Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 10 جولای 2016 15:57

په پولېنډ کښې د نېټو د سرمشریزې غونډې پاې

په پولېنډ کښې د نېټو د سرمشریزې  غونډې پاې
د نېتو دوه ورځنۍ سرمشریزه غونډه چې د د غه تنظیم د اتویشتو غړیو او شپږویشتو انډیوالو هېوادونو پلاو، د اروپائی اتحادیې، ملګرو ملتو او نړیوال بېنک استازیو پکې ګډون درلود، پرون د پولېنډ پائېتخت وارسا کښې ختمه شوه.

د دغې غونډې په وروستۍ بیانیه کښې ګډون کوونکو د بالټیک سیمې په هېوادونو او پولېنډ کښې د نېټو د څلورو کڼدکونو په ځاے پرځاے کېدو سره د بالټېک سیمې او د اروپا د ختیځ په هېوادونو کښې د دغه تنظیم د فوځی شتون په پیاوړتیا، په اروپا کښې د توغنده ای ضده سېسټمونو په عملی کېدو او د سائبری فضاء د فوځی والی په بللو باندې تاکید وکړ.

د دې په ترڅ کښې د افغانستان مسئله هم په دغه غونډه کښې یو مطرح شوے بحث ؤ.

د سرمشریزې غونډې په وروستۍ بیانیه کښې له روسیې سره د خبرو اترو په اهمیت تاکید شوے او پکې راغلی دی چې نېټو نه غواړی چې د امریکې توغنده ای ضده سېسټم له روسیې سره د مقابلې لپاره په یرغلی قابلیت باندې سنبال کړی. نېټو په عېن حال کښې د اروپا په ختیځ کښې د ځاے پرځاے کېدو په حال کښې د امریکې د توغنده ای سېسټم په سر چې په سیمه کښې د فوځی تاوتریخوالی د رامنځته کېدو یو ترټولو اصلی دلیل دے له روسیې سره خبرې اترې ممکنه وبللې. د دغې غونډې په وروستۍ بیانیه کښې تاکید شوے دے چې په دې زمینه کښې له روسیې سره د خبرو اترو لپاره ضروری چمتوالے موجود دے.

د اروپا په ختیځ په تېره بیا په رومانیه کښې د امریکې د توغنده ای سېسټم ځاے پرځاے کېدل د دې سبب شوی دی چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوټین په شمول د دغه هېواد لوړ رتبه چارواکی اعلان وکړی چې دغه هېواد به له دغه اقدام سره د مقابلې لپاره له ټولو لازمی تدابیرو څخه استفاده وکړی.

نېټو د لویدیځ له دغه اقدام سره د مقابلې لپاره د روسیې د دریځونو په اړه داسې تاکید کړے دے: په دې اړه چې د نېټو غړی هېوادونه به د ماسکو د متقابلو اقداماتو هدف وی د روسیې لخوا مطرح شوی ګواښونه هم غېر رغانده دی. همدارنګ په وروستۍ بیانیه کښې یو ځل بیا له روسیې سره د کرېمیا جزیرې د یوځاے کېدو په باره کښې د لویدیځو هېوادونو دریځونه هم مطرح شول او دغه اقدام غندلے شوے دے.

دا په داسې حال کښې دی چې دغه ټاپووزمه په دوه زره څوارلسم کال کښې د یو رېفرېنډم د نتائجو له مخې له یوکرائنه جدا او د روسیې له خاورې سره یوځاے شوې وه.

د دغې غونډې په آخر کښې د نېټو عمومی سېکتر ینس سټولټنبرګ د دغه تنظیم د معیارونو سطحې ته د رسېدو او د اصلاحاتو د رامنځته کولو په لاره کښې د یوکرائن پرمختګ ته په اشارې سره وویل چې د دغه هېواد غړیتوب په اوسنیو حالاتو کښې د نېټو په اېجنډا کښې شامل نه دے.

روسیه چې د اروپا په ختیځ کښې د نېټو د پولو په پراختیا خفه ده اعلان یې کړے دے چې په دغه تنظیم کښې د یوکرائن غړیتوب د ځان په خلاف یو جدی ګواښ بولی او بې ځوابه به یې پرېږندی. په داسې حال کښې چې د پولېنډ د بهرنیو چارو د وزیر په شمول ځینی اروپائی چارواکی په نېټو کښې د یوکرائن د غړیتوب او د دغې طرحې د ملاتړ د زیاتولو لپاره د خبرو اترو خبره کوی، سټولټڼبرګ د دغو څرګندونو په ردولو سره وویل چې ټول تمرکز د یوکرائن د اصلاحاتو په موضوع باندې دے او په نېټو کښې د دغه هېواد غړیتوب به په اوس حال کښې ونه څېړل شی. هغۀ په دې باره کښې څرګنده کړه چې مونږ به له یوکرائن څخه سیاسی او عملی ملاتړ ته دوام ورکړوو او په ورپسې مرحلو کښې به د دغه هېواد غړیتوب وڅېړل شی.

د نېټو عمومی سېکتر همدارنګ وویل چې نېټو به د ترکیې د خاورې د پاسه په نړیو ال هوائی حریم کښې د خپلو الوتکو شتون نور زیات کړی چې په سوریې او عراق کښې له نزدې څخه په حالاتو څارنه ولروو. د نېټو عمومی سېکتر له دې مخکې د امریکې په مشرۍ د داعش په خلاف نومې ائتلاف څخه د ملاتړ په هدف سره له آواکس الوتکو څخه د استفادې لپاره د دغه تنظیم د سرمشرانو د موافقې خبر ورکړے ؤ.

همدارنګ نېټو له افغانستان سره د مرستې لپاره په کال کښې تقریباُ یو میلیارډ ډالره بیل کړل.

په دغه زمینه کښې د نېټو عمومی سېکتر ینس سټولټنبرګ پرون وویل چې د دغه تتظیم غړیو هېوادونو امریکې ته وعده ورکړې ده چې په راتلونکو دریو کلونو کښې د افغانستان د فوځ د بودجې له پوره کولو سره د مرستې لپاره به په کال کښې تقریباً یو میلیارډ ډالر ادا کړی.

سټولټنبرګ د افغانستان د وسله والو ځواکونو د روزنې لپاره د نېټو د ماموریت په باره کښې چې د امریکې او د دغه تنظیم له دولسو زرو ځواکونو سره تر دوه زره اولسم کاله پورې دوام ومومی وویل، نېټو په افغانستان کښې د پاتې کېدو لپاره چمتووالے لری او په همدې وجه دی چې له دوه زره شپاړسم کال نه وروسته هم غواړی په دغه هېواد کښې پاتې شی.

-------------

Add comment


Security code
Refresh