Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
دوشنبه, 18 جولای 2016 15:34

په ملګرو ملتو کی په عربستان باندی د عراق اعتراض

 په ملګرو ملتو کی په عربستان  باندی د عراق  اعتراض
په عراق کی له ترهه ګرو څخه د عربستان د ملاتړونو له افشا کیدو وروسته؛ په ملګرو ملتو کی د بغداد استازی، له دغه سازمان څخه وغوښتل، چی له ټروریزم سره د مبارزې په چوکاټ کی، له ټرویزم څخه د بهرنیو عناصرو د ملاتړ د بندیدو زمینه برابره کړی.

په ملګرو ملتو کی د عراق استازی«محمد علی حکیم»، د امنیت شورا په غونډه کی، چی د عراق په موضوع پوری مربوطه وه؛ له داعش څخه د ټروریزم د ملاتړ کونکو د سیاسی او پوځی ملاتړونو په غندلو سره، وویل: ټولو ته معلومه ده، چی د عربستان په شان د سیمې د یو شمیر عربو هیوادونو غیر دولتی سازمانونه؛ د دغه هیواد د استخباراتی ارګانونو په مرستې سره، په عراق کی د ترهه ګرو د مالی لګښتونو اصلی پوره کونکی دی.

له دې وړاندی د عربستان د اوقافو ادارې، د عربو غیر دولتی سازمانونو، او د عربستان د یو شمیر مسجدونو د ملا امامانو له خوا، په عراق او سوریه کی، د تکفیری ډلو د لګښتونو د یوې برخې په پوره کولو باندی په اقرار سره، ادعا کړې وه؛ چی دولتی ارګانونه، پر دغه کار باندی د څارنې کولو توان نه لری.

په ملګرو ملتو کی د عراق استازی، د عراق په چارو کی د ترکیې او عربستان د دخالتونو په تشریح کولو سره، له امنیت شورا څخه وغوښتل، چی د ټروریزم سره د مبارزې طرحې په چوکاټ کی، د داعش له ترهه ګرې ډلې څخه د مالی ملاتړ د بندولو لپاره، د ریاض او انقرې په باره کی؛ بین المللی پریکړه لیکونه اجرا کړی.

په عراق کی له تکفیری ترهه ګرو څخه د سعودی او ترکیې په ملاتړونو باندی د بغداد اعتراض پداسی حال کی دئ، چی د سعودی لوړ پوړو مسؤولانو له دوه کاله مخکی څخه، پسله هغه چی د عراق خاورې پراخې برخې د داعش ترهه ګرو په ولکه کی ورغللې، په ډاګه له دغې ډلې څخه خپل ملاتړ اعلان کړئ ؤ.

دعراق په شمال کی د ترکیې پوځیانو غیر قانونی شتون، د ترکیې له لارې نړیوالو بازارونو ته، د عراق د نیول شویو سیمو د تیلو د منتقلولو د زمینې چمتو کیدل، په عربستان کی ترهه ګرو ته د پوځی زدې ورکول، او د عراق د خونړیو پیښو په وړاندی، د ریاض چوپه خوله پاتی کیدل، ټول او ټول د عراق په شمول، په سیمه کی، له فعالو ترهه ګرو څخه د ریاض او انقرې د ملاتړ ښودونکی دی.

په حقیقت کی، د ریاض او انقرې دولتونه، د بغداد اعتراضونو؛ او د عراق خارجه وزارت ته د خپلو سفیرانو غوښتلو ته په بی پروایۍ سره، د بغداد په خلاف خپلو غلیمانه تحرکاتو ته دوام ورکوی، چی دغه مسئلې د عراق د مسؤولانو او خلګو قهر پارولئ دئ.

د ریاض او انقرې د ملاتړونو په خلاف، د عراق له اعتراض ډک او نیوکه کونکی دریځونه، پداسی شرایطو کی مطرح کیږی، چی د بی مخینی ترهه ګرو حملو لړۍ، پدی ورځو کی د عربستان، ترکیې او فرانسې هیوادونو ته هم غزوله شوې ده.

دا پداسی حال کی ده، چی د سیمې او نړۍ مسؤولانو؛ شخصیتونو او شناندو په تیرو څو کلونو کی په ځلونو، د دی ټکی په بیانولو سره؛ چی په نړۍ کی د تاوتریخوالی، افراط پالنې او نا امنۍ زیاتیدا، د امریکا د ملاتړونو په سیوری کی، د وهابیت د مفکوری د رائیجولو له لارې ، د سعودیانو د سیاست محصول دئ؛ د ترهه ګرو ډلو ملاتړو هیوادونو ته، د ترهه ګرو ډلو د خطر د نفوذ کولو او رسیدو په باره کی، خبردارئ ورکړئ ؤ.

دغو مسایلو ته په پام سره باید ووایو، د عربستان په شان هیوادونو ماته خوړلئ سیاست، چی د نورو هیوادونو په چارو کی په دخالت کولو، او د هیوادونو په نا امنه کولو باندی ټینګ دئ، باید بدلون وکړی، ځکه چی تر اوسه پوری دغه سیاست؛ نه یواځی د ټروریزم د ملاتړو لپاره هم، اپوټه نتایج لرلی دی، بلکه د یمن؛ عراق او سوریې په شان د هدف وړ هیوادونو د ورانۍ سبب شوی هم دئ.

Add comment


Security code
Refresh