Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
دوشنبه, 11 جولای 2016 14:43

په افغانستان کښې د داعش د موجودیت اعلان

په افغانستان کښې د داعش د موجودیت اعلان
په داسې حال کښې چې د افغانستان ملی اردو او پولیس په پوره توان سره له داعش ترهګرې ډلې سره په جنګ دی، د بدخشان ولایت د پولیسو قومندان اعلان وکړ چې داعش ترهګرې ډلې په یمګان ولسوالۍ کښې د تور بیرغ په پورته کولو سره په دغه ولایت کښې په رسمی ډول د خپل موجودیت اعلان وکړ.

د غلام سخی غفوری په وینا داعش ترهګرې ډلې د یو ویډیو فیلم په خپرولو سره په یمګان ولسوالۍ کښې خپل بیرغ پورته کړی او خپل فعالیتونه یې په رسمی ډول پیل کړل. هغه په عین حال کښې ټینګار وکړ چې د افغانستان ملی پوځ او پولیس به په بدخشان کښې د دغې ترهګرې ډلې د فعالیت مخه ونیسی او د دغې ډلې په سنګرونو باندې په برید سره به یې له مینځه یوسی.

داعش ډلې له دې مخکښې د افغانستان په ننګرهار ولایت کښې هم خپل شتون په ډاګه کړی و. همداشان د افغانستان په فراه، زابل، غزنی، کنړ، غور او قندوز ولایتونو کښې هم د داعش ترهګرې ډلې شتون رپورټ شوی دی او د ځینو سرچینو د خبر له مخې د داعش ډلې کسان په پټه توګه په نورو ولایتونو کښې هم فعالیت کوی.

په افغانستان کښې سیاسی څارونکی په دې باور دی چې داعش ترهګره ډله لا د کسانو په برابرولو لګیا ده او په ټول افغانستان کښې یې خپل شتون په رسمی ډول نه دی اعلان کړی. دا په دې معنا ده چې داعش ترهګره ډله په بهرنیو ملاتړونو او د کسانو په برابرولو سره په افغانستان کښې د خپل موقعیت د پیاوړتیا په حال کښې ده او په همدې وجه په پټه خو په قدرت سره په افغانستان کښې د خپل نفوذ او شتون په پیاوړی کولو لګیا ده.

داشع ترهګرې ډلې د افغانستان ختیځې او شمالی سیمې په نښه کړې دی او هڅه کوی چې د دغه هیواد له شمالی سیمو څخه مرکزی آسیا او قفقاز ته لاره پیدا کړی. له دې امله د افغانستان ولسی جرګې په دې وروستیو کښې د کابل له حکومته وغوښتل چې د داعش ترهګرې ډلې ګواښونه جدی وګڼی.

د ولسی جرګې مشر عبدالروف ابراهیمی د افغانستان له حکومته وغوښتل چې په هیواد کښې له داعش ترهګرې ډلې سره د مقابلې لپاره یولړ تابیاوې په خپله ایجنډا کښې راولی. د افغانستان د ولسی جرګې ځینو غړو هم ټینګار وکړ چې په نورستان او بدخشان او ځینو نورو ولایتونو کښې په داعش ترهګرې ډلې پورې پیئلو کسانو خپل فعالیتونه پیل کړی دی.

ځینی شناندی په افغانستان کښې د داعش د قدرت موندنې اندازه په سوریه او عراق کښې د هغې په ماتو پورې اړونده ګڼی.

داعش چې په عراق او سوریه کښې له خپلو قبضه کړو سیمو په تیښته دی، افغانستان او له پاکستان سره د دغه هیواد قبایلی سیمو ته د خپلو ځواکونو په منتقلولو سره هڅه کوی چې دغه سیمې او افغانستان په سیمه کښې پخپله اډه بدل کړی او د تش په نامه ستر خراسان سیاست اجرائی کړی.

په افغانستان کښې سیاسی ټولنې په دې باور دی چې د داعش ترهګرې ډلې ملاتړی په دغه هیواد کښې داعش ته د طالبانو د ځاې ورکولو په حال کښې دی. ځینی بیا باوری دی چې د دې دوو ډلو ترمینځ نښتې سره به افغانستان له مخکښې نه زیات د کړکیچ او ناامنۍ په لور لاړ شی. ځکه چې طالبان په افغانستان کښې د داعش او د هغه د شتون خلاف دی او د دې دواړو ډلو ځواکونه څو ځله پخپلو کښې ښکیل شوی هم دی.

له دې حالاتو څخه امریکا او ناټو ترټولو زیاته ګټه پورته کوی ځکه چې په افغانستان کښې د ناکرارۍ او کړکیچ دوام د امریکې او ناټو لخوا د افغانستان د نیواک د دوام لپاره ضروری پلمه او فرصت برابروی. دې ته په پام سره چې د امریکې اوږدمهاله سیاست په سیمه کښې پخپلې پوځی اډې باندې د افغانستان بدلول او مرکزی آسیا او قفقاز ته د کړکیچ او ناامنۍ منتقلول او همداشان د چین او روسیې د سرحدونو ګواښل دی، د داعش ترهګرې ډلې شتون یو پلان شوی خوځښت ګڼل کیږی. د دغې ډلې زیاتره غړی د مرکزی آسیا او قفقاز له هیوادونو دی او د افغانستان په شمالی سیمو کښې د داعش شتون د دغې سیمې له هیوادونو سره د هغوی د اسان تړوا د رامینځته کولو امکان برابروی.

په هر حال د سیاسی څارونکو له نظره د افغانستان په بدخشان کښې د داعش ترهګرې ډلې په رسمی ډول څرګندیدل د اوږدمهاله شتون او په افغانستان کښې یې د پوځی ځواکونو د زیاتولو په لړ کښې د امریکې او ناټو له نویو پروګرامونو سره بې تړاوه نه دی او داسې ښکاری چې په افغانستان کښې د لویدیځو په تیره بیا د امریکې د استخباراتی ادارو لخوا یوه نوې ډرامه په اجرا کیدو ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

Add comment


Security code
Refresh