Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 21 جولای 2016 17:00

د اسلامی هیوادونو ترمنځ د حج ډیپلماسۍ د پیاوړې کیدا ضرورت

 د اسلامی هیوادونو ترمنځ د حج  ډیپلماسۍ د پیاوړې  کیدا ضرورت
د ایران د حج او زیارت په چارو کی د ولی فقیه استازی، د ټولو اسلامی هیوادونو ترمنځ، د حج ډیپلماسۍ د ادامې او پیاوړتیا په ضرورت ټینګار وکړ.

د ایران د حج او زیارت په چارو کی د ولی فقیه استازی، حجت الاسلام والمسلمین«سید علی قاضی عسګر» چی پاکستان ته یی سفر کړئ، پرون د دغه هیواد د مذهبی چارو د وزیر سردار«محمد یوسف» سره په کتنه کی وویل: هغو ترخو پیښو ته په پام سره، چی تیر کال د حج په موسم کی په عربستان کی رامنځته شوې، پدې حوزه کی د هیوادونو ترمنځ د همکاری او غږملتیا، او د تجربو د مبادلې ضرورت، له پخوا څخه په زیاته اندازه احساسیږی.

حجت الاسلام والمسلمین«قاضی عسګر»، د مقدسو ځایونو د زیارت کولو، او یا عتبات عالیات ته د تلو په منظور، ایران ته د پاکستان د زیات شمیر مسلمانو خلګو سفر کولو ته په اشارې سره، د پاکستانی زیارت کونکو د سفر د آسانۍ په موخه، د دؤو هیوادونو ترمنځ د همکاریو په پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د ایران د حج په چارو کی د ولی فقیه استازی، همداراز له  اسلام څخه د ویرونې د موضوع یادونه وکړه، او په نړۍ کی له اسلام څخه د ویرونې د څپې په زیاتولو، او هغې ته په لمن وهلو کی، د یو شمیر دولتونو او قدرتونو له هلو ځلو څخه د خواشینۍ په ښودلو سره، له دغې ښکارندې سره د مقابلې په باره کی، د پاکستان د مذهبې چارو د وزیر سره خبرې اترې وکړې.

د پاکستان د مذهبی چارو وزیر هم، د ایران او پاکستان اړیکې ډیرې دوستانه وبللې، او ویی ویل: د حج مراسم، د اسلامی امت د اتحاد سمبول دئ، او پاکستان د دغه وحدت او یووالی د تقویې لپاره، له ایران سره د همکاریو پراختیا ته چمتو دئ.

د ایران د حج په چارو کی د ولی فقیه استازی، همداراز د پاکستان د مختلفو ډلو او ګوندونو د یو شمیر سیاسی شخصیتونو سره په کتنه کی وویل: د ایران خلګو او مسؤولانو، تل له پاکستان سره د ایران د اړیکو او مناسباتو په پیاوړتیا باندی، ټینګار لرلئ دئ.

حجت الاسلام والمسلمین«قاضی عسګر» د ایران او عربستان ترمنځ د مسایلو او ستونځو، او د حج د مسئلې په تشریح کولو سره، زیاته کړه: ایران پدی لټه کی ؤ، چی د ایران او عربستان ترمنځ لانجه په خبرو اترو سره هواره کړی، مګر عربستان ونه منل.

د تیر کال د حج په مراسمو کی، رامنځته شویو مسایلو ته په پام سره، سعودی مسؤولان، د سیاسی مسایلو له کبله؛ سږکال د وحې ټاټوبې ته د ایرانی زیارت کونکو د ورتلو په وړاندی خنډ شوی دی.

د تیر کال، د تمتع حج په مراسمو کی، د آل سعود د بی کفایتۍ او نالایقۍ له کبله، د لوی اختر په ورځ؛ د ۴۶۱ ایرانیو حاجیانو په شمول، د بیت الله الحرام د زیارت کونکو په زرګونه کسانو، د رمې جمرات د لارې د بندیدو له کبله، خپل ځانونه له لاسه ورکړل.

د سعودی دولت، د منا او مکې مکرمې په ناورین کی د خدای د کور د زرګونو زیارت کونکو له شهیدانیدلو څخه د یو کال د تیریدو با وجود، سره له دې چی یی یو لړ وعدې ورکړې وې؛ تر اوسه یی د دغې درناکې فاجعې په هکله، اسلامی هیوادونو ته هیڅ توضیح نده وړاندی کړی.

سعودیان همداراز، د بیت الله الحرام د حاجیانو او د نبوی حرم د زیارت کونکو دځان؛ مال؛ او ناموس د امنیت په برابرولو کی، حقوقی؛ نړیوال او اسلامی مسؤولیتونه، نه قبلوی.

پداسی حال کی چی، د سعودی دولت ژمنه کړې وه، د منا فاجعې په هکله یو حقیقت موندونکې کمیټه وټاکی؛ او ټاکل شوې وه دغه کمیټه، یاده موضوع او پیښه وڅیړې، او اسلامی هیوادونو ته یی راپور ورکړی.

عربستان؛ د داخلی؛ حقوقی، بین المللی او اسلامی قوانینو په اساس، دنده لری، چی د وژل شویو کسانو دیه  ورکړی.    

  

Add comment


Security code
Refresh