Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
جمعه, 22 جولای 2016 05:28

بحرین د اسلامی ایران پرضد تبلیغاتو ته دوام ورکړی .

بحرین د اسلامی ایران پرضد تبلیغاتو ته دوام ورکړی .
زمونږخبریال وایی دبحرین د فرمایشی پارلمان یوه(۱) غړی دیاب النعیمی دهیواد دسیاسی فعالانو او خلکو پرضد د ال خلیفه رژیم له ځپونکو اقداماتو د خلکو د پام بلې خواته د اړولو په هدف سره ایران دبحرین په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې تورن کړ . دبحرین دفرمایشی پارلمان دخارجی چارو او دامنیت دکمیټۍ غړی دیاب النعیمی ادعا وکړه چې ایران دعربو هیوادونو په تیره بیا دبحرین په کورنیو چارو کښې لاسوهنه کوی .

دبحرین دفرمایشی پارلمان دخارجی چارو او دامنیت دکمیټۍ غړی دیاب النعیمی ادعا وکړه چې ایران دعربو هیوادونو په تیره بیا دبحرین په کورنیو چارو کښې لاسوهنه کوی .

النعیمی د متحده عربی اماراتو له البیان ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل ایران دعربو هیوادونو په چارو کښې لاسوهنه کوی او په همدې دلیل دفارس خلیج دملګرتیا دشورا غړی هیوادونه باید دایران پرضد له یوبل سره ملګرتیا وکړی .

دبحرین دکورنیو چارو وزارت هم څه موده مخکې په چټی ادعا سره ایران په خپلو کورنیو چارو کښې په لاسوهنې تورن کړی وو .

د ایران پرضد دعربو هیوادونو ددغه چټی ادعامطرح کیدا په داسې حال کښې ده  چې دایران داسلامی جمهوریت چارواکو په ځلونو ټینګار کړی دی دبحرین په کورنیو چارو کښې لاسوهنه نه کوی او ال خلیفه رژیم دخلکو دځپلو دسختولو او په هیواد کښې له موجود حقیقت څخه دتښتې لپاره دایران پرضد بې اساسه ادعاګانې کوی .

داپه داسې حال کښې دی چې دامریکا او انګلستان خارجه وزارتونو چې د بحرین نږدې دوستان ګڼل کیږی تیره اونۍ دجلا جلا بیانیو په خپرولو سره د ال خلیفه رژیم په ځپنو نیوکې سره ددغه سیاست په باره کښې دبحرین حکومت ته خبرداری ورکړی وو .

دبحرین ال خلیفه دیکتاتور رژیم د ۲۰۱۱ میلادی کال له فرورۍ میاشت راهسې د حکومت  د بې عدالتۍ او توپیر پرضد د خلکو د صلح ایز پاڅون په ځپلو سره ګڼ شمیر اعتراض کونکی وژلی ، نیولی او یا یې تابعیت لغوه کړی چې دغه سیاست  دنړیوالې ټولنې له اعتراض سره مخ شوی .

په بحرین کښې ټولې حکومتی ادارې د ال خلیفه کورنۍ په لاس کښې دی په دې ډول چې ټولې ادارې او وزارتونه ددغه کورنۍ په کنټرول او واک کښې دی .

Add comment


Security code
Refresh