Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 14 جولای 2016 16:04

د داعش سره په مقابله کی د عراقی ځواکونو د قدرت ننداره

د داعش سره په مقابله کی د  عراقی ځواکونو د قدرت ننداره
د عراق پایتخت«بغداد»، د نینوا ولایت د مرکز(موصل) د آزادولو له عملیاتو څخه وړاندی، د داعش ترهه ګرې ډلې سره په مقابله کی، د دغه هیواد د پوځ د قدرت، هوډ او توانمنیو د نندارې ډګر دئ.

په عراق کی د جمهوری نظام د جوړیدو په کالیزه کی، د عراق وسله والو ځواکونو؛ د داعش ترهه ګرې ډلې سره په مقابله کی، د خپل توان د ښودلو لپاره، د پنجشنبې په ورځ، د التحریر په چوک کی؛ د عراق د لمړی وزیر، او د وسله والو ځواکونو د ستر قوماندان«حیدر العبادی»، او د دغه هیواد د سیاسی مسؤلانو او پوځی قوماندانانو په وړاندی د رسم ګذشت مراسم ترسره کړل.

دغه پوځی ستره مانوره؛ د عراق په شمال کی د نینوا ولایت د مرکز«موصل» د نهایی آزادولو له عملیاتو څخه وړاندی، او د ۱۹۵۸ م کال د جولای په ۱۴ مه نیټه، په عراق کی د جمهوری نظام د جوړیدو په کالیزه کی، ترسره شوه. ټاکل شوې ده دغه ځواکونه؛ د موصل د آزادولو د عملیاتو د بلې مرحلې د پیلولو لپاره، په موصل کی د مستقرو ځواکونو سره یو ځای شی.

دا د لمړۍ ځلې لپاره ده، چی د بغداد په واټونو کی پوځی مانوره او رسم ګذشت سرته رسیږی، او له دې وړاندی ټولې پوځی مانورې د الخضرا امنیتی سیمې په دننه کی ترسره کیدلې.

د بغداد زیاتره مرکزی واټونه، د چهار شنبې ورځې له ماښام څخه، د یوې امنیتې طرحې، او ځانګړو مقرراتو په اجرا کی، وتړل شول.

د التحریر چوک ته ټولې ورغلې لارې، او د بغداد په مرکز کی، د دجلې دؤو خواؤو ته، رابط پلونه هم چی، هوایی؛ جمهوری او سنک پلونه پکی شامل دی؛ د موټرونو په وړاندی وتړل شول، او امنیتی ځواکونو په پراخه اندازه په بغداد کی په مستقریدو سره، پدی ښار کی سخت امنیتی اقدامات تر سره کړل.

په بغداد کی له پوځی رسم ګذشت سره په یو وخت، د موصل ولایت د قبایلو مشرانو، د داعش ترهه ګرو سره د عراقی ښاریزو نښتو ته په اشارې سره، د موصل په سویل ختیځ کی، د حمام العلیل له ښار څخه، د ترهه ګرو د ډله ایزې تیښتې خبر ورکړ.

همداراز د عراق امنیتی ځواکونو، وکولای شول؛ د موصل ښار په سویل کی، د القیاره هوایی اډې ته څیرمه، دوه موټر بمونه کشف او شنډ کړی.

د عراق په شمال کی، د نینوا ولایت مرکز«موصل»، د ۲۰۱۴ م کال د جون له لسمې نیټې څخه، د داعش ترهه ګرې ډلې تر نیواک لاندی دئ.

موصل؛ د داعشیانو او بعثیانو د فتنې او نقشې له کبله، ونیول شو؛ او اوس د داعش په ولکه کی دئ.

په همدې اړه، د عراق د ټروریزم سره د مبارزې د ځواکونو ویاند«صباح النعمان» وویل: د دغه هیواد امنیتی ځواکونه، په عراق کی د داعش ترهه ګرو د اصلې اډې«موصل ښار» ۶۰ کیلو مټرۍ ته رسیدلی دی.

د عراق د دفاع وزیر« خالد العُبیدی» هم اعلان وکړ: عراقی ځواکونو، د دغه هیواد په شمال کی، د موصل ښار په لور؛ چی د داعش ترهه ګرې ډلې، اصلې اډه ده؛ پرمختګ کړئ دئ.

د عراق دولت، د داعش له ترهه ګرو څخه، د دغه هیواد په لویدیځ کی، د الانبار په ولایت کی د فلوجه ښار له آزادولو وروسته، اعلان وکړ: د پوځ؛ پولیسو او ؤلسې ځواکونو بل مقصد او هدف به، د موصل ښار وی.

د عراق امنیتی ځواکونو، د ؤلسی ځواکونو په مرستې سره، له تیرې اونۍ څخه، د داعش ترهه ګرې ډلې له نیواک څخه د موصل ښار د آزادولو عملیات، پیل کړی دی. دغو ځواکونو تر اوسه پوری، د القیاره هوایی اډې په شمول، د موصل په سویل کی یو شمیر سیمې، آزادې کړی دی.

د عراق لمړی وزیر، او د وسله قواؤو لوی قوماندان«حیدر العبادی» په رسمی توګه، د نینوا ولایت د مرکز«موصل» ښار ، په ۶۰ کیلو مټرۍ کی، د القیاره مهمې او استراتجیکې هوایی اډې، د بشپړ آزادیدو اعلان وکړ، او د موصل له اوسیدونکو څخه یی وغوښتل، چی د موصل د آزادولو د عملیاتو لپاره دی، چمتو اوسی.

Add comment


Security code
Refresh