Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 28 جولای 2016 15:40

له ترهه ګرۍ سره په مبارزې باندې د ایران او پاکستان تاکید

له ترهه ګرۍ سره په مبارزې باندې د ایران او پاکستان تاکید
ایران او پاکستان د یوې بیانیې په صادرولو سره د دوو اړخیزو تعلقاتو د پراختیا او له ترهه ګرۍ سره د مقابلې په زمینه کښې د ملګرتیاو په مضبوطولو تاکید وکړ.

دغه بیانیه پرون او ایران ته د پاکستان د وزیراعظم د ملی امنیت د سلاکار ناصر خان جنجوعه د  درې ورځنی سفر په آخر کښې چې  د ایران دملی امنیت د عالی شورا د سېکتر اېډمېرل علی شمخانی په رسمی بلنه ترسره شو جاری شوه.

د دغې بیانیې په یوه برخه کښې راغلی دی چې د ایران اسلامی جمهوریت او د پاکستان اسلامی جمهوریت د دوو ګاونډی هېوادونو په توګه چې په ګډ تاریخ او تمدن کښې جرړې لری د ورورولۍ په نزدیو تعلقاتو باندې په تاکید سره د تعلقاتو په ساتنه او پراختیا باندې ټینګار وکړ او په پولو کښې له نا امنۍ سره د مقابلې او په سیمه او اسلامی نړۍ کښې له بې ثباتۍ سره د ګډې مبارزې لپاره د موثرو خبرو اترو جوړښتونه د اهمیت وړ بولی.

په دغه بیانیه کښې راغلی دی چې دواړه هېوادونه په خپلو مېنځو کښې د ګډو پولو د امنیتی مسائلو منظمول او د ګډو کمېټیو او کمېشنونو په قالب کښې د تعلقاتو د ودې د جوړښتونو کارنده توب او تاثیر زیاتول اهمیت لرونکی بولې او د خبرو ترو په دوام باندې تاکید کوی.

له ترهه ګرۍ او تندلارو ډلو سره د مقابلې لپاره ملګرتیا د سیمې ترټولو مهمه ترجیح ده.

د دغو ملګرتیاو مقصد پکار  دی په سیمه کښې د سولې او ثبات ټینګتیا او د ترهه ګرۍ له پراختیا څخه له رامنځته شویو زیاتېدونکو ګواښونو سره د مقابلې پیاوړتیا وی. ترهه ګری نن په اسلامی نړۍ کښې د یوې ګمراهې او تفرقه اچوونکې ډلې په توګه  د داعش په شکل  کښې راڅرګنده  شوې ده. خو ترهه ګری له هغو ببهیرونو چې د داعش په لاسو رمنځته کېدل زیاته جرړې لرونکې ده.  داعش په اصل کښې د هغو خطاګانو پېداوار او د هغو چلندونو نتیجه ده چې په سیمه کښې یې بنیاد کلونه کلونه مخکې اېښودل شوے ؤ. داسې زیات شواهد موجود دی چې دا ښودنه کوی چې د سعودی عربستان په شمول په سیمه  کښې ځینې هېوادونه د پردیو قوتونو په غږملتیا سره خپلوسپېرو هدفونو ته د رسېدو لپاره له داعش او په نورو الفاظو سره له ترهه ګرۍ او تندلاریتوب څخه  د یوې وسیلې په توګه ملاتړ کوی.

دغې  دسیسې د اسلامی هېوادونو وحدت او موجودیت هدف ګرځولے دے چې د اسلام د دښمنانو لخوا د سیمې د تجزیې او تقسیم لپاره یو سټراټیجک هدف ګڼل کیږی.

د ایران اسلامی جمهوریت په خپلو ختیځو پولو کښې د ترهه ګرۍ له ګواښونو سره مخامخ دے. البته ایران دغوتحرکاتو ته ځواب ورکړے دے او هغو ترهه ګرواو شریرو ډلو ته یې چې له ځینوګاونډی هېوادونو څخه یې ایران ته نفوذ کړے دے سخت هلاکوونکی ګوزارونه ورکړی دی. څرګنده ده چې دغو ډلو ته د امریکې او اسرائیلو په شمول د بهرنیو حکومتونو ملاتړونه حاصل دی. البته ترهه ګری یوازې د یو هېواد په خلاف عمل نه کوی او نن د سیمې اونړۍ لپاره په یو ګډ ګواښ بدله شوې ده.

پاکستان، افغانستان، عراق، ترکیه او په افریقا،اروپا او حتی امریکه کښې زیاتره هېوادونه له ترهه ګرۍ څخه په امان کښې نه دی. د افغانستان د پائېتخت کابل، د عراق د کاظمېن، د سوریې د قامشلی او فرانسې د تېرې هفتې د ترهه ګرۍ د واقعاتو په شمول د څو وروستیو ورځو ترهه ګرو پېښو ته یوه کتنه چې د سلګونو بې ګناه انسانانو د وژل کېدو او زخمی کېدو سبب شوې د دغه ګواښ د اړخونو ښودنه کوی.

د ایران اسلامی  جمهوریت په ځلونو تاکید کړے دےچې په سیمه کښې د ترهه ګرۍ په بحران باندې د غلبې لپاره پکار دی د هغې جرړې چې د تکفیری افراط پالنې تفکرات دی او په ناحقه د حقیقی اسلام په نومه دنیا ته معرفی شوی دی اوېستې شی  او په جدی نړیوالې ارادې او عزم سره  د ترهه ګرو ډلو د مالی او تسلیحاتی مرستو او ملاتړونو لارې وتړلې شی.

------

Add comment


Security code
Refresh