهیریدونکی قربانی ورکړی او   په  مسلمانانو  ئې ترقیامته  یو غټ احسان کړې دی بلکې  د امام عالی مقام  ذات  ټول  انسانیت ته د آزادۍ او حریت یو لوې سمبول دی . همدا وجه ده چې د نړۍ قابو پہ ټولو ژبو کې د ټولو مذهبونو شاعرانو د امام عالی مقام ذات ته د عقیدت ګلونو په وړندې کولو سره مرثیه لیکلی ده -  او دا لړۍ بہ تر قیامتہ روانہ وی -

Add comment


Security code
Refresh