Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
دوشنبه, 25 جولای 2016 17:51

د اټمی انرجۍ په نړیوال آژانس کی د پټو اطلاعاتو د مطرح کیدو په وړاندی د ایران اعتراض

د اټمی انرجۍ په نړیوال آژانس کی  د پټو اطلاعاتو د مطرح کیدو   په وړاندی د ایران  اعتراض
د ایران د اټمی پټو اطلاعاتو د مطرح کیدو په وړاندی، د ایران د اسلامی جمهوریت د اعتراض رسمی لیک، نن په ویانا کی د ایران د دائیمی نمایندګۍ په وسیله، د اټمی نړیوال آژانس ته وړاندی شو.

د ایران د اټمی انرجۍ سازمان ویاند، بهروز کمالوندی، پرون  د راډیو ټلویژن د خبری آژانس له خبریال سره په ځانګړې مرکه کی، د دغه خبر به اعلانولو سره وویل: څو ورځی وړاندی آسوشیتد پرس، یو مطلب وړاندی کړ، چی ویی ښودل د ایران د یورانیمو د پخولو، او د اټمی پروګرام د پراختیا طرحې د اوږدې مودې د پروګرام، ځینی برخې، چی له دې وړاندی آژانس ته سپارلی شوی وې، په هغه راپور کی راغلی دی.

کمالوندی وویل: البته ټول سند ندئ بهر شوئ، مګر د هغه ځینی برخې خپرې شوې، چی پدې موضوع کی څو ټکی اهمیت لری؛ لمړئ د مختلفو هیوادونو له هغو پټو اسنادو څخه ساتنه ده، چی آژانس ته سپارل کیږی، او انتظار کیږی، له هغو څخه په ښه توګه ساتنه وشی.

کمالوندی زیاته کړه: البته، دا یو سند دئ، چی آژانس ته سپارل شوئ، او د ایران په فعالیتونو پوری مربوط دئ، او البته دا یواځی په ایران پوری محدود نه دئ، بلکه نور غړی هیوادونه هم پکی شاملیږی.

کمالوندی، د دغې موضوع په تحلیل کی؛ یو بل ټکی ته هم اشاره وکړه، او ویی ویل: یو شمیر کسان باوری دی؛ چی د برجام په پروسه او نتیجه کی، د امریکا دولت او اروپایی دولتونه بایلونکی ؤو، او د دغې موضوع د ثابتولو لپاره؛ د داسی مدارکو د پیداکولو په لټه کی شول، چی ووایی: د برجام له اجرا څخه، له لسم کال وروسته، د ایران ظرفیت زیاتوالئ مومی، او په پنځلسم کال کی عملاً لوړ صنعتی ظرفیت ته رسیږی.

حتی پداشان یوې فرضیې سره باید ووایو، چی دغه پیښه، له انتظار څخه لیری او یا غیرمعمول کار نه دئ، ځکه چی له پیل څخه ټاکل شوې وه، چی ایران؛ په اوږده موده کی، د اټمی فعالیت په زمینه کی، صنعتی کچې ته ورسیږی؛ او دا د اټمی موافقې یوه برخه ده؛ پدی اساس، دغه سند که افشا شی، د ایران لپاره یو ویاړ دئ، او څرګندوی چی برجام په کومې طریقې سره د اجرا او تعقیبیدو په حال کی دئ. کمالوندی ټینګار وکړ: سره له دې حاله؛ د دې مسئلې په جزئیاتو کی داسی اطلاعات شته دی، چی باید افشا نه شی. ځکه چی که؛ د پټو اطلاعاتو او اسنادو افشا کیدل، رائیج شی، نور پټ اسناد هم شته دی، چی خپریدل یی له فنی او امنیتی نظره، مصلحت نه دئ، او باید د دغې رودې مخه ونیوله شی.

اصل، د اسنادو پټ پاتی کیدل دی. په نړیوالو ارګانونو او سازمانونو کی، په هیوادونو پوری مربوط پټ اسناد او اطلاعات باید، خوندی وساتل شی. دغه کمزورتیا له دې وړاندی هم، په آژانس کی لیدله شوې ده، او کوم ضمانت وجود نه لری، چی پټ اسناد او اطلاعات بیا هم، افشا نه شی.

په هغې موافقه کی، چی نږدی یو کال وړاندی؛ د برجام سره په یو وخت، د ایران د اټمی انرجۍ د سازمان د رئیس، صالحی، او د آژانس د لوی مدیر، آمانو، په ګډه بیانیه کی، خپره شوه؛ د آژانس په واک کی د اسنادو د پټ پاتی کیدو، په اهمیت باندی ټینګار شوئ دئ.

په هر حال، آژانس د اساسنامې له نظره یولړ دندې لری، او د هغه تړون په اساس، چی له هیوادونو سره لاسلیکوی، د هغوی د پټو اسنادو او اطلاعاتو د ساتنې په هکله، ژمنه کوی. له دې رویه آژانس داسی یو مسؤلیت لری، چی د کار د چوکاټ په توګه باید رعایت شی.

هغه څه چی اوس د خواشینۍ سبب دی، پټو او کارپیژندونکو اطلاعاتو ته، د مختلفو کارپیژاندو د لاسرسۍ روشونه دی، چی کله  کله ممکنه ده د موضوعګانو سره ارتباط ونه لری. ځکه نو داسی بریښی، چی دغه روش او روده؛ یو ځلې بیا کتنې ته اړتیا لری. ایران، د اټمی انرجۍ نړیوال آژانس ته د یو ژمن غړی په توګه، د آژانس له مسؤلانو څخه  انتظار لری، چی د پټو اطلاعاتو په ساتنه کی کوښښ او دقت وکړی.

له دې څخه پرته، له آژانس سره  د غړیو هیوادونو هر ډول همکارې به، له شک او شبهې سره مل وی.

دا داسی یوه پیښه ده، چی که د هغې له تکراریدو څخه  د مخنیوی کولو لپاره، مناسبه لاره چاره، ونه سنجوله شی، د آژانس د غړیو اعتماد ته به جدی زیان  ورسوی. پدی اساس، پدې زمینه کی د ایران حساسیت او د مسئلې تعقیبول، د آژانس او د دغه نړیوال ارګان  د ټولو غړیو په ګټه دی.

 
 

Add comment


Security code
Refresh