Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 13 جولای 2016 15:42

په عراق کی له هر ډول اله ګولې او شخړې څخه د دډه کولو ضرورت

   په عراق کی له هر ډول اله ګولې او شخړې څخه د دډه کولو  ضرورت
د عراق لمړی وزیر اعلان وکړ: د موصل د آزادولو عملیات؛ په چټکۍ سره د پرمختګ په حال کی دی، او داعش ته ډیر زیانونه او تلفات ور اوښتی دی.

په عراق کی له هر ډول اله ګولې او

شخړې څخه د دډه کولو

ضرورت

د عراق لمړی وزیر اعلان وکړ: د موصل د آزادولو عملیات؛ په چټکۍ سره د پرمختګ په حال کی دی، او داعش ته ډیر زیانونه او تلفات ور اوښتی دی.

د عراق لمړی وزیر«حیدر العبادی» د دولت د کابینې په غونډه کی اعلان وکړ: عراقی ځواکونو د موصل په آزادولو چټک پرمختګ لرلئ دئ. العبادی زیاته کړه : د داعش ترهه ګره ډله سره پاشل شوې ده، او په «القیاره» کی د دغې ډلې د وژل شویو کسانو شمیر سل ګونه تنه ؤو، سربیره پر دې چی د نوموړې ډلې په سل ګونه غړی، د فلوجې په نږدیو کی؛ او د هغوی زر تنه هم؛ د الانبار په بیدیا کی په هلاکت رسیدلی دی، او دغه عملیات؛ د«الکراده» او «البلد» چاودنو ته یو ځواب ؤو.

العبادی په پای کی اعلان وکړ: داعش غوښتل د الکراده په چاودنې او د شائیعاتو په خپرولو سره، د شاه له خوا ګذار وکړی، ترڅو د موصل د آزادولو عملیات د بندون سره مخامخ کړی.

د عراق لمړی وزیر، ټول سیاسی ګوندونه او ډلې، په فلوجه کی له پوځی لاسته راوړنو څخه د ساتنې لپاره، د لیکو پیوستون او یو موټی توب ته را وبللې.

دا پداسی حال کی ده، چی د عراق دولت؛ له کړکیچ رامنځته کونکو اقداماتو او شخړې څخه په مخنیوی کولو باندی، ټینګار کړئ دئ.

د جُمعې په ورځ، د مظاهرو د کولو لپاره د عراق د صدر ډلې د مشر«مقتدی صدر» له بلنې وروسته، د عراق د لمړی وزیر« حیدر العبادی » دفتر، د سه شنبې په ورځ، د یوې بیانیې په ترځ کی د دغه هیواد له خلګو وغوښتل؛ له امنیتی ځواکونو سره په مرسته کی، پخپل تاریخی مسؤلیت، چی له ټروریزم سره په جګړه کی دی، عمل وکړی؛ او په فرعې او جانبې مسایلو باندی د امنیتی قواؤو له ښکیلولو څخه دی، ډډه وکړی.

د عراق دولت یو ځلې بیا، د اصلاحاتو د سرته رسولو، او د فساد او مفسدانو، او د فساد له هر ډول بڼو سره د مبارزې په هکله، پخپل هوډ باندی په ټینګار سره، اعلان وکړ: په بی نظمۍ، او په طبیعی ژوندانه او خدماتی چارو کی د اخلال په رامنځته کولو سره، نشی کیدا اصلاحات پر مخ بوزو.

د ویلو وړ ده، چی د عراق د صدر ډلې مشر؛ عراقیانو ته بلنه ورکړه، چی د جمعې په ورځ د بغداد په مرکز؛ د«التحریر» په چوک کی، په مظاهرو کی برخه واخلی. ده له دغو مظاهرو څخه هدف، د فساد له منځه وړل، او د مفسدانو لیری کول اعلان کړی دی.

د عراق په پارلمان کی د بدر فراکسیون مشر«قاسم الاعرجی» هم، د دغه هیواد کړکیچ ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د عراق سیاسی فراکسیونونه باید، هر څه ژر په پارلمان کی په حاضریدو سره، خپلې غونډې ترسره کړی، او د دغه هیواد د ستونځو د هوارۍ لپاره، کار ته دوام ورکړی.

عراق؛ د تکنوکراتې کابینې د جوړولو لپاره، د هلو ځلو له کبله له سیاسی لانجې سره مخامخ شوئ، او هر کله نا کله؛ د مقتدی صدر پلویان، د بغداد په الخضرا سیمه کی، د رښتنی اصلاحاتو په نه کیدو باندی په اعتراض کی، مظاهری کوی.

دا پداسی شرایطو کی ده، چی د«عراقی ځواکونو» د اتحاد په نامه، د عراق په پارلمان کی د اهل سنت ډیر ستر فراکسیون، د دفاع؛ ټرانسپورټ، او مالیې د وزیرانو د استیضاح لپاره، د پارلمان له فیصلې څخه خبر ورکړئ دئ.

د عراقی ځواکونو د اتحاد یو مشر، محمد الکربولی، په یوه بیانیه کی ډاګینه کړه: پارلمان؛ د سه شنبې په ورځ، د ۲۲۷ ؤ نمایندګانو په حضور کی، خپله عادې غونډه ترسره کړه، او د دفاع د وزیر«خالد العبیدی» د استیضاح غوښتنې ته یی، چی د پارلمان د یو نماینده، عالیه نصیف، له خوا مطرح شوې وه؛ ر سیدګې وکړه.

ده وویل: پدغه غونډه کی؛ د ټرانسپورټ د وزیر د استیضاح غوښتنه، چی د پارلمان د یو استازی«ناظم الساعدی» له خوا وړاندې شوې وه، او همداراز د مالیې د وزیر«هوشیار زیباری» د استیضاح غوښتنه، چی د پارلمان د نماینده«هیثم الجبوی» له خوا مطرح شوې وه، وڅیړله شوه. الکربولی زیاته کړه: پارلمان به نن، د دغو دریو وزیرانو د استیضاح نیټه وټاکی.

Add comment


Security code
Refresh