Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
شنبه, 23 جولای 2016 16:26

په پاکستان کی د شیعیانو مظاهرې

 په پاکستان کی د شیعیانو  مظاهرې
د پاکستان په زرګونو خلګو، د دغه هیواد د شیعه مسلمانانو د وژلې، او د دغو وژلو له عواملو سره د پاکستان د دولت د نه مقابلې او برخورد په اعتراض کی، د یاد هیواد په مختلفو ښارونو کی، اعتراضی غونډې وکړې.

د اسلام آباد؛ کراچی؛ لاهور؛ حیدر آباد؛ فیصل آباد، ګجرات او نورو ښارونو په شان، د پاکستان د مختلفو ښارونو خلګو، د مجلس وحدت مسلمین ګوند د عمومی منشی«راجا ناصر عباس جعفری» د لوږ تړ د ۷۰ مې ورځې سره په یو وخت، له هغه څخه په ملاتړ کی غونډې وکړې.

اعتراض کونکو د پلاکارډونو په وړلو سره، د پاکستان د شیعیانو مشکلاتو ته  د دغه هیواد د دولت د پاملرنې غوښتنه وکړه، او د شیعه مسلمانانو په خلاف یی، د تکفیری ډلو او د آل سعود رژیم، اقدامات وغندل.

د مجلس وحدت مسلمین ګوند عمومی منشی، علامه«راجا ناصرعباس جعفری» په پاکستان کی د شیعیانو د هدفمن او پلان شوې وژلې  په اعتراض کی، لوږ تړ کړئ، او تر اوسه پوری سیاسی او مذهبی ډلو، د هغه له دغه اقدام څخه ملاتړ کړئ دئ. مګر د پاکستان دولت او پوځ، تر اوسه پوری نه یواځی د پاکستان د شیعه مسلمانانو د امنیت د برابرولو لپاره،  د علامه«راجا ناصرعباس جعفری» غوښتنې ته، مثبت ځواب نه دئ ورکړئ، بلکه د سیاسی او مذهبی ټولنو په باور، د پاکستان دولتی مقامونه او پوځی قوماندانان، دا شان کړچار کوی چی ګواګی علامه جعفری نه وینی.

د سیاسی شناندو په اند، د لښکر جهنګوی او سپاه صحابه په شان، ترهه ګر او فرقه پالی ډلې، هماغه راز د وهابیانو په ملاتړ، او د پاکستان د دولت او پوځ د بی پامۍ په سیوری کی، د شیعه مسلمانانو هدفمنو او سنجول شویو وژلو ته دوام ورکوی. په پاکستان کی ډاکتران؛ وکیلان؛ دینی عالمان، او د شیعه ټولنې مختلفې پرګنې، د پخوا په شان د ترهه ګرو ډلو ترحملی لاندی نیول کیږی، او دا پداسی حال کی ده؛ چی د اسلام آباد دولت د پاکستان په مختلفو سیمو کی د طالبانو د تاوتریخجنو اقدادماتو د کنټرولولو لپاره، کوم جدی اقدام سرته نه رسوی. په سوریه او عراق کی د داعش ترهه ګرې او تکفیری ډلې، له سترې ماتې وروسته؛ د آل سعود رژیم او وهابیت، په پاکستان کی د فرقه پالنې په سختولو سره، پر شیعیانو باندی ترهه ګرې حملی کوی. دا پداسی حال کی ده؛ چی له هرې فرقې، مذهب او قوم څخه د پاکستان خلګو تل، سوله ایز ژوند لرلئ دئ، او د دغه هیواد خلګ، تل د محرم د دستورو په شمول، د شیعیانو مذهبی مراسمو ته احترام قایل دی، او د عاشورا په ورځ اهل سنت، د شیعیانو په ملګرتیا، د حضرت امام حسین ع، د شهادت په خاطر ماتم او عزادارې کوی. پدی اساس، په پاکستان کی د شیعه مسلمانانو په ضد، ترهه ګر او تاوتریخجن اقدامات، وارداتی مسئله ده، چی وهابیان د پاکستان په دینی مدرسوکی، تر خپل ملاتړ لاندی دینی مدرسو کی، هغې ته لمن وهی او رواجوی.

د پاکستان خلګ، انتظار لری چی د دغه هیواد دولت؛ د لازمو اقداماتو او تابیو په غوره کولو سره، په پاکستان کی د وهابیانو له فعالیت او هڅې څخه مخنیوئ وکړی، او له ترهه ګرو او تاوتریخوالی غوښتونکو کسانو سره، د قضایی برخورد په کولو سره، دغه هیواد ته آرامتیا او امنیت ور وګرځوی. په پاکستان کی د سیاسی او مذهبی ټولنو له نظره، پدغه هیواد کی وهابیان او د آل سعود رژیم، له دغه هیواد څخه؛ د افراط پالنې د رواجولو، او د ترهه ګرو او فرقه پالو ډلو د ځواکونو د برابرولو لپاره، د یوې اډې په توګه استفاده کوی.

په همدی دلیل، د نړیوالو ټولنو د راپور په اساس، په پاکستان کی زیاتره دینی مدرسې، چی څه د پاسه ۲۰ زره مدرسې دی، د عربستان او وهابیانو د افراط پالو او ترهه ګرو غوښتنو د پوره کولو په زمینه کی فعالیت کوی، چی د پاکستان امنیت او د دغه هیواد د ښاریزو ځانونه هم، د آل سعود تر تمو او غوښتنو قربانی کیږی.

  

Add comment


Security code
Refresh