Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
جمعه, 29 جولای 2016 17:40

د النصره ترهه ګری ډلې د نوم بدلیدا

د النصره ترهه ګری ډلې  د نوم بدلیدا
د سوریی کړکیچ د هوارۍ لپاره د هلوځلو د نوی دور سره په یووخت، د جبهه النصره ترهه ګرې ډلې سرغنی، د دغې ترهه ګرې ډلې د منحلیدو، او د «جبهه فتح الشام»(جفا) په نامه د نوې ډلې د جوړیدو اعلان وکړ.

په سوریه کی د جبهه النصره ترهه ګرې ډلې سرغنی«ابو محمد الجولانی»، پرون مازدیګر؛ د جبهه النصره د منحلیدو له اعلان وروسته، د دوربینونو په وړاندی پخپل لمړنی حضور کی د«جبهه فتح الشام» ترهه ګرې ډلې د جوړیدو خبر ورکړ، او ادعا یی وکړه؛ چی دغه اقدام، له یوې او بلې سره د نورو ډلو د متحد کیدو په منظور سرته رسیدلئ، او جبهه فتح الشام له هیڅ بهرنی لوری سره اړیکې نه لری.

په سوریه کی  د جبهه النصره ترهه ګرې ډلې؛ ځان د القاعده په ترهه ګرې ډلې او تشکیلاتو پوری پیلئ باله، او د خپل نوم له بدلیدو وروسته یی اعلان وکړ؛ چی نور نو له القاعدې سره، هیڅ سازمانی اړیکې نه لری، او له  دغې ډلې څخه جلا شوې ده. جبهه النصره؛ د سوریی د کړکیچ له پیلییدو څخه لږه موده وروسته، پدغه هیواد خپل شتون اعلان کړ، او ظاهراً د داعش له ترهه ګرې ډلې سره یی بیعت و نه کړ، مګر تر خپل کنټرول لاندی سیمو، او په تیره بیا د سوریې په شمال کی، د یادې ډلې اقدامات؛ د داعش په شان ؤو.

جبهه النصره؛ په مستقیمه توګه، د سعودی عربستان؛ قطر او ترکیې تر ملاتړ لاندی ده، او د دغه هیواد د خاورې، او د سوریې په شمال لویدیځ کی د ادلب له لارې، مالی او پوځی مرستې ترلاسه کوی. له تیرې فبرورۍ له میاشتې څخه، د روسیې او امریکا په موافقې سره، په سوریه کی په ټینګ شوی اوربند کی، جبهه النصره شامله نشوه، خو د جیش فتح او جبش الاسلام په شمول، پدغې ډلې پوری پیلو اړخونو، تر خپل کنټرول لاندی سیمو کی، د داعش په شان کړچارونه سرته رسولی دی، او د سوریې خلګ یی په مختلفو طریقو سره عام قتل کړی دی.

د حلب په استراتجیک ښار باندی د تش په نامه منځ لارو وسله والو ډلو په وسیله د هاوان د ګولیو ډزې، د جبهه النصره ترهه ګرې ډلې د جنایتونو په یاد راوړونکی دی، چی پلویان یی د هغې  په منځ لارې بللو سره، د دغې ډلې په اقداماتو باندی برغولئ ایږدی. په سوریه کی د جبهه النصره ډلې تحرکات او اقدامونه، او د دغه هیواد د خلګو په وژله کی د هغې مستقیم رول، د نوموړې ډلې ترهه ګر ماهیت ثابتوی.

د اوربند په موافقه لیک کی، د جبهه النصره د نامه نه شاملیدا، او  په جنیوا کی د سوریې د سولې په مذاکرو کی د دغې ډلې د ګډون لپاره هڅه، له مخکی څخه سنجوله شوې نقشه وه، چی نن ورځ د هغې د نامه په بدلیدو سره یی نوی اړخونه موندلی دی، تر څو د سوریې د کړکیچ د هوارۍ لپاره، د روسیې او امریکا د هلوځلو د زیاتیدو په وخت کی، د منځ لارې ډلې په نامه، په یو نوی پلاکارډ سره، د سوریې د سولې په خبرو اترو کی برخه واخلی.

د جبهه النصره ډلې جنایتونه، د نړۍ او د سوریی د خلګو د عمومی افکارو لپاره، دومره روښانه دی، چی د هغې د نامه بدلیدا نشی کولای، د یادې ډلې افراط پاله او ترهه ګره ناوله څیره، پداسی ننداره ای اقداماتو سره پاکه کړی. د جبهه النصره د نامه له بدلیدو سره په یو وخت، د سوریې پوځ د خپلو متحدینو په مرستې سره، د حلب د کلابندۍ کړۍ بشپړه کړې ده، او جبهه فتح الشام په نامه د نوې ترهه ګرې ډلې جوړیدا کولای شی، د سوریې د پوځ په وړاندی، له ځان سره پدغه هیواد کی د نورو مستقرو ډلو د غږمولو لپاره د اقدام په معنا هم وی.

هغه څه چی کولای شی په جنیوا کی د سوریې د سولې راتلونکی خبری اترې کارنده او اغیزمنی کړی، د ټروریزم له مختلفو بڼو سره رښتنې مبارزه ده. له دغې شومې ښکارندې سره سیاسی لوبه، د سوریې د بی ګناهونو خلګو د ژوندانه او ځانونو مسخره کول دی، چی د  ښو او بدو ترهه ګرو ډلو په ځناور ډوله اقداماتو سره، خپل ځانونه له لاسه ورکوی.

د جبهه النصره ترهه ګره ډله، که څه هم اوس د جبهه فتح الشام په نامه نوموله شوې ده، د نوم له بدلیدو سره سره، د نړیوالو په نزد هماغه راز یوه ترهه ګره ډله ده، او د هغې ملاتړ کونکی، د یادې ډلې ماهیت او پوځی امکاناتو ته په پام سره، نشی کولای د نوی نوم تر پوښښ لاندی، د جبهه النصره منځ لاری توب ته رسمیت ور وبخښی.

 

Add comment


Security code
Refresh