Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
دوشنبه, 01 آگوست 2016 15:56

"په کابل کښې د طالبانو د خونړیو حملو دوام

"په کابل کښې د طالبانو د خونړیو حملو دوام
په داسې حال کښې چې د طالبانو ډلې په کابل کښې د هزاره ګانو په مظاهرو باندې د داعش ترهګرې ډلې وروستۍ حمله غندلې ده، په دغه ښار کښې یې د چاودیدونکو موادو څخه د ډکې لارۍ د چاودنې مسئولیت په غاړه واخیست.

طالبانو اعلان کړئ چې دغه چاودنه د نارت ګیټ د هوټل په نږدیو کښې پر یوې پوځی اډې د حملې په هدف سره سرته رسیدلې ده او په دغه چاودنه کښې څلورو وسله والو حمله کونکو ګډون درلود. د طالبانو ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې ډلې په ټویټر پاڼه کښې اعلان کړئ چې په دغه حمله کښې نږدې سل تنه چې هغوئ یې تیریګر وبلل، وژل شوی دی.

په هزاره ګانو باندې د داعش ترهګرې ډلې په حمله کښې هم لږ تر لږه اتیا تنه وژل شوی او څه د پاسه دوه سوه دیرش کسان ژوبل شول. هغوئ د روښنایۍ غورځنګ په بلنې سره او د بامیان په ځائ د سالنګ له لیارې له ترکمنستان څخه د وارداتی بریښنا د انتقال په وړاندې په اعتراض کښې، په سوله ایزه توګه اعتراض کاوه چې د داعش ترهګرې ډلې تر حملې لاندې ونیول شول.

طالبانو د خپلو عملیاتو په دوام کښې د نارت ګیټ  پر هوټل هم حمله وکړه چې د افغانستان د پولیسو له قوله دغه حمله د دریو حمله کونکو طالبانو په وژلې سره پائ ته ورسیدله.

د پام وړ ټکئ دا دئ چې طالبان په داسې حال کښې په کابل کښې خپلو خونړیو حملو ته دوام ورکوی او د افغانستان د خلکو لپاره د ویرې او ناامنۍ د رامینځته کولو سبب ګرځی چې د دغې ډلې ویاند په کابل کښې د داعش ترهګرې ډلې حمله یو جنایت او فتنه بللې وه. له دې رویه د افغانستان خلک دا مهمه پوښتنه مطرح کوی چې طالبان په کوم منطق او دلیل سره د ځان لخوا او د داعش ترهګرې ډلې لخوا د خلکو د وژلې تر مینځ توپیر قایلیږی  او خپلې خونړۍ حملې د توجیه او دفاع وړ ګڼی  ؟  خو، د داعش حملې، جنایت او فتنه بولی. دا په داسې حال کښې ده چې د بیګناهو خلکو وژله په هرې پلمې او توجیه سره د قبول وړ نه ده او جنایت دی، او طالبان یواځې په دې دلیل چې په بهرنیو ځواکونو باندې د حملې نیت لری او د هغوئ د ایستلو لپاره خپلو حملو ته دوام ورکوی ، نشی کولئ، خپل جنایتونه توجیه کړی.

په افغانستان کښې د سیاسی، قومی او مذهبی ټولنو له نظره په دغه هیواد کښې د طالبانو د خونړیو حملو دوام نه یواځې په افغانستان کښې د داعش په شان د ترهګرو ډلو د فعالیت د ادامې لپاره لازمه فضاء او زمینه برابروی، بلکه د پښتنو ترمینځ د طالبانو اعتبار او حیثیت له پخوا څخه په زیاته اندازه تخریبوی. طالبان چې په مذهب باندې د پائ بندۍ،  او  د افغانستان د خلکو د مشکلاتو د حل لپاره د هلو ځلو ادعا لری، باید د اسلام د درستو تعلیماتو څخه په استفادې سره چې د بیګناهو خلکو او ملکیانو په ضد تاؤ تریخوالئ منع کوی، له پخوا څخه په زیاته اندازه په دغه هیواد کښې د امنیت او ارامتیا د ټینګولو لپاره هڅه وکړی. د افغانستان د سولې له پروسې سره یوځائ کیدل او له ټروریزم سره په مقابله کښې د افغانستان له دولت سره همکاری کول له طالبانو څخه  د دغه هیواد د خلکو غوښتنه ده. دا په دې معنا ده چې د افغانستان خلک د کلونو داخلی جنګونو څخه وروسته په اوس حال کښې د یو آباد او آزاد هیواد د جوړولو او د خپلو اولادونو لپاره د روښانه راتلونکی د ترسیمولو لپاره هلې ځلې کوی او د طالبانو لخوا د خلکو د دغې غوښتنې په خلاف هر ډول اقدام کولئ شی، د افغانستان په ټولنه کښې د هغوئ موقعیت له پخوا څخه په زیاته اندازه تخریب کړی او طالبان د هغو ډلو په قطار کښې راولی چې دغې ډلې د نوموړو ډلو حملې جنایت او فتنه بللې ده.  

Add comment


Security code
Refresh