Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 20 جولای 2016 16:07

په افغانستان کښې د امریکې نوې فوځی پالېسی

په افغانستان کښې د امریکې نوې فوځی پالېسی
په افغانستان کښې د پرتو امریکې او نېټو د فوځیانو قوماندان جنرل جان نېکلسن وویل، د طالب ډلې د لوړ رتبه قوماندانانو هدف ګرځول په افغانستان کښې د امریکې او نېټو د ځواکونو له نویو دندو څخه دی.

د نېکلسن د وېنا له مخې له افغان ځواکونو سره ملګرتیا او د طالب ډلې او نورو ترهه ګرو په خلاف د هوائی حملو زیاتول په افغانستان کښې د پرتو بهرنیو فوځیانو ځینې نورې دندې دی. نېکلسن په داسې حال کښې په افغانستان کښې له طالب ډلې سره د مقابلې لپاره د امریکې د نوې پالېسۍ په اړه خبره وکړه چې د امریکې چارواکو ویلی وو چې د افغانستان د سولې په خبرو اترو کښې ګډون ته د طالب ځواکونو د هڅولو لپاره به بهرنی ځواکونه په دغه ډله حملې ونکړی. د امریکې او نېټو د ځواکونو د امریکائی فوځی قوماندانانو د وېنا له مخې هغوی به د داعش ترهه ګرې ډلې ځپلو ته مخه کړی. نو له دې امله له طالب ډلې سره د مقابلې لپاره د امریکائۍ ځواکونو د نوی پروګرام اعلان له څو اړخونو جاجول کېدې شی. وړومبې دا چې افغان ولسمشر اشرف غنی په وروستیو وختونو کښې له طالب ډلې سره د خبرو اترو بندول اعلان کړل او له دغې ډلې سره یې د جنګ حکم صادر کړ. د اشرف غنی د وېنا له مخې طالب ډلې د افغان حکومت هیڅ سوله غوښتونکی پېغام ته مثبت ځواب ورنکړ او هم هغه شان په جنګ باندې ټینګار کوی، نو ځکه افغان ځواکونه به هم له هغوی سره په پوره توان سره وجنګیږی. د افغانستان د حکومت چارواکو په افغانستان کښې د طالب ډلې سختو حملو په وړاندې د امریکې په چپتیا سخته نیوکه وکړه او له واشنګټنه یې وغوښتل چې د امنیتی تړون په چوکاټ کښې دې په خپلو ژمنو پابند اوسی. له طالب ډلې سره د جنګ لپاره د امریکې او نېټو د سیاست دویم دلیل په افغانستان کښې د خپل شتون د دوام توجیهول دی. امریکې ویلی وو  چې خپل ځواکونه د دوه زره شپاړسم کال تر آخره پورې له افغانستانه وباسی خو د طالب او داعش ترهه ګرې ډلې د تشدد د زیاتېدو په بهانه د خپلو فوځی ځواکونو له زیاتولو نه علاوه یې وویل  چې د ترهه ګرو په خلاف د افغانستان په فوځی عملیاتو کښې به هم بهرنی ځواکونه ګډون وکړی. له طالب ډلې سره جنګ ته د امریکې د دانګلو دریم دلیل کېدې شی له افغان حکومت سره د سولې لپاره د دغې ډلې د مجبورولو یا  د دغې ډلې د حملو د سختۍ د کمولو لپاره کوشش وی. که څه هم په دې اړه یو لړ شکونه موجود دی خو په افغانستان کښې  د طالب ډلې د حملو سختوالے د دې سبب شوے دے چې په دغه هېواد کښې د امریکې او نېټو د ځواکونو د شتون او چلندپه څه رنګوالی باندې نیوکې زیاتې شی. ځکه چې د امریکې لخوا په افغانستان کښې د مهمې فوځی اډې په اختیار کې لرلو سره دغه هېواد د طالب او داعش ډلو د جنګ په مېدان بدل شوے دے او دا موضوع د امریکې د سیاستونو موضوع د نړۍ د عامه افکارو په تېره بیا د امریکې په دننه کښې له پوښتنې سره مخامخوی. خو په افغانستان کښې د سیاسی او امنیتی ټولنو له نظره  په افغانستان کښې د فوځی ځواکونو زیاتېدل او د امریکې او نېټو د فوځی پالېسیو بدلېدل نه یوازې په افغانستان کښې د ناامنۍ له بحران سره مرسته نه کوی بلکه د طالب ډلې لپاره یو لازمی فرصت او بهانه رامنځته کوی چې د نیواکګرو تر وتلو پورې د جنګ نغارې وغږوی. له دې امله د افغانستان فوځی ځواکونه په دې باوری دی په داسې صورت چې امریکه ،نېټو او نور هېوادونه د افغانستان د فوځی ځواکونو  په تېره بیا د هوائی ځواک له پیاوړتیا سره مرسته وکړی د دغه هېواد فوځ به له تشدد پالو او ترهه ګرو سره د مقابلې لپاره ضروری توانمنی ولری. دا په دې معنا دی چې امریکه په افغانستان کښې د خپلې فوځی پالېسی او پروګرامونو په اعلانولو سره یوازې په دغه هېواد کښې د تاوتریخوالو او ناارامیو له زیاتېدو سره مرسته کوی.

---------

Add comment


Security code
Refresh