Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 17 جولای 2016 17:33

په افغانستان کی د غیر پوځیانو د تلفاتو زیاتوالی

 په افغانستان کی د غیر پوځیانو د تلفاتو زیاتوالی
د افغانستان د بشری حقوقو خپلواک کمیسیون، د خپل کلنی راپور په خپرولو سره، د غیر پوځیانو د تلفاتو له 8 /17 فیصده زیاتوالی څخه خبر ورکړ.

د افغانستان د بشرې حقوقو د خپلواک کمیسیون مشرې، سیما سمر، د دغه کمیسیون د کلنی راپور په خپرولو سره، وویل: په تیر کال کی د وسله والو نښتو له کبله، په ۹۴۳۱ ؤ پیښو کی د ملکی کسانو د تلفاتو شمیر ۳۱۲۹ تنو، او د ټپیانو شمیر ۶۱۰۲ تنو ته رسیدلئ دئ، چی له دغه جملې څخه ۴۶۴۲ کسان نارینه، ۷۷۵ تنې ښځې، او ۱۱۱۶ تنه ماشومان ؤو.

دې څرګنده کړه: د ملکی کسانو ډیر زیات تلفات، د ځان مرګو حملو؛ ځمکنیو نښتو، قتل، ټرور او د سړک د غاړې د بمونو د چاودنې له کبله ثبت شوی دی.

د افغانستان د بشری حقوقو د خپلواک کمیسیون مشرې، د دی ټکی په بیانولو سره، چی په تیر کال کی، د غیر پوځیانو د تلفاتو ۷۲ فیصده عوامل، د طالبانو؛ حقانی؛ القاعده او داعش ترهه ګرو ډلو په شان؛ د دولت مخالفې وسله والې ډلې وې، زیاته کړه: چی په ټول کی دغو ډلو، ۶۷۷۰ تنه ملګی خلګ، په مختلفو طریقو سره وژلی او ژوبل کړی دی.

دې، له ټولو سره ښکیلو لورو وغوښتل؛ چی د نړیوالو بشر دوستانه حقوقو، اصول او قوانین رعایت کړی، او د ملکی کسانو له ځان او مال څخه، چی په وسله والو نښتو کی مستقیم ګډون نه لری، ساتنه وکړی.

سیما سمر همداراز، څرګنده کړه: چی په تیر کال کی نږدی نوی تنه په یرغمل ونیول شول، او له دغه جملې څخه؛ ۲۲ کسان وژل شوی، او د نورو پنځو تنو برخلیک تر اوسه معلوم نه دئ، مګر نور یرغمل شوی کسان، له یوې مودې وروسته؛ آزاد شول.

د افغانستان د بشری حقوقو د خپلواک کمیسیون په راپور کی، پدغه هیواد کی د امریکا د بی پیلوټه الوتکو د حملو په ترځ کی، د ملکی خلګو تلفاتو ته اشاره نده شوې. د امریکا دولت، پدی وروستیو کی، اقرار وکړ: په افغانستان کی د دغه هیواد د ډرون الوتکو د حملو په ترځ کی، څه د پاسه ۱۱۶ غیر پوځیان وژل شوی دی. خپاره شوی اسناد او مدارک ښیې د بی پیلوته الوتکو د حملو له کبله، د غیر پوځیانو د تلفاتو شمیر؛ ۳۵ چنده د هغو الوتکو د هوایی حملو له تلفاتو څخه زیات دئ، چی پیلوټان یی لرلی دی. دغه شمیر چی د امریکا د ملی اطلاعاتو د مدیر له خوا خپور شوئ، د غیر دولتی سازمانونو له خوا د اټکل شویو شمیرنو څخه لا لږ دئ. په افغانستان کی له ټروریسټانو سره د مبارزې په پلمه، د امریکا د بی پیلوټه الوتکو حملې، د ۱۲۱۴ تنو ملکی خلګو د وژل کیدو سبب شوی دی.

د افغانستان دولت، په جګړه کی د غیر پوځیانو د تلفاتو د کمیدو په منظور، یوه څیړندویه ډله جوړه کړې ده، او طالبانو هم؛ له غیر پوځیانو څخه د ساتنې په منظور، ۸۰ عمومی خپر پاڼې خپرې کړی دی، چی دغه اقدامات ګټور ندی تمام شوی، او تیر کال د افغانستان د خلګو لپاره ډیر خونړئ کال ؤ.

د غیر پوځیانو له وژل کیدو سربیره، په افغانستان کی د جګړې دوام، له خپل کور او ټاټوبی څخه د زرګونو کسانو د آواره کیدو سبب شوئ دئ. داشان چی، د ملګرو ملتو سازمان؛ د افغانستان د خلګو د آواره کیدو په باره کی اندیښنه ښودلې ده. د ملګرو ملتو د انساندوستانه چارو غږملونکی دفتر، اعلان وکړ: چی د ۲۰۱۶ م کال په لمړیو شپږو میاشتو کی، د افغانستان ۱۵۰ زره خلګ، پدی هیواد کی د تاو تریخوالو له کبله، ګډوال او آواره شوی دی. د دغه ارګان د راپور په اساس، زیاتره ګډوال بزګران دی. د ملګرو ملتو د انساندوستانه چارو د غږملونکی دفتر د راپور سره سم، په وروستیو میاشتو کی، د افغانستان د بغلان؛ قندوز او بدخشان په ولایتونو کی نښتی، له خپلو کورونو څخه د سل ګونو کورنیو د کډوالیدو سبب شوی دی.

د وروستیو شمیرنو سره سم، په روان کال کی د افغانستان په دننه کی د آوارګانو شمیر، څه د پاسه یو میلیون تنو ته ورسید.

د ملګرو ملتو د کډوالو لوړې کمیشنرۍ هم، د افغان کډوالو د شمیر د زیاتیدا په خواشینونکی بللو سره، اعلان وکړ: بین المللې ټولنه؛ د میلیونونو افغان ګډوالو له برخلیک څخه بی خبره او غافل پاتې شوې ده. دا پداسی حال کی ده، چی د پاکستان د سرحداتو وزیر، پدی وروستیو کی اعلان وکړ: دغه هیواد نور نشی کولای له دې څخه لا زیات د افغانانو کوربه وی. عبدالقادر بلوچ، څرګنده کړه: په هره بڼه چی ممکن وی، افغان مهاجرین او کډوال باید له پاکستان څخه ووځی، داسی یوه غوښتنه چی؛ له پخوا څخه په زیاته اندازه کولای شی، د افغانستان خلګ له جدی مشکل او کړکیچ سره مخامخ کړی.

Add comment


Security code
Refresh