Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
دوشنبه, 25 جولای 2016 17:13

د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې کاربندیز هم هغه شان دوام لری

د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې کاربندیز هم هغه شان دوام لری
د هند ترکنټرول لاندې د کشمیر خلقو نن هم د هند امنیتی ځواکونو په حملو کښې د دغې سیمې د خلقو په قتل عام او کشمیر ته دهند د کورنیو چارو د وزیر په سفر باندې په اعتراض کښې اعتصاب وکړ.

د سحر ټیلی ویژن چېنل د رپوټ له مخې د هند ترکنټرول لاندې دکشمیر د خلقو په کاربندیز سره د دغې سېمې د زدکړې او سوداګرۍ ټول مرکزونه او بازارونه پرون او نن تړل شوی وو.

د کشمیر د خلقو او د هند د امنیتی ځواکونو ترمېنځ په خونړیو نښتو کښې په تېرو دوو هفتو کښې له پنځوسو زیات کسان وژل شوی او تر درې نیمو سوو پورې ژوبل شوی دی.

--------

Add comment


Security code
Refresh