Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 27 جولای 2016 15:23

د افغانستان په خاوره کی د داعش له نفوذ څخه د مخنیوی لپاره له پاکستان څخه غوښتنه

د افغانستان په خاوره کی د داعش له  نفوذ څخه د مخنیوی لپاره له  پاکستان څخه غوښتنه
د افغانستان د دفاع وزارت یو لوړ پوړی مقام، په کابل کی د پاکستان او ناټو له لوړ پوړی پوځی پلاوی سره په کتنه کی، له پاکستان څخه غوښتی دی، چی افغانستان ته د داعش د غړیو له ورتلو څخه مخنیوئ وکړی.

 د ملی دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په ترځ کی ویلی دی: د افغانستان د ملی دفاع وزارت؛ ناټو او پاکستان دری اړخیزه نوبتی غونډه، پرون د هیواد د دفاع وزارت په ودانۍ کی ترسره شوه.

د افغانستان د دفاع وزارت د عملیاتو مشر، جنرال محمد حبیب حصاری، پدغه غونډه کی له خپل پاکستانی همرتبه څخه غوښتی دی، چی پاکستانی پوځیان؛ د افغانستان خاورې ته د داعش ترهه ګرو، د ورتلو په وړاندی خنډ شی. پدغه خبرپاڼه کی راغلی دی: د دفاع وزارت د عملیاتو رئیس، د داعش د ځپلو لپاره د افغانستان د دولت د اقداماتو په هکله، کافی اطلاعات د پاکستان په واک کی ورکړل، او د داعش ترهه ګرو سره په مبارزه کی، د پاکستان د پوځ د ورته اقداماتو غوښتونکئ شو. د افغانستان د دفاع وزارت زیاته کړې ده، چی جنرال حصاری پاکستانی لوری ته یادونه کړې ده، په اوس حال کی د داعش د ترهه ګرو فعالیتونو مدیریت کول، د لښکر طیبه پاکستانی ډلې د پخوانی مشر، حافظ سعید په غاړه دی. د دغې خبرپاڼې په دوام کی څرګنده شوې ده؛ چی پرون ماپښین د افغانستان د ملی دفاع وزارت، او د پاکستان د پوځ د عملیاتو د مشرانو ترمنځ، دوه اړخیزه غونډه سرته ورسیده، او دواړو لورو د ډیورنډ کرښې په دؤو خواؤو کی د موجود مشکلاتو په باره کی خبرې وکړې.

محمد حبیب حصاری، د پاکستان له خوا د افغانستان په خاورې باندی د بی هدفو ډزو، او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کی د پوځی تاسیساتو د جوړیدو په هکله، چی دافغانستان له دولت سره له مشورې پرته بڼه نیسی؛ د افغانستان جدی اندیښنه د خپل پاکستانی هم رتبه په خبرتیا ورسوله، او د عملیاتو د ریاستونو په کچه د غږملونکو مرکزونو او مستقیمو ټلفونی خبرو له لارې د دغو مسایلو د حلولو غوښتونکئ شو.

د افغانستان د دفاع وزارت، دغې غوښتنې ته د پاکستان د پوځ د عملیاتو د مشرد عکس العمل په باره کی اطلاعات ندی ورکړی. د افغانستان؛ پاکستان او ناټو غونډې، له تیرو ۱۱ ؤ کالو راهیسی، په هرو دریو میاشتو کی یو ځلې ترسره کیږی. په وروستیو میاشتوکی، د هغه څه په دلیل؛ چی د افغانستان دولت له وسله والو مخالفینو څخه، د پاکستان د ملاتړونو دوام، او په افغانستان کی د سولې د برابریدو لپاره، د پاکستانی لوری د صداقت نه لرل، ګنل کیږی؛ له پاکستان سره د افغانستان د دولت اړیکې سړې شوی دی.

دغو چارو ته په پام سره، دا پوښتنه مطرح ده؛ چی دا ډول غونډو، چی له تیرو یوولسو کالو راهیسی، ځینی وختونه په اسلام آباد کی، او کله هم په کابل کی ترسره کیږی، د ټروریزم په له منځه وړلو، او د امنیت په برابرولو کی، څه لاسته راوړنی لرلی دی؟ چی په ځواب کی باید ووایو، دا مسئله ټولو ته معلومه ده؛ چی ټروریزم نه یواځی له منځه ندئ تللئ، بلکه پراختیا یی هم موندلې ده، او په کابل کی د ملګرو ملتو دفتر هم، پدې زمینه کی د یو رپوټ په وړاندی کولو سره، په افغانستان کی د ماشومانو د مرګ ژوبلو او تلفاتو زیاتیدل، ویرونکی او له شرم څخه ډک بللی دی.

پدغه راپورکی؛ چی د ۲۰۱۶ م کال په لمړیو شپږو میاشتو کی، د افغانستان د غیر پوځیانو د مرګ ژوبلو شمیر ښیې، د ځمګنیو نښتو زیاتیدل، د مخالفینو له خوا سترې ځان وژونکی حملې، هوایی بمبارۍ، او د ماینونو چاودنې، د ملکیانو د تلفاتو د زیاتیدو اصلی عوامل بلل شوی دی.

په افغانستان کی د ملګرو ملتو په دفتر کی، د بشری حقوقو د څانګې مشرې، میرمن «دانیل بیل»، د دغه رپوټ د تشریح کولو په وخت کی وویل: چی په تیرو ۷ ؤ کالو کی د غیرپوځیانو تلفات، په بی مخنیې توګه زیات شوی دی.

د دغه راپور سره سم، د ۲۰۱۶ م کال په لمړیو شپږو میاشتو کی، ۱۶۰۱ تنه ملکی کسان وژل، او ۳۵۶۵ تنه ټپیان شوی دی، چی ۱۵۰۹ تنه یی ماشومان دی. پدغه راپور کی همداراز ویل شوی دی؛ په افغانستان کی د جګړې اصلی قربانیان، ښځی او ماشومان دی، چی  شمیره یی له ۲۰۰۹ کال راهیسی، په دوامداره توګه د زیاتیدو په حال کی ده. په تیرو شپږو میاشتو کی، ۳۸۸ ماشومان وژل شوی، او نور ۱۱۲۱ تنه ژوبل شوی دی. سره ښکیلو لورو، د غیرپوځیانو له تلفاتو څخه د مخنیوی کولو په منظور، د خپلو ژمنو با وجود، ندی کړای شوی چی پخپلو ژمنو باندی عمل وکړی.

 زموږ د راډیو خبریال، پدې زمینه کی د کابل د خدمتګزارانو د ارګان د مرستیال، ښاغلی« بشیر احمد بیژن» نظر وغوښت، چی هغه په ځواب کی، د ملګرو ملتو د راپور د ردولو په ضمن کی وویل: د غیر پوځیانو د تلفاتو شمیر، له هغې اندازې څخه لا زیات دئ، چی د ملکی کسانو؛ په تیره بیا د ښځو او ماشومانو د تلفاتو په هکله لیکل شوئ دئ. هغه؛ له ترهه ګرو څخه د پاکستان د پوځ او د استخباراتو د سازمان ملاتړ ته په اشارې سره زیاته کړه: چی د طالبانو؛ داعش او حقانی شبکې په شمول له ترهه ګرو ډلو څخه ملاتړ؛ د امریکا په بشپړې غږملتیا سره بڼه نیسی. د ښاغلی بیژن له قوله، امریکایی ځواکونه، د جګړې او ټروریزم  د ختمولو لپاره، افغانستان ته نه دی راغلی، چی که داسی وای؛ په افغانستان کی جګړې، نه یواځی له ۲۰۰۱ کال څخه ۱۵ کاله وروسته، بلکه له تیرو ۴۰ ؤ کالو څخه دوام نه وای موندلای. د کابل د خدمتګزارانو د ارګان مرستیال، زیاته کړه: په افغانستان کی د سترو قدرتونو نیابتې جګړې او لوبې دوام لری، او له بده مرغه د افغانستان دولت هم، د خپلې نا لیا قتۍ او بی تدبیرۍ له کبله، نه پوهیږی چی پدغو سترو لوبو کی، څرنګه خپل هیواد وژغوری، ځکه چی د ؤلس پرځای یی په لویدیځ باندی تکیه کړې ده.

 

Add comment


Security code
Refresh