Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 07 آوریل 2016 16:27

په باکو کی د ایران؛ روسیې او آذربایجان جمهوریت دری اړخیزه غونډه

                 په باکو کی د ایران؛ روسیې او آذربایجان                             جمهوریت دری اړخیزه                                        غونډه

د ایران د اسلامی جمهوریت، آذربایجان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو لمړنۍ دری اړخیزه غونډه، نن په باکو کی ترسره شوه.

د باکو غونډه پداسی حال ترسره شوه چی، د روانې اونۍ د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کی، د ایران؛ آذربایجان او ترکیې د خارجه وزیرانو څلرمه دری اړخیزه غونډه، د ایران د رامسر په ساحلی ښار کی سرته ورسیدله. د دغو غونډو جوړیدل، په اقتصادی برخو کی د نویو زمینو د موندلو، او همداراز په سیمه کی د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د رول لوبونې په منظور دي.

د باکو غونډه پداسی شرایطو کی جوړیږی، چی د آذربایجان او ارمنستان جمهوریتونه، د قره باغ د مسئلې په سر له یو او بل سره د جګړې په حال کی دي، او دغه غونډه به یو فرصت وی؛ تر څو سیمه ایزې او نړیوالې مهمی موضوعګانی هم، و څیړلې شی.

ایران تل، د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ د نښتو په پایته رسیدا باندی ټینګار لرلئ، او باوری دئ، چی دغه نښتې کولای شی پایته ورسیږی؛ خو د دغو جګړو د دوام له زیانونو څخه، د اړوندو لورو واقع بینانه درک، زغم، تعامل او خبرو اترو ته اړتیا لری.

له دغې مسئلې څخه ورتیر، د کالیو د ټرانزیټ، انرجۍ او د خزر سمندر د حوزې د مسایلو په شمول، په مختلفو زمینو کی، د دریو هیوادونو د ګډو همکاریو موضوع، له نورو مهمو موضوعګانو څخه ده، چی د دغې غونډې په بحثونو کی، تر پاملرنی لاندی ده.

د آذربایجان جمهوریت ؤلس مشر، الهام علی اف، د تیرې فیبرورۍ په میاشت کی، تهران ته په سفر کی، د دؤو هیوادونو د مناسباتو او همکاریو د پراختیا، او د سیمې د مسایلو په هکله خبرې اترې وکړې، او په اقتصادی زمینو کی موافقې لاسلیک شوې.

د باکو دری اړخیزه غونډه هم، تهران ته د علی اف د سفر د موافقو په بهیر کی څیړله کیږی.

تهران ته د علی اف د سفر یوه برخه، د اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره کتنه وه.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود، حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، د آذربایجان جمهوریت د ؤلس مشر، الهام علی اف په کتنه کی، د تهران او باکو ښو اړیکو، او ګڼو مشترکو چارو ته په اشارې سره ډاګینه کړه، د آذربایجان جمهوریت سیاسی ثبات، امنیت، آرامتیا او د خلګو هوساینه، د ایران لپاره مهمه ده، او د دؤو ملتونو د زړه له تفاهم برسیره باید، په مختلفو برخو کی، اقتصادی مبادلې او همکارۍ زیاتوالئ ومومی.

ایران ته د آذربایجان ؤلس مشر په سفر کی، یوولس موافقه لیکونه او د همکارۍ تفاهمات، لاسلیک شول.

د ایران له دؤو شمالی ګاونډیو هیوادونو، یعنی روسیې او آذربایجان جمهوریت، له هر یوه سره؛ د ایران د اسلامی جمهوریت اړیکی پراخی دي، چی د سیمی د امنیت لپاره هم، مهمې او استراتجیکی ګنلی کیږی.

ایران، د آذربایجان جمهوریت او روسیه؛ ګډې ګټی لری، او په عین حال کی، د افراط پالنې او ټروریزم په شان؛ د ګډو ګواښونو سره مخامخ دي.

په سوریه او عراق کی د داعش تحرکاتو، د سیمې هیوادونو په امنیت باندی سیورئ غوړولئ دئ.

له دغو ګواښونو سره د مقابلې یواځنۍ لاره؛ د همکارۍ او ملګرتیا پیاوړی کول، او د سیمې له بدلونونو څخه ګډ درک درلودل، او د ګډو منافعو پیژندل دي.

له دغو ګواښونو سره د مقابلې ډیره اغیزمنه استراتجې، د دؤو اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو زیاتیدنه او پراختیا ده.

شناندی باوری دي: په سیمه کی د ثبات او پایداره امنیت د ټینګولو لپاره د ایران، روسیې او آذربایجان په دریو هیوادونو کی، موجودو ظرفیتونو ته په پام سره، د دغو دریو هیوادونو دوې او څو اړخیزې همکارۍ، اهمیت لری.

د تیلو، ګازو له بډایو زیرمو، او د ټرانزیټ او د انرجۍ د منتقلولو له لارو څخه برخمنیدو هم، د دغو اړیکو اهمیت دوه چنده کړئ دئ.

روسیه، ایران او آذربایجان جمهوریت، دغو همکاریو ته په یوه کلې او پراخه کتنه کی کولای شی، د انرجۍ په زمینه کی د استراتجیکو مناسباتو له پراختیا برسیره، د شانګهای، د اکو سازمان او خزر سمندر د حوزی د هیوادونو د سازمان په شان، د سیمه ایزو سازمانونو په چوکاټ کی،د انرجۍ؛ او د سیاسی او امنیتی تعاملاتو په زمینه کی هم، خپلې همکارۍ پیاوړی کړی.

دغو هدفونو ته په رسیدو کی، په باکو کی د ایران؛ روسیې او آذربایجان جمهوریت د خارجه وزیرانو لمړنۍ دری اړخیزه غونډه، له ځانګړې اهمیت څخه برخمنه ده.

Add comment


Security code
Refresh