Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 22 دسامبر 2015 15:39

د کورمې خونړی پیښه او د پاکستان واکمنان

د کورمې خونړی پیښه او د پاکستان واکمنان
د کورمې ایجنسۍ د مرکز پاره چنار په کباړ بازار کښې په خونړی پیښه کښې په لسګونو بیګناه خلک په شمول د ماشومانو ووژل شول خو د وخت واکمانانو په دې باب څه اقدام کړی په دغه مضمون کښې زمونږ ملګری منیر جان سپړلی دی

د کرمې خونړۍ پیښہ او زمونږ حاکمان

لیک : منیرجان طورے

په کرمه ایجنسۍ کې د یو دیرشم اکتوبر 2011 نه د مری امن تړون له لارې د ځائی حکومت په نګرانې د سیمې د بیا رغونې کارونه پہ تیزۍ سرہ پیل شوی دی . د ښکیلو خواؤ ترمنځ د جوړجاړی د باوری کیدو نه پس خلق د یو بل غم ښادۍ ته هم په تللو شوی دی په سرکاری یا غیر سرکاری توګه د بیله بیلو لوبو ټورنمنټونه هم په مشترکه توګه جوړولې کیږی چې د سیمې خاص او عام خلق د شوق نہ پہ کې گډون کوی. لنډه دا چې کرمه یو ځل بیا خپل عادی حالت ته په ستنیدو ده خو ولې زمونږ دښمن دغه ماحول په مونږه نه پیرزو کوی او د غه راز د کال2015 په د یار لسمه نیټه ھم د پاړه چنارعیدګاه مارکیټ ته څیرمه د کباړپه هغه نیلام کې یوه خونړۍ چاودنه وشوه چرته چې د سیمې اوسیدونکو د ژمی دپاره زاړې جامې یا کپړې ، جرابې ، بوټان او جرسۍ آخستې او ددې چاودنې له امله د طوری قبیلې سره تعلق لرونکی 27 تنان مړه او د شپیتو نه زیات په کې ژوبل شول چې د زیاتره د مړو او ژوبلو تعلق په کې د غریبې طبقې سره دی- دوی په کمه بیعه د سامان آخستو پسې وو خو معلوم نه وو چې دلته کې خو تر هر څه یواځې د انسان وینه ارزانه ده- په مقتولینو او زخمیانو کې یو تعداد واړه واړه بچیان هم شامل دی او بله دا چې مارکیټ ته راغلی کسانو کې د اتوار د رخصتۍ په وجه د سکولونو بچیان هم وو چې ھغوی په سخته یخنۍ کې د وخت تیری دپاره په کمه بیعه څه شیان ترلاسه کړی خو د ناترسه ظالمانو له لاسه د عیدګاه مارکیټ اتوار بازارددوی د ټکړې ټکړې لاشونوپه یو نندارتون بدل شو او ددې ترڅنګ په ژوبلو کې د پاړه چنار روغتون نه پیښورته د وړلوپه وخت یو ماشوم خپلې مورته په دې الفاظو یوپیغام ھم پریښودو چی مورته مې ووایۍ چې زه بالکل ښه یم او راپسې بده ورځ دې نه کوی حالانکې بدن ئې د بم د بڅرو سرہ غلبیل غلبیل وو

په مړو کې یواځې د یوکور درې تنان یوپلاراودهغه دوه زامن هم شامل دی،او دریم زوې ئې سخت ژوبل شوې ھم دی نو لوې خداې دې ورتہ صحت او شفا ورکړی گنی پہ کور کې بہ ئې یواځې ښځې پاتې کیږی گورنر سردار مھتاب ورتہ د درې مړیو د معاوضې نہ علاوہ اضافی د لس لکھہ روپو د امداد سرہ سرہ د دوو (2) سرکاری نوکریو اعلان ھم کړې دی

د مقتول ګوهر کورودانه وائی چې په چاودنه کې ئې یو خاوند او دوه زامن په حق رسیدلی او یو بچې ئې ژوبل هم دی- ده د ژړلو په ترڅ کې ووئیل چې آخر زمونږ قصور څه دی چې نارینه مو په کور کې پاتې نه شول نو مونږ به څه کوو خو د ګوهرعلی کاکا ښځې ته دا پته نه شته چې زما حاکم دې پیښې ته د ملک د بقا په مقصد یوه قربانی وائی خو پوښتنه دا ده چې آیا دغسې قربانۍ به یواځې پښتانه ورکوی که نه د دغې قربانۍ برخه به د دوی بچی او نور قامونه هم جوړیږی او یو د څلور خوئندو ورور او د پلار یواځنې زوی هم ددی زهرجن بم ښکار شوې دی - په دغې مقتولینو کې یو د لسو میاشتو د عمر بچې هم دی چې د مور پہ غیږہ کې د ساہ ورکولو سرہ شھید شوې دی او مور ئې ھم سختہ ژوبل شوی دہ خو ولې کہ د ترکیې په سمندر کې غرق شوې د ایلان پہ نوم د شام د ملک یو بچی ته د رسنیو کوم کوریج ملاو شوې وو او نړیواله میډیا ئې د نړۍ په وړاندې بار بار د مظلومیت کوم تصویر نن ھم وړاندې کوی چې ورسرہ د خلکو پہ سترگو کې واقعی اوښکې راځی خو زمونږ بدمرغه پښتون بچی او لس میاشتنې ایلان ته بیا ھمدغہ رسنۍ هیڅ کوریج نہ ورکوی چې دا یوہ ډیرہ ډیرہ د افسوس وړ خبرہ دہ -

بل د مړیو پہ وارثانو کی یو ماشوم داسې ھم وو چې خپل پلار تہ ئی پہ دا امید انتظار کاوہ چی ھغہ بہ ورلہ د بازار نہ یو سور جمپر راوړی خو ولې کور تہ ئی د پلار پہ وینو سرہ جنازہ راننوتہ چی پہ لیدو ئی بچی پہ چغو چغو ژړل او وئیل ئی چی بابا مونږ جمپر نہ غواړو خو تہ مروریږہ مہ – او مونږ پہ دې نفسانفسئ دور کې یواځې مہ پریږدہ – کاشکې مونږ دا جمپر د سرہ غوښتې نہ وې خو چې تہ راتہ ژوندې وې –

ترهه ګر د پاړه چنار ښار ځکه په زوره سره پرلہ پسې په نخښه کوی چې هغوی له دې لارې ددې ځاې اوسیدونکو سره د خپل هر مشکل د ختمولو کوشش کوی ولې د هر احتمالی مشکل د ختمولو یو صورت پہ خپلو کې د ډیل کول هم وی خو په هغې کې بیا د مخالفې لورې نہ ځینې غوښتنې هم په نظر کې ساتل وی چې ترهه ګر داسې کولو تہ چرې هم غاړه نه ږدی ځکه ترهه ګر یواځې د زوره سرہ د خپل اهدافو په وصولولو پسې دی- د ترهه ګرو په دې هدفونو کې ځائې ځائیګې ورکول ،د تګ راتګ په وخت چائې روټۍ ورکول او افرادی قوت ورکول شامل دی -

د یادولو وړ دی چې ترهه ګرو دې نه مخکې هم د کرمې د طورئیو په ضد قابو یو درځن ځانمرګی بریدونه یا د ریمورټ کنټرول بمې چاودنې کړې دی ،ولې ددې تر څنګ ئې تر څلورو کالو د کرمې مین روډ هم د 16 نومبر 2007 نه تر 31 اکتوبر 2011 پورې پہ مکملہ توگہ بند کړې وو چې نتیجه کې به ئې خلکو د سرکاری کنوائیو له لارې یا د افغانستان په لار پیښور ته په ډیرې مشکلې سره تګ راتګ کولو ولې بیا به هم ورباندې بریدونه کیدل چې له امله ئې مریضانو ,طالبعلمانو اوپه عربو یا نور بهرنی ملکونو کې ددې سیمې مزدوکارانو ته ډیر مشکلات پیښیدل - ددې نه علاوه قابو د کرمې په اوسیدونکو د ترهه ګروله لورې تراوسه یو درځن غټ او خونړی جنګونه هم راتپل شوی دی او ددې سرہ سرہ د کرمې نہ بھر ھم د دوی پہ ضد د ځانمرګی بریدونو لړئ روانہ وہ خو ددې سیمې خلقو د ترهه ګرو په وړاندې ماتې نه ده منلی ځکه خو یو پښتون مشر افراسیاب خټک یوې رسنۍ سره د پاړه چنار په دې تازه پیښې د تبصرې کولو په وخت د طوری قام میړانه پہ زرینو ټکیو کې وستائیله او وې وئېل چې دا پیښه طورئیو تہ د دوی دمیړانې او ترھہ گرو ضد د مقاومت سزا ورکول دی - ھغوی ټولو پښتنو تہ د تر ھہ گرو ضد د طورئیو مقاومت د تقلید وړ او د بھادرئ یو سمبول وبالہ -

د پیښې مسئولیت لشکر جھنگوی او انصارالمجاھدین د یو ویب سائټ لہ لارې پہ آخستو سرہ دغہ پیښہ د شام د جگړې یو عکس العمل گرځولې دی حالانکې دغسې پہ لسگونو پیښې د شام د جنگ نہ وړاندې ھم دوی تر سرہ کړې دی چې پکې پہ سلگونو خلق مړہ ، ژوبل او یا معذورہ شوی دی – خو پوښتنہ دا دہ چی کہ د شام پہ جنگ کی ددی سیمی یو څوک پہ خپل ذاتی توگہ شریک شوی ھم وی خو ولی ددی ویژل شوو او د زخمیانو بہ د ھغوی سرہ څہ تعلق وو څوک چی پہ ارزانہ بیعہ د سودا کولو او غریبئ غوڅولې دپارہ بازار تہ راغلی وو خو ټوک ټوک لاشونہ ئې کورونو تہ ننوتل ځکہ ددې تنظیمونو ادعا بیخی ناقصہ او نا سمہ دہ – دا چې اوس دغو تنظیمونو مسئولیت آخستې دی نوحکومت دې باید ددې تنظیمونو پہ ضد پہ جنوبی پنجاب کې پہ جدی توگہ سختې کاروایانې وکړی – او یواځې پہ مذمتونو ئی څه نہ کیږی

دلته یوه نکته دا هم په ګوتې کول ضروری ګڼم هغه دا چې په مغربی یا نورو ملکونو کې د یوې واقعې د کیدو وړاندې او د مخکې نه د خفیہ اطلاعاتو په رڼا کې پیشګی اقدامات نیولې کیږی خو دلته معامله بیا بالکل مختلفه ده ،هغه داچې دلته د پیښې نه چرتہ روستو د حکومت لخوا د تالاشیو یوہ داسې لړۍ شورو کړې شې چې خلق ترې بیخی پوزې ته راشی . د پاړه چنار معامله هم څه په دې ډول وشوه چې د پیښې نه پس د تالاشیو لړۍ انتهائی ګړندۍ کړې شوی ده نو د پښتو یو متل دی چې هندو اول نه تیښتیدو خو د شوکیدو نه وروسته په تیښته شو . دلته یو ځائی متل ھم درتہ وړاندې کوم ،وې چې غم به ئې غلام جان کوی چې میله ئې په صحرا کې ده نو زما د حاکم پرې څه ؟ او که پیښه ده نوهغه خو ددې علاقې غریبانانو ته پیښه ده

د بم ډسپوذل سکواډ ترمخه د چاودنې دپاره 35 کلو بارودی مواد استعمال کړې شوې دی چې د چاودیدو سره ئې هلته ولاړ یو لړ ګاډو او نزدې دکانونو ته هم سخت زیان رسولې دی .بل پلو د پیښې نہ پس پہ سمدستی توگہ د ټل سکاوټس برګیډیئر محمد علی، پولټیکل ایجنټ امجد علی خان ،اے پی اے نیک محمد او ایم این اے ساجدحسین طوری د مقتولینو کور کور ته د ور تلو سره هغوی ته غمرازی وکړله او ورپسی د خیبر پښتونخوا ګورنر سردار مهتاب احمد خان هم په بیړنې توګه کرمې ته د راتلو سره نه یواځې په ایجنسی هیډ کوارټرهسپتال پاړه چنار کې دزخمیانو پوښتنه وکړه بلکې د مړو وارثانو ته ئی د مقتول په سر پنځه پنځه لکهه روپۍ هم ورکړې اوبیا روستو د ھغوی پہ ھدایت سرہ زخمیانو ته هم دوه دوه لکهه روپۍ ورکړې شوې - خو مړو او زخمیانو ته پولټیکل ایجنټ پنځوس پنځوس زره روپۍ ددی نه علاوه هم ورکړی دی - ویر اعظم نواز شریف اوصدر ممنون حسین د پیښې غندنہ کړې او ځائی حکومت تہ ئی د پیښې د پورا پورا تفتیش کولو ھدایت کړې دی -

ځنې تجزیہ نگاران بیا ددغې پیښو د کیدو یو علت پہ ملکی پولہ ددې خلقو شتون ھم یادوی خو ولې بل پلو پہ پنجاب کې بیا پہ دغسې پولہ هیڅ نہ شتہ چی د بدو حالاتو پہ باوجود ھلتہ پراتہ خلق زمونږ ھسې نہ حلالولې کیږی او نہ خو الوځولې کیږی دا ځکہ چی ھغوی پنجابیان دی – بس کومہ پیمانہ چی د پښتون دپارہ دہ نو ھغہ بیا پہ پنجاب کی د پنجابی دپارہ نہ دہ – زمونږ پنجابیان حاکمان غواړی چی غزوہ ھند دې د کابل نہ پہ شورو کولو سرہ پہ پیښور تر دھلی ورسوی خو ولې بیا د چائینہ اقتصادی کاریډور دې د کاشغر نہ پہ شورو کولو سرہ یواځې د پنجاب پہ زمکہ د تیریدو سرہ تر لاھور ورسی او پښتون تہ خو ھسې ھم د جھاد پراجیکټ شتہ چی ورتہ افرادی قوت بہ دوې ورکوی – لنډا چی دنیا دې د پنجابی او آخرت دې د پښتون وی -

د یو ملک د حاکمانو مثال د مورپلار او د عوام مثال لکه ددوی د بچو وی چې مورپلار بچو ته همیشه ښه خوښوی خو والدینوکې ځنې بیا داسې ھم شتہ چې د خپلې خور لور د عزت په بدل د مال د جوړولو دنده ھم کوی نو بس ددې تجربو لہ مخہ زما د ملک ددې واکمنو مثال هم هو بهو څه په همدې ډول دی چې د خپل خور او لور د عزت په بدل مال جوړوی – بیا ځنې داسې مورپلار بہ ھم تاسو لیدلی وی چې خپلو بچو کې د هغوی معذور جوړولو دپاره پښې لاسونه هم ماتوی چې بیا ئې د ښارونو په څلورلارو کې د کینولو سره ورباندې پیسې جوړوی، دغہ راز ھغوی سحر وختی په څلور لارو کې دا معذوران آچوی او ماښام ئې د پیسو سره اوجتوی نو زما د ملک واکمنان هم زمونږ د قبائیلی خلقو یا ټول پښتون سره څه داسې کوی هغه دا چې کله ورباندې د ترهګرۍ پټکی ووهی اوبیا ئې په ضد د کاروائۍ کولودپاره د نړیوال طاقتونو نه پنډ پنډ مالونہ ترلاسه کوی او بیا ورپسې همدغه چارواکې د پښتون د بې کوره کولو سره ،د بمی چاودنو په نتیجه کې د معذور کولو یا مړ کولو سره او یا ئې د بدن ټکړې ټکړې کولو یا سوزولو سره انځورونه د نړیوال ملکونو په څلور لارو کې په عالمی نندارتون کې ږدی او د ملک یا د ځان دپاره ورباندې مال ګټی ،دوی سوچ کوی چی د دوی نیت یواځې د ملک د بقا دپارہ دی او بالکل صفا او صحی دی – وئیلې شی چې یو ځل د پنجاب په چینوټ کې د سپاه صحابه یو غړی سحر وختی په یو جومات کې قرآن مجید ته اور ورته کولو چې د محلې یو بل سړی هغه په هغه موقعه قابو کړو هغه ورته وې چې زما نیت په دا صفا دی چې دا به مې بیا د عیسایانو په کهاتې کې آچوو چی دغہ راز ددې عکس العمل سره زمونږ خپل خلک په اتفاق کې راوستل وو - نوزما د حاکم غبرګون هم زما د مړکولو په حقله څه بس په همدې ډول دی - زما دا حاکم وائې چې دوی امریکا دوکه کوی خو امریکا بیا په دې خپلې دوکې کې دوی بلیک میل کوی – او د بلیک میلنگ ھمدغہ لړئ دا دې نن زمونږ د بربادئ یو لوی علت گرځیدلې دی -

نو اے زما دملک واکمنو :،دامریکا مثال د هغې مرغۍ دی چې د ونې په شاخ کې ځان د مړ ښودلو سره ژبه وباسی او ورباندې د میږیو راټولیدو سره هغه دننه کړی او میږی تیرکړی نو اے واکمنو ! مهربانی وکړئ بس نور د خداې دپاره زمونږ د بربادۍ نه لاس په سرشئ او مونږ معاف کړئ -

زمونږحاکمان پہ بیلہ بیلو غونډو کې د خپل تقریرونو پہ مھال دغسې پیښې د ملک بقا دپارہ قربانی یادوی خو ډیره عجیبه خبره خو دا ده چې بیا د ملک ددې حالاتو همه قربانیانو سره مرسته زمونږ له ملکی بودیجې او خزانې نه نہ بلکې د امریکا لخوا د ترهه ګرۍ په ضد د جاری کړې شوی فنډ نه کیږی او ورسرہ مالی ،خوراکی او نور امدادونه د امریکا لخوا تر سرہ کیږی نو پوښتنہ دا دہ چی آیا امریکا دومره بی وقوفه ده چې جنګ دې زمونږ د خاورې د تمامیت وی او د مړو ژوبلو سره مرستې اونور امدادونه دې د امریکا د ملک د خزانې څخه وی خو حقیقت دا دی چی رښتیا سره د ټولې نړۍ په وسایلو د قبضې کولو دپاره مونږ د امریکا د دې مهم یوه. برخه یو او د قربانۍ په ټکی سره زمونږه حاکمان بس دعوام په سترګوکې یواځې د خاورو د آچولوهڅه کوی او تر څو چې د دښمن امدادونو نه مو لاس آخستې نه وی ، ترهغې به ددې فنډونو د ترلاسه کولو د پاره د دې خواراولس په ضد د چاودنو ،جنګونو او د اغوا د پیښو لړۍ پرلہ پسې تر یوې اوږدې مودې روانه وی نو بس زہ په دې شعر نور خپل مطلب پاې ته رسوم لکه چی وائی ،

د خداې په لوې کرم به کیږی : په عقل ګرانه ده زما د جانان مینه

Add comment


Security code
Refresh