Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 14 جولای 2016 14:06

پاکستان په یوازې ځان په افغانستان کښې دجنګ عامل نه شی کېدې

پاکستان په یوازې ځان په افغانستان کښې دجنګ عامل نه شی کېدې
له یوې خوا د وارسا په وروستۍ غونډه کښې امریکې او نېټو اعلان کړے دے چې تر دوه زره شلم کاله پورې به هر کال له افغان امنیتی ځواکونو سره پینځۀ میلیارډ ډالره مرسته کوی

او ویلی یې دی چې افغانستان به یوازې پرې نږدی، او له همدغو اعلاناتو نه وروسته وو چې د امریکې د دفاع وزیر شټون کارټر افغانستان ته سفر وکړ او له افغان ولسمشر محمد اشرف غنی سره یې په ګډ اخباری کانفرنس کښې په افغانستان کښې د امریکائی ځواکونو د قوماندان جنرل جان نېکولسن د صلاحیت او اختیاراتو د زیاتېدو اعلان وکړ. جنرل نېکولسن هم په خپل واری وویل چې له هغو اته زره څلور سوه امریکائی ځواکونو نه علاوه چې په افغانستان کښې به ځاے پرځاے کیږی څلور سوه نور امریکائی ځواکونه به له افغانستانه بهر ځاے پرځاے شی چې د ضرورت په وخت به د عمل مېدان وردانګی.

له بلې خوا د ځینو امریکایانو لخوا په پاکستان باندې نیوکې خپل جوبن ته رسېدلې دی. په افغانستان، عراق او ملګرو ملتو کښې د امریکې پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد د امریکې د کانګرېس د بهرنیو چارو په ګډه کمېټۍ کښې په واضحه توګه وویل چې پاکستان په افغانستان کښې نیابتی جنګ مخ وړاندې بیائی چې له دې لارې افغان حکومت نسکور کړی. د امریکې دغه افغان الاصل پخوانی چارواکی چې ری پبلېکن هم دے وویل، د پاکستان فوځ او استخباراتی اداره آئی اېس آئی له طالب او حقانی ډلو څخه ملاتړ کوی، نو په دې بنیاد افغان حکومت دې نه یوازې له دغه هېواد سره خپلې ملګرتیاوې ختمې کړی بلکه ورسره دې اقتصادی بائیکاټ وکړی.

د امریکې د سېنېټ ری پبلېکن غړی جان مېکین چې څه موده مخکې یې افغانستان او پاکستان ته سفر کړے ؤ خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته وویل چې تر هغه وخته چې پاکستان له طالب او حقانی ډلو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړی دغه ډلې به ونۀ ځپلې شی.

زمونږ رېډیو د ټیلفون له لارې د افغانستان له امنیتی ځواکونو سره د امریکې او نېټو د میلیارډی ډالرو د مرستې او په افغانستان کښې د امریکائی فوځیانو د شتون د دوام په اړه د افغانسان د ولسمی جرګې د استازی ګل باچا مجیدی نظر وپوښتۀ چې په ځواب کښې یې وویل، وړومبې خو دا پوښتنه رامنځته کیږی چې امریکه او انډیوالان یې ولې یوازې له افغان امنیتی ځواکونو سره میلیارډی ډالره مرستې اعلانوی په داسې حال کښې چې په افغانستان باندې د امریکې او نېټو د پراخه یرغل په نتیجه کښې د دغه هېواد بنسټیز مراکز له منځه تلی دی، زیاتره خلق یې کډه په سر شوی او هېواد یې له سخت فقر او بې روزګارۍ سره لاس او ګرېوان دے.

د افغان ولسی جرګې د دغه استازی د وېنا له مخې دا د امریکې او د هغې د انډیوالانو دنده ده چې د افغانستان له خلقو سره د هېواد په جوړولو او د فقر او مسکینۍ په ختمولو کښې مرسته وکړی. په تېرو پینځلسو کلونو کښې د افغانستان په حقله د وارسا په شان ډېرې غونډې جوړې شوې دی او میلیارډی ډالره مرستې هم اعلان شوې دی خو هیڅ نتیجه یې نه ده لرلې او جنګ کال په کال لا زیات شوے دے.

ګل باچا مجیدی اعتراف وکړ چې هغه مرستې چې د وارسا په وروستۍ غونډه کښې د افغانستان له ځواکونو سره اعلان شوې ، د دې لپاره نه دی چې افغان امنیتی ځواکونه دې په خپلو پښو اودریږی بلکه په افغانستان کښې د جنګ د دوام لپاره دی.هغه وخت د افغان ځواکونو لپاره د امریکې په مرستو باور کېدې شی چې په افغانستان کښې خپله جنګی پالیسی چې په سیمه باندې تسلط او په دې سیمه کښې د خپلو سیالو محاصره کول دی بدله کړی.

د افغانستان د ولسی جرګې دغه غړی په افغانستان کښې د پاکستان په مداخلت او له ترهه ګرو سره د دغه هېواد په مرستو باندې په اعتراف سره وویل، څه ډول کېدې شی چې د پاکستان په شان یو وړوکے هېواد دې په تېرو پینځلسو کلونو کښې په یوازې ځان د امریکې او د هغې د انډیوالانو د غوښتنې په خلاف له طالب او حقانی ډلو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړی؟ دا خبره ناممکنه ده. نو ځکه پکار دی امریکه دې چې په افغانستان کښې د جنګ اصلی عامله ده له دوه رنګه سیاسته لاس واخلی.

----

Add comment


Security code
Refresh