Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
جمعه, 08 جولای 2016 14:19

د ناټو سرمشریزه حقیقت که سراب؟

د ناټو سرمشریزه حقیقت که سراب؟
د ناټو دوه ورځنۍ سرمشریزه نن د پولینډ په پلازمینه ورشو کې خپل کار پیل کر.

ویل کیږی چې پّه دغه غونډه کې به تر دوه زره شلم کاله پورې د افغانستان له امنیتی ځواکونو سره د ناټو د پوځی مرستو د دوام او پراختیا په هکله فیصله وشی. د افغانستان ولسمشر او اجرایی مشر اشرف غنی او عبد الله عبدالله د یو لوړ پوړی پلاوی په مشرۍپه دغه غونډه کې د ګډون لپاره ورشو ته تللې دی. اشرف غنی به د مختلفو مسایلو لکه له اداری مالی فساد سره د افغان حکومت د مبارزې ، ښې حکومتدارۍ، د ترهه ګرۍ د ځپنې او داسې نورو مسایلو په هکله په دغه غونډه کې وینا وکړی. دافغانستان اجرایی مشر وایی چې هیواد یې هیله من دی له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د امینتی ځواکونو په تیره بیا د هوایی ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د ناټو غوڅ ملاتړ لاسته راوړی. د هغه په وینا د ملی و حدت حکومت له پیله تر اوسه د ښځو د مشارکت د پیاوړتیا، له اداری فساد سره د مبارزې ، د ترهه ګرۍ د ځپنې، او د لویو اقتصادی پروژو په اجرا کې لوی ګامونه پورته کړې دی. چې پکې په تیر کال کې د دولت د عاید دویشت فیصده زیاتوالی، د سلما بند افتتاح، دچابهار د اقتصادی پروژې لاسلیکولو ، د کاسا یو زر د کار پیلولو، تاپې پروژې، د یوې کمربند او یوې لارې د تړون لاسلیک، د طالبانو د عمری عملیاتو ماتې، د حکومت د کابینې بشپړیدو او د هیواد په عدلیې کې پراخو بدلونونو ته اشاره کولی شو. دا چې افغان حکومت واقعا تر کومه حده دغه کارونه کړې او دناټو سرمشریزه به د افغانسان د اقتصادی امنیتی حالاتو په ښه کیدو کې څومره اغیزمنه وی پښتو ریډیو د افغانستان د تکړه لیکوال استاد حبیب الله نظر غوښتی چې هغوی په ځواب کې د ښې حکومتدارۍ او له اداری فساد او ترهه ګرۍ سره د مبازې په چارو کې د دولت ژمنو ته په اشارې سره وویل : دولت بې له یو څو موردونو لکه د سلما بند او د چابهار د پروژې او څو نورو اقتصادی پروژو له لاسلیکولو، دخپلو ژمنو په اجرا کې کامیاب نه و یا یې هم ډیر سطحی چلند کړی دی. له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په اړه هم هغه وویل چې تره ګری نه یوازې ځپل شوې نه ده بلکې زیاته شوې هم ده ځکه چې دهغه په وینا امریکا او ناټو نه غواړی په افغانستان کې جنګ ختم شی. حبیب الله رفیع زیاته کړه : لکه څنګه چې د افغانستان دولت په خپلو وعدو عمل نه دی کړی ناټو اوامریکا هم په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی. ده وویل د ناټو غونډه به د نشستن خوردن او برخاستن تر حده او د عمومی افکارو د غولولو لپاره وی دغه شان غونډې وعدې کوی خو عمل پرې نه کوی.

حبیب الله رفیع د امریکا د ولسمشر اوباما د دې فیصلې په هکله چې ۸۴۰۰ امریکایی ځواکونه به تر دوه زره اولسم کاله پورې په افغانستان کې پاتې شی چې د افغان ځواکونو له پیاوړتیا او ټریننګ سره مرسته وکړی وویل: امریکا او ناټو په تیرو پینځلسو کلونو کې له یو نیم لکو ځواکونو سره په افغانستان کې د امنیتی ځواکونو د پیاوړتیا لپاره څه ونه کړل نو په ۸۴۰۰ ځواکونو سره به څه وکړی. ده په سیمه کې د امریکا پوځی او استعماری سیاست ته په اشارې سره وویل دغه هیواد او ناټو نن په داسې هیواد کې غونډه جوړوی چې یوه ورځ د روسیې استراتژیک عمق ګڼل کیده . او د ورشو د پیمان غړی چې اوس ړنګه شوې له ناټو سره یو ځای شوې دی. او ښایی راتلونکې غونډه روسیې ته لا نزدې ترسره شی.ده وویل چې امریکا په نړۍ او سیمه کې د جنګ نوې میدانونه جوړول غواړی هغه زیاته کړه : امریکا د روسیې او چین او نورو مخالفو هیوادونو چاپیره د کړۍ تنګول غواړی

د افغانستان تکړه لیکوال حبیب الله رفیع د پاکستان د پوځ د مشر جنرال راحیل شریف د دې خبرو په هکله چې نوره اجازه نه ورکوی څوک د پاکستان له خاورې د ترهه ګرۍ لپاره افغانستان ته لاړ شی وویل دا خبرې د پاکستان د بهرنیو چارو د سلاکار سرتاج عزیز له خبرو سره په تضاد کې دی چې ویلې یې وو یوازې د هغو طالبانو په خلاف به اقدام کوو چې د پاکستان د ګټو په خلاف جنګیږی. استاد رفیع وویل چې امریکا او پاکستان د سیمې دمسایلو په هکله کاملا غږمله دی. پر دې اساس د جنرال راحیل شریف دا خبره چې خپلو کوماندانانو ته یې ویلې چې هر څوک افغانستان ته د ورانکارۍ لپاره ځی په خلاف یې اقدام وکړی؛ یوازې د عمومی افکارو د غولولو لپاره دی.

استاد رفیع په سیمه کې د امریکا د اهدافو په هکله وویل د روسیې او چین د محاصرې پر تنګولو او د ځینو هیوادونو پر دباوهلو سربیره دمرکزی اسیا دهیوادونو په منابعو او سرچینو خیټه اچول هم د امریکا یو هدف دی. اود دغه چارې د تحقق لپاره د ژبې او مذهب په نوم د هیوادونو د تجزیې لټه هم کوی. او د همدغه هدف لپاره امریکا او په سیمه کې یې لاسپوڅو هیوادونو داعش جوړ کړی دی.

عاشق حسین طوری

Add comment


Security code
Refresh