Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 12 جولای 2016 14:14

آبا یوازے پاکستان د افغانستان د جنګ عامل دے؟

آبا یوازے پاکستان د افغانستان د جنګ عامل دے؟
زمونږ د پارس ټوډے رېډیو د رپوټ له مخې افغان ولسمشر په یو اخباری کانفرنس کښې د پولېنډ پائېتخت وارسا کښې د نېټو د سرمشریزې غونډې د نتائجو په اړه وویل،

افغان حکومت هغه څه چې د وارسا له غونډې یې توقع لرله ترلاسه کړل او په دغه غونډه کښې د نړۍ ژمنې د افغانستان د دښمنانو لپاره د باور وړ نه دی. هغۀ همدرنګ وویل چې یو وړوکی هېواد ټوله اسلامی نړۍ له ګواښ سره مخامخه کړې ده او نړۍ پکار دی د لستوڼی د دغه مار د وژلو لپاره لاس په کار شی.

که څه هم هغۀ په واضحه توګه د یو هېواد نوم وانه خېست خو زیاته یې کړه چې په سعودی عربستان کښې ځان وژونکی عملیات چې د یو پاکستانی لخوا ترسره شول دغه هېواد ټولو ته په ډاګه کړے دے. اشرف غنی په وارسا کښې د نېټو په سرمشریزه غونډه کښې هم چې وېنا یې کوله په واضحه توګه ویلی وو چې پاکستان په افغانستان کښې د سولې د رامنینځه کولو اصلی خنډ دے.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د وارسا په غونډه کښې د اشرف غنی څرګندونې خواښینې کوونکې وبللې او وې ویل چې افغانی چارواکی د هېواد په چلولو او له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې د خپلې ناکامۍ ذمه واری د پاکستان غاړې ته اچوی چې دا چاره د سیمې لپاره یوه بدچانسی ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د بیانیې له مخې افغان حکومت څۀ ډول د سولې د ټینګښت لپاره د پاکتسان کوششونه هېرولې شی. آیا د څلور اړخیزې ډلې په غوښتنه یې تېر کال طالب ډله د پاکستان په مری ښار کښې د خبرو اترو مېز ته رانوسته؟ چې په نتیجه کښې یې په افغانستان کښې د سولې د رامنځته کېدو امکانات رامنځته کېدل خو د ملا عمر مرګ دغه ټول کوششونه برباد کړل.

باید وویل شی چې د افغانستان او پاکستا ترمېنځ دغه د خولې جنګ د حامد کرزی د ولسمشرۍ په دوران کښې هم موجود ؤ. که د افغان حکومت د ادعا مطابق په دغه هېواد کښې د جنګ د دوام اصلی علت پاکستان دے نو بیا د امریکې په مشرۍ د نېټو غړیو هېوادونو چې پینځلس کاله وشول له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان امنیت د ساتنې په بهانه یې په دغه هېواد لښکر کشی کړې ده او وخت په وخت د نړیوالو کانفرنسونو په جوړولو سره د افغانستان په نامه د میلیارډونو ډالرو مرستې اعلانوی چې د افغانان په هیڅ ګټه نه دی. لکه د وارسا په غونډه کښې هم تر دوه زره شلم کاله پورې له افغان ځواکونو سره په کال کښې پینځه میلیارډ ډالره مرسته اعلان شوه او دا چې نېټو به افغانستان یوازې پرېږندی او په دغه هېواد کښې به خپل شتون ته دوام ورکړی او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره د دغو ادعاګانو په ځاے ښه نه وه چې په سیمه کښې د ترهه ګرۍ او ناامنۍ جرړې اوچې کړې شی؟

د افغانستان د ولسی جرګې د غړی انجنئر صاحب خان د وېنا له مخې چې زمونږ له رېډیو سره یې د ټیلفون له لارې مرکه کوله دغه مرستې

چې د وارسا په غونډه اعلان شوې په حقیقت کښې لږ تر لږه تر دوه زره شلم کاله پورې د جنګ د دوام ضمانت ورکوی. هغۀ زیاته کړه چې په تېرو پیڼخلسو کلونو کښې د دا ډول زیات کانفرنسونه وشول او میلیارډونه ډالره مرستې اعلان شوې خو تر اوسه د جنګ د ختمېد یا کمېدو لپاره هیڅ نتیجه نه ده لیدل شوې.

د افغانستان د ولسی جرګې د دغه غړی د وېنا له مخې که واقعاً د نېټو غړی هېوادونه په تېره بیا امریکه د افغانستان د امنیت په ټینګولو کښې ریښتینی وی نو په دغو میلیارډی ډالرو مرستو سره د افغانستان لپاره یو ډېر غوره فوځ جوړولې شی چې دا کار نه کوی او یوازې د افغانستان له فوځ سره تر دومره حده مرسته کوی چې جنګ ته دوام ورکړې شی. له افغانستان سره د امریکې د میلیارډونو ډالرو مرستو په اړه چې په تېرو کلونو کښې هم شوې دی د امریکې مطبوعات اعتراف کوی چې دغه مرستې د افغانستان په نامه تصویب کیږی خو تقریباً اتیا فیصده مرستې په مختلفو شکلونو کښې بیا امریکې ته ستنیږی او هغه فوځی وسائل او سازوسامونونه چې د امریکې له شرکتونو څخه له دغو مرستو څخه په څو چند بیو اخېستل کیږی د بلېک واټر وغېره په شان د امریکې مختلف امنیتی شرکتونه له دغو مرستو څخه خپله ونډه حاصلوی یا د امریکې امنیتی، فوځی، استخباراتی او سلاکار ځواکونه چې د افغانستان په اړه فعالیت کوی له همدغو مرستو څخه تنخواګانې اخلی.

نو بس دا ویلې شوو چې امریکې هغه استخباراتی جنګ چې په سیمه کښې یې د خپلو مقاصدو حاصلولو لپاره شروع کړے دے په حقیقت کښې د افغانستان په نامه او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه مخ په وړاندې بیائی او له بده مرغه افغان حکومت د وارسا په غونډه کښې د مرستو اعلان د افغانستان لپاره د یوې سترې لاسته راوړنې په توګه بولی او په دې مېنځومان کښې له پاکستان څخه زیات لنډ دېوال نه وینی. البته په افغانستان کښې د پاکستان مداخلت په کامله توګه څرګند دے خو دغه هېواد په یوازې ځان په افغانستان کښې د جنګ د دوام سبب نه شی کېدې، بلکه د سر د پاسه بادار لری چې د افغانستان د ولسی جرګې د غړی صاحب خان د وېنا له مخې هغه امریکه ده.

د افغانستان د ولسی جرګې یوبل غړی عبدالقادر قلاتوال هم زمونږ له رېډیو سره په ټیلفونی مرکه کښې وویل، تر هغه وخته چې امریکه په افغانستان کښې خپله جنګی پالیسی بدله نه کړی او له دوه رنګه سیاسته لاس و انخلی دغه په میلیاډونو ډالره مرستې چې د افغانستان په نامه اعلانیږی یوازې په دغه هېواد بلکه په سیمه کښې د جنګ د دوام لپاره ګڼلې کیږی.

-------------

Add comment


Security code
Refresh