Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
جمعه, 29 جولای 2016 04:26

د النصره ترهګرې ډلې د نوم بدلیدا له ټکو سره لوبې کول دی .

د النصره ترهګرې ډلې د نوم بدلیدا له ټکو سره لوبې کول دی .
زمونږ خبریال وایی دایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوی قاسم بهرامی جبهه فتح الشام ته د جبهه النصره ترهګرې ډلې دنوم بدلول یوازې له ټکو سره لوبې کول وباله .

هغه وویل په جبهه فتح الشام د جبهه النصره ترهګرې ډلې بدلول یوازې له ټکو سره لوبې کول دی او ددغه ترهګرې ډلې ماهیت په داډول کار سره بدلیږی نه .

دایران دباندنیو چارو وزارت ویندوی وویل ددغه لوبې هدف  دترهګرۍ له فهرست څخه د جبهه النصره ډلې ایستل دی په داسې حال کښې چې د ترهګرۍ او د سرزورۍ سپیره څیره په دا ډول نمایشی اقداماتو سره نشو پاکولای .

دایران دخارجه وزارت ویندوی داډول اقدامات د القاعده ، طالبانو، داعش ، جبهه النصره او دنورو ترهګرو ډلو د پلار او اصلی ملاتړی په توګه په سیمه کښې  د سرزورۍ د پلویانو دسیاست  چې په سر کښې یې سعودی عربستان دی د ماتی نښه وبلله .

دایران دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی له نړیوالې ټولنې وغوښتل له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې ددغه سپیرې ښکارندې د پیدا کیدا زمینو او دهغې اغیزونو ته پام وکړی او پردې اساس دترهګرو ډلو بنسټ کیښودونکی او دهغوې ملاتړی هیوادونه  د ترهګرۍ د جرړه دایستلو لپاره تر دباو لاندې راولی .

په سوریې کښې د جبهه النصره ترهګرې ډلې مشر ابو محمد الجولانی پرون د کیمرو مخ ته په خپل لومړنی شتون کښې ددغه ترهګرې ډلې  دړنګیدا له اعلان وروسته د جبهه فتح الشام په نوم د ترهګرې ډلې دجوړیدا خبر ورکړ .

سیاسی او پوځی شناندی وایی چې دالنصره وهابی ترهګرې ډلې دنوم دبدلیدا شاته امریکا، بریطانیه ، فرانسه ، سعودی عربستان، اسرائیل او نور عرب او اروپایی هیوادونه دی .

امریکا ، سعودی عربستان ، اسرائیل ، انګلستان ، فرانسه ، ترکیه ، قطر ، اردن ، متحده عربی امارات، بحرین ، کویت او نور عرب او اروپایی هیوادونه په سوریې ، عراق ، لبنان، نایجریا او نورو ډیرو هیوادونو کښې دترهګرو ډلو ستر پوځی اومالی ملاتړی دی .

Add comment


Security code
Refresh