Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 13 جولای 2016 17:38

د آل خلیفه رژیم یو ځلې بیا په ایران باندی، د دغه هیواد په داخلی چارو د دخالت تور ولګاوه

د آل خلیفه رژیم یو ځلې بیا په ایران باندی، د دغه هیواد په داخلی چارو د دخالت تور ولګاوه
د بحرین د کورنیو وزارت، یو ځلې بیا د پوچې او تکرارې ادعا په مطرح کولو سره، د ایران اسلامی جمهوریت، د دغه هیواد په داخلې چارو کی په دخالت باندی تورن کړ.

د بحرین داخله وزارت، په یوې اطلاعیه کی ادعا وکړه: یو شمیر ترهه ګر پدی هیواد کی نیول شوی، چی د ایران له خوا یی ملاتړ کیده. د بحرین واکمنان، هر کله نا کله؛ د بی اساسو ادعاؤو په مطرح کولو سره، د بحرین خلګو قانونی غوښتنو ته د پام کولو پرځای، په ایران باندی تور لګوی؛ چی پدغه هیواد کی اعتراضونو ته لمن وهی، او تش په نامه وران کار اقدامات سرته رسوی.

څو ورځې وړاندی، د بحرین د پایتخت«منامه» په سویل کی، د«العکر شرقی» په کلی کی چاودنه وشوه، او د بحرینی سرچینو د اعلان په اساس، پدغه چاودنه کی یوه ښځه وژله شوې، او درې ماشومان ژوبل شول. د بحرین داخله وزارت، تل پدغه هیواد کی چاودنې پخپل ګمان، په ایران پوری مربوطې بولی، او ادعا کوی؛ چی په «العکر شرقی» کلی کی، په چاودنې پوری مربوط نیول شوی عواملو، له ایران سره اړ یکې درلودلې.

د دغې ادعا مطرح کیدا، پداسی حال کی ده چی؛ د ایران د اسلامی جمهوریت مسؤلانو، په ځلونو ټینګار کړئ؛ چی د بحرین په کورنیو چار کی دخالت نه لری، او د آل خلیفه رژیم؛ د خلګو د ځپلو د سختولو، او په بحرین کی له شته واقعیتونو څخه د تیښتې په منظور، د ایران په ضد بی اساسې ادعا ګانی مطرح کوی.

ایران، تل د بحرین د کړکیچ د سوله ایز حل غوښتنه کړې ده، او اعتراض کونکی ډلې یی؛ له دولت سره خبرو اترو ته رابللی دی.

په بحرین کی له ؤلسې او قانونی غوښتنې څخه ملاتړ کول، د ایران د بهرنی سیاست د ذاتی دندو او اصولو له جملی څخه دی. د ظالم په وړاندی له مظلوم څخه دفاع کول، د خپل بهرنی سیاست د پرمخ بیولو په چوکاټ کی، د ایران د اسلامی جمهوریت لپاره، یوه دینی او انسانی دنده ګنله شوې ده.

لیکن؛ هغه څه چی د ۲۰۱۱ م کال له فیبرورۍ څخه، په بحرین کی رامنځته شوی دی؛ د دغه هیواد د ټولنې له منځ څخه یو رامنځته شوئ، ؤلسې انقلاب دئ، او د بحرین د انقلابی خلګو هدف هم، د آزادۍ لرل، د تبعیض ختمیدل او پخپل هیواد کی له ډموکراتیک حکومت څخه برخمنیدل دی. په بحرین کی په شیعه اکثریت او سترې پرګنې باندی، د آل خلیفه اقلیت او انحصاری حکومت، پدغه هیواد کی د اعتراضونو اصلی عامل او د هغو د دوام لامل دئ، او هغه څه چی په بحرین کی د ورانکارو تحرکاتو، او چاودنې په نامه بڼه نیسی، داخلی جرړه لری، او د آل خلیفه مسؤلان باید، د دغو پیښو علت، د خپلو پولو په دننه کی ولټوی.

البته، له دې وړاندی؛ پدې هکله یو لړ راپورونه خپاره شوی ؤو، چی آل خلیفه په بحرین کی د خلګو د ځپنې د زیاتولو لپاره، د پلمې په لټه کی دئ. ورانکار اقدامات، او له هغو څخه د ایران د ملاتړ تور، د بحرین د رژیم لپاره یوه ښه پلمه ګنله کیږی، ترڅو له پخوا څخه په زیاته اندازه، د دغه هیواد د خلګو د انقلاب لپاره، ډګر تنګ کړی، او له دغه کار سره په یو وخت، نړیواله ټولنه پدې اړه له ځانه سره ملګرې ووینی؛ چی د بحرین د بدلونونو ریښه، له دغه هیواد څخه په بهر کی ده.

په بحرین کی د ځپنی د سختولو د علت په باره کی، د آل خلیفه رژیم له سیاستونو سره، د نړیوالې ټولنې د ملګرې کولو په منظور، د دغه رژیم هلوځلو، د منامه دولت خوب او خیال رښتنئ کړئ نه دئ، او نه به یی کړی، ځکه چی یواځی په یو مورد کی، د بحرین د خلګو د انقلاب د معنوی پلار، او لوړ پوړی عالم، شیخ عیسی قاسم، د تابعیت لغوه کولو، د آل خلیفه له رژیم څخه د نړۍ د خلګو قهر او کرکه په ځان پسی لرلې ده.

په بحرین کی د بشری حقوقو وضعیت، دومره خواشینونکئ دئ، چی د دغه هیواد په کورنیو چارو کی د ایران د دخالت په شان، د پوچې او پخوانۍ ادعا مطرح کول، نشی کولای او نه دی یی کړای شوی، چی د آل خلیفه رژیم په امن ځای کی، او د ادعا کونکی په موقعیت کی وساتی. د بحرین د موجود واقعیت منل، او ؤلسې غوښتنې ته احترام کول، له اوسنی وضعیت څخه د تیریدو لپاره، د آل خلیفه یواځنۍ لاره ده.

Add comment


Security code
Refresh