Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
شنبه, 16 جولای 2016 15:39

آیا په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو لپاره په پاکستان باندې د امریکې دباوونه جدی دی؟

آیا په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو لپاره په پاکستان باندې د امریکې دباوونه جدی دی؟
یوه موده وشوه چې پاکستان له یوې خوا د افغان حکومت لخوا له سختو نیوکو سره مخامخ شوے او بیا بیا هغه له طالب او حقانی ډلو څخه په ملاتړ تورنوی. افغان ولسشمر اشرف غنی چې د خپلې ولسمشرۍ د دورې په شروع کښې یې د پاکستان د حکومت لوری ته د دوستۍ لاس غزولے ؤ.

او غوښتل یې چې د رفاقت له لارې دغه هېواد په افغانستان کښې د جنګ ختمولو او د سولې ټینګولو ته وهڅوی او په دغو وختونو کښې د دواړو هېوادونو د لوړ رتبه چارواکو لخوا اسلام اباد او کابل ته ډېر تودۀ تګ راتګونه هم وکړل، خو اشرف غنی د دوو کلونو د تېرېدو باوجود څه خاصه نتیجه ترلاسه نه کړه نو د پاکستان په وړاندې یې خپل دریځ بدل کړ او د دغه هېواد په وړاندې یې د پخوانی ولسمشر حامد کرزی دریځ غوره کړ. د نېتو په وروستۍ سرمشریزه غونډه کښې یې چې په وارسا کښې وشوه دغه هېواد یې په خپل هېواد کښې د جنګ د دوام اصلی عامل وبلۀ. البته باید وویل شی چې اشرف غنی یوازې پاکستان په خپل هېواد کښې د سولې د رامنځته کېدو خنډ بللے دے، په داسې حال کښې چې حامد کرزی پاکستان او امریکه دواړه د جنګ اصلی عاملان بللی وو. په هر حال اوس د افغانستان د ملی امنیت پخوانی مشر رحمت ا... نبیل هم د یو لړ سندونو او مدرکونو په خپرولو سره ادعا کړې ده چې د پاکستان استخباراتی ادارې له طالباو حقانی ډلو څخه ملاتړ کوی. هغۀ په دغو اسنادو او مدرکونو کښې چې رسنیو ته یې سپارلی دی ادعا کړې ده چې دغه استخباراتی ادارې د طالب او حقانی ډلو لپاره د امن ځاے او جنګی سازوسامانونه او وسائل برابر کړی دی او په شمالی وزیرستان کښې د پاکستان د فوځ عملیاتو ته یې په اشارې سره چې په دوه زره څوارلسم کال کښې شروع شوی دی ادعا کوی چې دغه عملیات افغانستان ته د ترهه ګرو د منتقلولو او د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ګډوډولو په هدف سره ترسره شول او د حقانی ډلې قوماندانان او ځواکونه یې د عملیاتوله شروع کېدو نه مخکې امن ځایونو ته منتقل کړی وو.

له بلې خوا د امریکې ځینې اوسنی او پخوانی چارواکی هم موده وشوه په پاکستان باندې نیوکې کوی. په افغانستان، عراق او ملګرو ملتو کښې د امریکې پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد په مرکو او همدارنګ د دغه هېواد د کانګرېس د بهرنیو چارو د کمېټۍ په غونډه کښې په واضحه توګه وویل چې د پاکستان فوځ او استخباراتی اداره له طالب او حقانی ډلوڅخه ملاتړ کوی. هغۀ زیاته کړه چې پاکستان کوشش کوی افغان حکومت نسکور کړی. په ملګرو ملتو کښې د امریکې پخوانی سفیر له د امریکې له حکومته وغوښتل چې پاکستان دې ګوښې ته کړی او په خلاف دې اقتصادی بائیکاټونه ولګوی چې په افغانستان کښې له مداخلته لاس واخلی. د امریکې د سېنېټ ری پبلېکن غړی جان مکین هم څه موده مخکې افغانستان او پاکستان ته سفر وکړ او خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته یې له رسنیو سره په مرکه کښې وویل چې طالب او حقانی ډلې په پاکستان کښې فعالیت کوی او تره هغه وخته چې له دغو ډلو څخه د پاکستان ملاتړونه دوام ولری د دغو ډلو ځپل به امکان ونلری.

زمونږ رېډیو د ټیلفون له لارې د هغو دباوونو او نیوکو په اړه چې د افغان حکومت او په تېره بیا د امریکایانو لخوا په پاکستان باندې عملی کیږی د افغانستان د سټراټیجکو مطالعاتو د دفتر د مشر غلام جیلانی ځواک نظر وغوښت چې په ځواب کښې یې وویل چې د افغان حکومت لخوا په پاکستان باندې دباوونه او دا چې کابل هیله من دے امریکه به هم په پاکستان باندې دباوونه راوړی چې په افغانستان کښې له مداخلته لاس واخلی بې فائدې چاره ده. ځکه چې پاکستان چې په افغانستان کښې هر څه کوی د امریکې په غږملتیا سره یې کوی. نو بس څه ډول مکمنه ده چې امریکه دې د افغانستان د حکومت غوښتنوپه پېروۍ سره خپل انډیوال او شریک یعنې پاکستان تر دباو لاندې راولی.

د غلام جېلانی ځواک د وېنا له مخې هغه دباوونه چې د امریکې لخوا په پاکستان باندې راړول کیږی د دې لپاره نه دی چې امریکه په افغانستان کښې د ترهه ګرۍ د ختمولو غوښتونکې ده بلکه له چین سره له اقتصادی ملګرتیا څخه د پاکستان د منعې کولو او په پاکستان کښې د چین لخوا د اقتصادی لارې د جوړولو د پروژې د ګډوډولو لپاره دی چې ټاکل شوې ده پینځه څلوېښت میلیارډ ډالره پرې ولګوی. ځواک زیاته کړه چې امریکه د چین په ارادې پوهه شوې ده چې غواړی مهم تجارتی مرکز اېشیا او خپل ځان ته منقل کړی، نو ځکه امریکه په پاکستان کښې د چین د دا ډول پروژو مخالفه ده.

هغۀ په افغانستان کښې د ترهه ګرۍ د موضوع په اړه هم وویل چې امریکه نه یوازې د طالب او حقانی ډلو په باره کښې له پاکستان سره غږملې ده بلکه د داعش ترهه ګرۍ ډلګۍ په جوړولو کښې هم مرکزی کردار لری او په افغانستان کښې د امریکائی الوتکو په ذریعې سره داعشیان له یوځاے نه بل ځاے ته منقل کیږی. ځواک د افغان حکومت د دې دریځ په اړه چې یوازې پاکستان په خپل هېواد کښې د جنګ د دوام عامل بولی او د امریکې په وړاندې غلے دے هم وویل چې افغان حکومت چې د ملی وحدت د حکومت تر نوم لاندې جوړ شوے دے د امریکې د کوششونو په نتیجه کښې ؤ نه د انتخاباتو په نتیجه کښې. او دا حکومت د امریکې ډېر احسانمن دے نو ځکه د امریکې په خلاف خوله نه شی وازولې.

----------------

Add comment


Security code
Refresh