Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 02 آگوست 2016 14:32

د ملګرو ملتو له تور لېسټه په دائمی توګه د وتلو لپاره د سعودی هڅې

د ملګرو ملتو له تور لېسټه په دائمی توګه د وتلو لپاره د سعودی هڅې
سعودی عربستان چې نوم یې د جنګ په زمانه کښې د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزۍ په باره کښې د ملګرو ملتو له تور لېسټه په موقته توګه وتلے دے دغې نړیوالې ادارې ته د یمنی ماشومانو د قتل عام د څېړنې لپاره کافی مدرکونه او ثبوتونه نه دی وړاندې کړی.

د ملګرو ملتو ډېپلومېټانو پرون وویل، سعودی عربستان د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزۍ په باره کښې د ملګرو ملتو له تور لېسټه د دغه هېواد د نوم په دائمی توګه د لرې کولو لپاره تر اوسه کافی شواهد او مدارک نۀ دی وړاندې کړی.

د ملګرو ملتو مشر بان کی مون ټاکلې شوې ده نن د یمن د جنګ په شمول د جنګ په زمانه کښې د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزۍ او په دې حقله د سعودی د کردار په باره کښې د امنیت شورا ته یو رپوټ وړاندې کړی.

ملګرو ملتو ته د ضروری مدارکو او ثبوتونو په وړاندې کولو کښې د سعودی عربستان ټال مټول په داسې حال کښې دے چې دغې نړیوالې ادارې دوه میاشتې مخکې په یمن کښې د ماشومانو د قتل عام په وجه د سعودی تیری ګر ائتلاف نوم د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزی کوونکو په تور لېسټ کښې شامل کړ.

په تور لېسټ کښې د سعودی نوم د یمن د جنګ په دوران کښې د ماشومانو د حالت به اړه د بان کی مون له کلنی رپوټه وروسته شامل شو. د دغه رپوټ له مخې سعودی تیری ګر ائتلاف په یمن کښې د ماشومانو د قتل عام  یا زخمی کېدو د شپېتو فیصدو مواردو ذمه وار دے.

د ملګرو ملتو په استناد د سعودی ائتلاف د حملو په دوران کښې یوازې په یو کال کښې (یعنې د بان کې مون د رپوټ د خپرېدو تر وخته) پینځه سوه لس یمنی ماشومان ووژل شول او شپږ سوه اوۀ شپېتۀ ماشومان ژوبل شول.

سعودی د یمنی ماشومانو د قتل عام په باره کښې د ملګرو ملتو رپوټ ونۀ زغمۀ او په بان کی مون باندې یې دباو راوړۀ، هغه هم د امریکې په شمول د نورو هېوادونو تر دباو لاندې بالاخره مجبور شو چې د سعودی نوم په موقته توګه له تور دائمی لېسټه وباسی.

بان کی مون د تېر جون په شپږمه نېټه د سعودی نوم د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزی کوونکو له تور لېسټه په موقته توګه لرې کړ چې د دغې مسئلې په باره کښې د دغې ادارې او سعودی ګډ تحقیقات ترسره شی.

ملګرو ملتو ته د سعودی د مالی مرستو د بندولو په اړه د دغه هېواد دړکه د دې سبب شوه چې بان کی مون د حکومتونو ګټو ته د ملتونو په تېره بیا د یمنی ماشومانو په ګټو باندې ترجیح ورکړی. د دغه اقدام په وجه په بان کی مون باندې زیاتې نیوکې وشوې او د دې سبب شوې چې د ملګرو ملتو مشر د شرمندګۍ څرګندونه وکړی.

خو هغه څه چې نن په یمن کښې د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزۍ د دوسیې د  څېړنې لپاره د ګډو کوششونو له شروع کېدونه تقریباً دوه میاشتې وروسته تیریږی دا ښودنه کوی چې سعودی هم هغه شان له ملګرو ملتو سره لوبې کوی او د مسئلې یو ډول ختمولو په تکل کښې دے.

سعودی کوشش کوی چې په هیڅ وجه یې نوم د ملګرو ملتو په تور دائمی لېسټ کښې رانۀ شی او بالاخره په عامه افکارو کښې دغه هېواد د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزی کوونکی لقب حاصل نه کړی.

د دوه زره پینځلسم کال د مارچ په شپږویشتمه نېټه د حملو د شروع کېدو له وخت نه د یمن ډګر د دې حقیقت بیانوونکے دے چې د ماشومانو او ښځو په شمول د دغه هېواد خلق د سعودی ائتلاف د حملو په نتیجه کښې قتل عام کیږی. د یمن په استوګن سیمو باندې د دغه ائتلاف متواتره حملې ټولو ته په ډاګه شوې دی سعودی د عامه افکارو د بېداره وجدان په محکمه او عدالت کښې تورن او جنایتکار دے.

په یمن کښې او دغه شان د بحرېن، سوریې او عراق په شمول په نورو هېوادونو کښې په خپلو جنایتونو او جرائمو باندې د برغولی اېښودو لپاره د ریاض کوشش کېدې شی د مسئلې د پاکېدو سبب شی خو د نړۍ د خلقو په عامه ذهنونو کښې په یو تورن مقام کښې شتون لری او په پېسو باندې د ملګرو ملتو اخېستل هم په دغه مقام کښې  څه خلل نه شی اچولې.

په لویدیځو وسلو سره د ماشومانو د قتل عام په شمول په یمن کښې د بشری حقوقو پراخې خلاف ورزۍ رامنځته شوې دی او ترڅنګه یې د دنیا د عامه افکارو له نظره ملګری ملتونه او له بشری حقوقو څخه د دفاع ادعا کوونکی هېوادونه هم په یمن کښې د سعودی د ائتلاف په جنایتونو او جرائمو کښې ونډه لری او پکار دی ځواب ویوونکی وی.

-----------

Add comment


Security code
Refresh