Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 19 جولای 2016 17:38

د برجام په باره کی د ملګرو ملتو د سرمنشی راپور

د برجام په باره کی د ملګرو ملتو  د سرمنشی  راپور
«ایران؛ د اټمی موافقې او د برجام د موادو په چوکاټ کی، پخپلو ټولو ژمنو باندی عمل کړئ دئ»

په سیاسی چارو کی د ملګرو ملتو د سرمنشی مرستیال، جفری فلټمن، پرون د نه پراختیا د مسئلې په باره کی د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کی، پر دغې موضوع باندی په ټینګار سره وویل: یو کال وړاندی د امنیت شورا، ۲۲۳۱ پریکړه لیک تصویب کړ؛ چی په ترځ کی یی د ایران د اټمی مسئلې په باره کی، د ګډ اقدام جامع پروګرام تائید شو. ۲۲۳۱ پریکړه لیک، د امنیت له شورا سره د ایران د مناسباتو د نوی فصل د پیلیدو بیانونکئ ؤ.

د ملګرو ملتو د سرمنشی مرستیال، پدغه راپور کی، پر ۲۲۳۱ پریکړه لیک باندی د ایران په پایبندۍ باندی ټینګار وکړ؛ خو دغه راپورد مثبتو ټکیو د لرلو ترڅنګ، منفی ټکی هم لری. د راپور په یوه برخه کی، د ایران د دفاعی توان، او د بالسټیک توغندویو د آزموینو په باره کی، پوچې ادعاوی، مطرح شوی؛ چی په اساسی توګه، د برجام او اټمی موافقې سره هیڅ تړاو نه لری.

فلټمن د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کی وویل: د وسلو په منتقلولو او د بالسټیک توغندویو په آزموینو پوری مربوطی چارې باید، لا زیاتی وڅیړلې شی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند، بهرام قاسمی وویل: دغه راپور؛ د ملګرو ملتو پر دارالانشا باندی د امریکا تر څرګند دباؤ لاندی تنظیم شوئ، او په هغه کی، د ایران د اسلامی جمهوریت په خلاف مطرح شوی تورونه، بی اساس او پوچ دی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند څرګنده کړه: د سرمنشی راپور، د برجام په وړاندی پخپلو ژمنو باندی په عمل کی، د امریکا او لویدیځو لورو بی پامیو او نه عمل کولو ته اشاره کړې ده، چی یو مثبت ګام دئ، مګر داچی دغه راپور، له دغو مواردو څخه په آسانۍ سره تیر شوئ دئ، او پخپلو ژمنو باندی د پایبندۍ لپاره یی، د ۵+۱ ډلې له غړیوڅخه د غوښتنې له کولو څخه ځان ایستلئ، یوه  د خواشینۍ وړ مسئله ده.

قاسمی، دغه راپور د برجام د روح، او حتی د ۲۲۳۱ پریکړه لیک په خلاف وباله، او هغه نا انډول او جانبدارانه وګانه.

د برجام اجرایی پروسې ته یوه کتنه، د دی واقعیت ښودونکې ده، چی  ایران؛ په اټمی موافقه کی ، د سانټریفیوژونو له کمولو څخه نیولی، د درنو اوبو او د یورانیمو د پخو شویو موادو تر لږولو پوری، پخپلو ټولو ژمنو باندی عمل کړئ دئ. لکه څنګه چی نن ورځ، د موافقې د اجرا کیدو له ورځې څخه، د شپږو میاشتو له تیریدو وروسته، د ملګرو ملتو سرمنشی، پخپلو اټمی ژمنو باندی د عمل کولو په خاطر، چی د اټمی انرجۍ د بین المللی آژانس د رښتیا آزموینې وړ ګرځیدلئ دئ، د ایران ستاینه کوی. مګر د مقابلو لورو، په تیره بیا د امریکا له خوا، وعده خلافې بڼه نیولې ده.

نړیواله ټولنه انتظار لری، د ملګرو ملتو سرمنشی؛ د برجام په زمینه کی، پخپلو ژمنو باندی په عمل کی، د امریکا او د ۵+۱ ډلې د یو شمیر نورو غړیو د بی پامۍ موردونه، چی د زیاترو هیوادونو د تائید وړ دی، په ډاګه او څرګنده توګه، خپاره کړی.

برجام په حقیقت کی پخپلو ژمنو باندی په پایبندۍ کی، د ټولو اړخونو د سیاسی ارادې، او اوږده هڅې محصول دئ. د ایران اسلامی جمهوریت پدی لیدتوګې سره، پخپلو ژمنو باندی وفاداره ؤو، او پایبند به وی؛ سره له دې حاله، ایران باوری دئ چی د دغې لاسته راوړنې څخه ساتنه کول، پخپلو ژمنو باندی د ټولو اړخونو د صادقانه اقدام او د بشپړ او مناسب عمل کولو، په ګرو کی دی. د ایران اسلامی جمهوریت، ډاګینه کړې ده، د مقابلو لورو د نه پایبندۍ په صورت کی به، متقابل ضروری اقدام به سرته ورسوی.

هماغه ډول چی د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویاند، ټینګار وکړ: د ایران بالسټیک توغندی، پدی دلیل چی د اټمی خولۍ د وړلو لپاره طراحې او جوړ شوی نه دی، په هیڅ توګه؛ د ۲۲۳۱ پریکړه لیک په صلاحیت کی نه شی راتلای، او له دې کبله د ایران اسلامی جمهوریت، هیچا ته اجازه نه ورکوی، چی حتی د دغه هیواد د دفاعی سیسټم په هکله نظر څرګندونه وکړی.

هغه څه چی د ملګرو ملتو د سرمنشی په راپور کی، د ایران د توغندویی آزموینو څخه د اندیښنې تر عنوان لاندی مطرح شوی دی، په حقیقت کی یو له غرض څخه ډک او جانبدارانه اقدام دئ، چی د امریکا له خوا د اعلان شویو معیارونو په استناد، او پدې باره کی د سرمنشی د ا ختیاراتو څخه د بهرو اصولو په اساس، او ټولو قوانینو ته په بی پامۍ سره، مطرح شوئ دئ. دغه روده، په اټمی موافقه او برجام کی د لیکل شویو اصولو په خلاف ده، او پر دغې رودې او بهیر باندی ټینګار به، د هیڅ لوری او د نړیوالی  ټولنې په ګټه نه وی.

  

Add comment


Security code
Refresh