Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 17 آوریل 2016 15:37

د سیمې د امنیت په وړاندی د ایران او ترکیې شرعې دنده

د سیمې د امنیت په وړاندی د ایران                             او ترکیې شرعې دنده

د ایران د اسلامی جمهوریت ؤلس مشر، د ترکیې د ؤلس مشر، رجب طیب اردوغان، په ملګرتیا؛ په انقره کی د خبریالانو په ټول کی، په سیمه کی د ثبات او امنیت د ټینګولو په منظور هڅه، د دؤو هیوادونو شرعې او دینې دنده وبلله.

ښاغلی ډاکتر حسن روحانی، د تهران او انقرې ترمنځ د همکارۍ د اتو سندونو په لاسلیکولو، او د سوریې؛ یمن او عراق بدلونونو ته په اشارې سره، چی مطلوب امنیتی  وضعیت نه لری؛ وویل: په سیمه کی د امنیت د ټینګولو لپاره هڅه، د ترکیې؛ ایران او په کلې توګه د اسلامی نړۍ د ګټو برابرونکې ده.

د ښاغلی روحانی له قوله: ایران او ترکیه، پدې هکله چی تجزیه په هیڅ هیواد کی د قبول وړ نه ده، وژله او جګړه باید بنده شی، له ټروریزم سره باید په پریکنده توګه مبارزه وشی، او دا چی بهرنی قدرتونه، د سیمې هیوادونو په کورنیو چارو کی د دخالت حق نه لری، یو شانته نظر سره لری.

ایران او ترکیه، د دؤو اسلامی هیوادونو په توګه، د امنیت د ټینګولو او د ټروریزم سره د مبارزې لپاره، له اغیزمن رول او لازم توان څخه برخمن دي. ایران او ترکیه، د سیمې مسایلو په وړاندی د ځینو اختلافاتو د لرلو با وجود، کولای شی په سلا مشورې سره؛ له رحمانی اسلام څخه د مختلفو برداشتونو له لارې، د دښمنانو د ناوړې استفادې په وړاندی خنډ شی.

ایران، د مشکلاتو د حلولو او له اسلامی هیوادونو سره د همکارۍ په منظور، د اسلامی وحدت په اصل باندی ژمن دئ، او تل یی پدې لاره کی ګام اخیستئ دئ. په استانبول کی د اسلامی همکارۍ په سر مشریزه غونډه کی، د ایران وحدت زیږونکی رول، څرګنده کړه: چی د ایران اسلامی جمهوریت، هیڅکله په اسلامی نړۍ کی د مقابلې په لټه کی نه دئ.

ایران؛ په اسلامی نړۍ کی د یو شمیر له شیطنت څخه  د ډکو برخوردونو، او د اسلام څخه د ویرونې له صهیونیسټې توطئې څخه د یو شمیر هیوادونو د ملاتړ با وجود، هماغه راز د هغوی په لور د دوستۍ لاس ور اوږد کړئ، او د سیمې له هیوادونو سره د دوستۍ، او د اسلامی وحدت د تقویې غوښتونکئ دئ.

اوس چی ترکیه، د اسلامی همکارۍ د سازمان دوره ای ریاست په لاس کی لری، دا انتظار کیږی چی په اسلامی نړۍ کی وحدت بښونکئ سیاست، د دغه سازمان سرمشق وګرځی، تر څو مسلمان ملتونه؛ له دې څخه لا زیات، له تفرقې؛ ټروریزم او افراط پالنې څخه زیان ونه وینی.

د شیعه یا سنی والی په ځای، د اسلامی والی اصل ته پاملرنه کولای شی، د اسلامی نړۍ وحدت، او د اسلامی مذاهبو تقریب او نږدیکت تضمین کړی. اسلامی امت به د وحدت په رڼا کی، په بریالیتوب سره له ټولو موجودو مشکلاتو څخه تیر شی، او پدې زمینه کی؛ د اسلامی همکارۍ د سازمان د دوره ای رئیس په توګه د ترکیې رول، مهم او اغیز شیندونکئ دئ.

په اسلامی نړۍ کی اوسنئ وضعیت، د سیاسی – مذهبی مقابلې لپاره کوم فرصت ندئ پری ایښئ. د سوریې او عراق په شمول، د منځنی ختیځ په سیمه کی، د مختلفو ترهه ګرو ډلو شتون، له اسلامی مختلفو فرقو څخه، دسیاسی اخیستون نتیجه او محصول دئ.

دښمنان، د اسلام په نړۍ کی، د هیوادونو د تجزیې په موخه، د یوې او بلې په وړاندی د اسلامی مختلفو ډلو د درولو په لټه کی دي. د دغې شومې طرحې سره مقابله کول، د اسلامی همکارۍ د سازمان له مهمو اهدافو څخه دي. او دغه هدف به، د اسلامی نړۍ په جغرافیا کی د مختلفو هیوادونو د وحدت په تقویې سره رښتنئ شی.

په آرامتیا؛ امنیت او هوساینه کی اوسیدل، د اسلامی ملتونو او ؤلسونو ډیره لږه او لمړنۍ غوښتنه ده، او باید اجازه ور نه کړه شی چی، مسلمانان له دې څخه په زیاته اندازه، د اسلامی همکارۍ د سازمان د ځینو غړیو هیوادونو، د تفرقه اچونکی سیاست له کبله قربانیان شی.

Add comment


Security code
Refresh