Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
شنبه, 09 جولای 2016 15:53

د برجام په اجرا کولو کی د لویدیځو هیوادونو متناقض کړچار

د برجام په اجرا کولو کی د لویدیځو هیوادونو متناقض کړچار
د ملګرو ملتو د سرمنشی«بان کی مون» دغه دریځ پداسی حال کی دئ، چی په برجام کی د ایران د توغندویی توان په هکله هیڅ ډول خبرې اترې ندی شوی، او د ایران اسلامی جمهوریت د توغندویی توان موضوع، سره کرښه اعلان کړې ده.

رویټرز راپور ورکړ: بان کی مون، په یو پټ رپوټ کی د ایران د اټمی موافقې په باره کی لیکلی دی: د ایران توغندویی آزموینې، د اټمی موافقې له روح، او د هغې له رغنده والی سره سمون نه خوری.

د ملګرو ملتو سرمنشی همداراز ویلی دی: پدې هکله تصمیم او نظر، چی د ایران توغندویی پروګرام او د هغه آزموینې، د اټمی موافقې د مربوط پریکړه لیک ناقض وې او که نه؟ د امنیت شورا په غاړه دئ.

د رویټرز د اعلان سره سم؛ د ملګرو ملتو سرمنشی، د امنیت شورا د ۱۵ ؤ غړیو لپاره، د برجام د اجرا د شپږ میاشتنې پروسې راپور چمتو کړئ دئ.

په همدی حال کی، د ایران په خارجه وزارت کی یو مسؤل مقام، د ملګرو ملتو سرمنشی ته سپارښتنه وکړه: د امنیت شورا ته پخپل شپږ میاشتنی راپور کی، داسی تفسیرونه ونه لیکی؛ چی د برجام له روح او متن سره متناقض وی، او په برجام کی پخپلو ژمنو باندی په عمل کی، د امریکا د بی پامۍ او غفلت په باره کی، یو له انصاف څخه ډک رپوټ وړاندی کړی.

د برجام له اجرایی کیدو څخه د څو میاشتو له تیریدو با وجود، تر اوسه لا هم د ګډ اقدام د جامع پروګرام د بشپړ اجرایی کولو په وړاندی یو لړ خنډونه شته دی، تر دې اندازې پوری چی؛اروپایی هیوادونو ته په وروستیو سفرونو کی، د ایران د خارجه وزیر، محمد جواد ظریف، د ډیپلماټیکو هلو ځلو مهمه برخه، د دغو خنډونو او مشکلاتو د حلولو ته بیله شوه.

د ایران اسلامی جمهوریت په ځلونو اعلان کړئ، چی توغندویی پروګرام یی کاملاً دفاعی اړخ لری، او په هیڅوجه د اټمی خولۍ د وړلو لپاره طراحې شوئ نه دئ، ځکه نو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک نقضونکئ نه دئ، او له برجام سره هیڅ اړیکې نه لری.

د ایران په اسلامی جمهوریت باندی د الوتکې پلورلو د منعې په هکله، د امریکا د پارلمان وروستې طرح هم، له هر څه وړاندی د دې ښودونکې ده، چی د امریکا د واکمن پلاوی یوه برخه، د برجام له نتایجو څخه راضی نه ده. دغه مصوبه د امریکاییانو له خوا په ایران باندی د دباؤ راوستو بیلګه ده، ځکه چی امریکاییان، دې نتیجې ته ورسیدل؛ چی د ایران په ضد بایکاټ، اغیزمن ؤ، او غواړی دغې رودې ته دوام ورکړی.

د امریکا د سیاسی مسؤلانو یوه مهمه برخه کسان، د برجام د پلی کیدو په وړاندی منفی دریځ لری، او غواړی چی د دؤو هیوادونو ترمنځ لانجه زیاتوالئ ومومی. پداسی حال کی، چی نه برجام؛ او نه د بین المللی حقوقو هیڅ قانون، دا اجازه نه لری، چی د ایران په حاکمیت کی مداخله او لاسوهنه وکړی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند«بهرام قاسمی»، په ایران باندی د بوئینګ الوتکې له پلورلو څخه د مخنیوی کولو لپاره، د امریکا د پارلمان وروستۍ مصوبې ته په عکس العمل کی، ټینګار وکړ: د امریکا د ؤلس مشریزو انتخاباتو په درشل کی د دغه هیواد د داخلی ډلو او اړخونو حساسیت او هلې ځلې، د درک وړ دی، مګر د دغو داخلی اختلافاتو، کار ړنګونو او پخپلو ژمنو باندی د عمل نه کولو، نه جبیره کیدونکی زیانونه به، پخپله د هغوی په برخه شی.

په امریکا کی جمهوریت غوښتونکی، او د ډموکراټ ښی اړخ کسان غواړی، بایکاټونه دوام ولری، ترڅو شاید ایران پداسی یو کار لاس پوری کړی، چی د هغوی د غیر مسؤلانه کړچار توجیه کونکئ وی. په عین حال کی د برجام د اجراکیدو له اعلان څخه، د شپږو میاشتو له تیریدو وروسته، او د اقتصادی چارو د رونق موندلو، او د ایران او نړۍ د مناسباتو د ښه کیدو با وجود، د برجام د اجرا پروسې په باره کی، اندیښنه هماغه راز پخپل حال پاتې ده.

Add comment


Security code
Refresh