Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
دوشنبه, 18 جولای 2016 17:33

د برجام د یو کلن کیدو په هکله د جرمنی د خارجه وزیر نظر او شننه

د برجام د یو کلن کیدو په هکله د جرمنی د خارجه وزیر نظر او شننه
د جرمنی خارجه وزیر، د دغه هیواد د ټلویژن د دویم چینل سره په مرکه کی، د هغه څه په څیړنې لاس پوری کړ، چی په تیر یو کال کی یی د اټمی موافقې په هکله، بڼه نیولې ده.

فرانک والټر اشټاین مایر، د دغې مرکې په یوه برخه کی وویل: هغه څه چی ایرانیان باید ورته پاملرنه وکړی، دا دی چی په یوه شپه نشی کیدای، له لاسه تللئ اعتبار، یو ځلې بیا تر لاسه شی؛ ځکه نو یوڅه وخت ته اړتیا شته.

اشتاین مایر پخپلو ویناؤو کی؛ د برجام د بحثونو ترڅنګ، د ایران توغندویی پروګرام ته هم، اشاره وکړه، او ویی ویل: له ایران سره اټمی موافقه، د ایران معمولی توغندویی پروګرام ته اشاره او استناد نه کوی؛ سره له دې حاله، موږ تل د ایران په توغندویی آزموینو او پراختیا باندی نیوکه کړې، او اعلان مو کړئ؛ چی پدې توګه نشی کیدای یو ځلې بیا اعتماد را منځته شی.

ایران د برجام له اجرا کیدو وروسته، د جرمنی په شمول له اروپایی هیوادونو سره، یو لړ مهم بحثونه پیل کړی دی. له همدې کبله، له برجام وروسته د همکارۍ په ډګر کی د ایران او اروپا ډیپلماسې، یواځی په اقتصادی او سوداګریزو موافقو پوری محدوده نه ده؛ بلکه د همکاریو پراختیا، د اعتماد رامنځته کولو په اساس ده. حاضر دمه، د اټمی موضوع په اړه، د اټمی انرجۍ نړیوال آژانس، اعلان کړئ چی ایران؛ د دغې موافقې په هکله، پخپلو ټولو ژمنو باندی عمل کړئ دئ. مګر هغه دریځونه چی د اروپا اتحادیی، او همداراز د ناټو د وروستی کنفرانس له خوا، غوره شول؛ د یو ډول بی اعتمادۍ بیانونکی دی؛ چی د ایران د توغندویی پروګرام په پلمه مطرح کیږی، او همدغه منفی نظر او لید، په یو ډول له اټمی موضوع او برجام سره تړاو ورکول کیږی.

پداسی حال کی، چی د ایرن توغندویی توانمنۍ یواځی د مروجو او معمولی پروګرامونو په چوکاټ کی دی، او د هغه څه په خلاف چی ادعا یی کیږی، د ایران بالستیک توغندی، د اټمی خولۍ د وړلو لپاره، طراحی شوی نه دی.

د دی په ترځ کی؛ چی د ایران توغندویی پروګرام، له برجام او اټمی مذاکرو سره هیڅ ډول تناقض نه لری، د امنیت شورا پریکړه لیک هم نه نقضوی. د جرمنی خارجه وزیرهم، په یوه مرکه کی اشاره وکړه؛ چی هغه څه چی د ایران له توغندویی پروګرام څخه د اندیښنې په نامه مطرح کیږی؛ له اټمی موافقې سره کومه رابطه نه لری. سره له دې حاله، پدې زمینه کی د اروپا او امریکا دریځونه، په یو ډول د هغو فضا جوړونو دوام دئ، چی له برجام وروسته یی، د ایران په ضد د دباؤونو او ناوړه تبلیغاتو د ادامې په منظور، بڼه نیولې ده.

د جرمنې صدراعظمې«انګلا مرکل» له دې وړاندی، د جولای په ۷ مه نیټه په یو لړ څرګندونو کی، ادعا کړې وه چی؛ ایران د ملګرو ملتو د امنیت شورا پریکړه لیک ته په بی پروایۍ سره، هماغه راز د منځنی واټن ویشتونکو توغندویو د جوړولو او پراختیا په لټه کی دئ. پداسی حال کی چی ایران د خپل دفاعی پروګرام او پروسې په چوکاټ کی، د هر خپلواک هیواد په شان دا حق لری، چی له ګواښونو سره سم، اغیزمن اقدامونه او پلانونه طراحی او اجرا کړی. په ایران کی د ډول ډول بالستیک توغندویو جوړول هم، د همدی کلی اصل په اساس دی.

مګر امریکائیانو، له ډیرې پخوا مودې څخه، د اټمی خبرو اترو سره جوخت، داسی یوه طرح تعقیبه کړې ده، چی هدف یی؛ له برجام وروسته د ایران د دفاعی قدرت کمزوری کول دی. تیره اونۍ هم د امریکا کنګرې د همدې مسئلې په شمول، دری مصوبې درلودلې؛ چی د برجام له متن او روح سره مخالفی دی.

دغه دریځونه؛ چی د ناټو او اروپا اتحادیې له خوا تکراریږی، ښیې چی هدف، د ایران په خلاف د دباؤ زیاتیدل دی. دغه هدف د امریکا او اروپا له خوا، په هرې طریقې سره تعقیبیږی؛ د هغوی پلمه یوه ورځ، توغندویی مسئله؛ او بله ورخ د ټروریزم او یا د بشری حقوقو مسئله یادیږی، چی په هر دری واړه مورودونو کی، پخپله د هغوی کړچار، له هغه څه سره چی ادعا یی کوی، تناقض لری. له ټرویزم څخه په ملاتړکی؛ د اټمی وسلو د نوی نسل د جوړولو په شمول، د غیر معمولی وسلو په تولید او پراختیا، او همداراز د بشری حقوقو په بحث کی، د هغوی اقدامات د دفاع وړتیا نه لری، مګرله همدغو مسایلو څخه؛ د یوې مسئلې په توګه، د ایران په خلاف د دباؤ زیاتولو لپاره، استفاده کیږی.

Add comment


Security code
Refresh