Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 14 جولای 2016 17:48

د هند او افغانستان د اړیکو پراختیا

د هند او افغانستان د اړیکو  پراختیا
هندوستان او افغانستان پدی لټه کی دی؛ چی له خپلو ټولو ظرفیتونو څخه، د خپل منځنیو اړیکو د پراختیا لپاره استفاده وکړی. په همدی دلیل، د یو او بل پایتختونو ته د دؤو هیوادونو د مقامونو سفرونه زیات شوی دی، او نوی موافقه لیکونه لاسلیکوی.

د دغو تګ راټکونو په دوام کی، پرون په کابل کی، د افغانستان د وحدت ملی د دولت د اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله، په حضور کی، د لس هاؤو میلیون ډالرو په ارزښت، نږدی ۸۰ تفاهم لیکونه او موافقې لاسلیک شوې.

عبدالله عبدالله؛ د دغو اسنادو له لاسلیکولو سره په یو وخت، وویل: په تیرو ۱۵ ؤ کلونو کی، هند د یو ښه همکار په توګه، په مختلفو ډګرونو کی له افغانستان څخه ملاتړ کړئ دئ.

ده څرګنده کړه: د روغتیایی چارو او درملنو، اوبو او بریښنا، اطلاعاتو او کلتور، د ښځو چارو، او د کار رامنځته کولو په شان، په مختلفو ډګرونو کی، د نوی ډیلی او کابل ترمنځ د لس ګونو تفاهم لیکونو او د همکارۍ د موافقو لاسلیکیدل، د هند او افغانستان د اړیکو د پراختیا لپاره، یو ستر ګام دئ.

پدی وروستیو کی د هند خارجه وزیر«سوشما سوراج» هم اعلان وکړ: دغه هیواد؛ د افغانستان د امنیت او سوکالتیا برابرولو ته ژمن دئ.

ده په نوی ډیلی کی، د افغانستان د اوبو او بریښنا د وزیر«علی احمد عثمانی» په شتون کی وویل: هند، پخپل ټول توان، له افغانستان څخه په ملاتړ کی، او د دغه هیواد د اقتصادی رونق لپاره، هڅه کوی. د هند خارجه وزیر، د افغانستان په هرات ولایت کی، د«سلما» بند جوړول، نا امنیو او د دغه هیواد په اتباعو باندی حملو ته په پام سره، یو ډیر مهم کار وباله، او ډاګینه یی کړه: د هند دغه اقدام؛ له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره، د دغه هیواد د جدی هوډ ښودونکئ دئ.

د هند لمړی وزیر«نارندرا مودی» او د افغانستان ؤلس مشر«اشرف غنی» د جون په څلرمه نیټه، په هرات کی د سلما بند، افتتاح کړ. دغه بند، چی د هریرود سند په وړاندی جوړ شوئ، د ۴۲ مګاواټه بریښنا د تولیدولو، او د بند د شاوخوا کرهڼیرو ځمکو له ۷۰ څخه تر ۸۰ زره هکټاره ځمکو د اوبولو ظرفیت لری.

د افغانستان د ؤلس مشر، اشرف غنی، له قوله، دغه هیواد له ډیرې پخوا مودې څخه، له هند سره اړیکې لری، او د دوؤ هیوادونو ترمنځ؛ ډیر ګډ کلتوری، سیاسی او تاریخی ټکی شته دی.

د ایران په سویل ختیځ کی، د چابهار له بندر څخه د هند او افغانستان د سوداګرو ګټه اخیستل، د افغانستان د بیا جوړونې، او اقتصادې پراختیا لپاره، د نوی ډیلی د هوډ یوه بله نښه ګنله کیږی.

افغانستان او هند هیله من دی، د چابهار بندر د ظرفیتونو په زیاتولو سره، خپل د اړتیا وړ کالی او شیان، له دغه بندر څخه، خپلو هیوادونو ته منتقل کړی، او خپلې سوداکریزې اړیکې، د چابهار بندر له لاری، د منځنۍ آسیا له هیوادونو سره پراخې کړې.

په وروستیو میاشتو کی، د کابل او نوی ډیلی، د اړیکو په ګرمیدو سره؛ د خپل ختیځ ګاوندی، او د هندوستان د پخوانی سیال«پاکستان» سره، د افغانستان اړیکې، خړ پړې شوی دی، دا شان چی؛ د افغانستان او پاکستان پوله ساتو ځواکونو، پدی وروستیو کی د تورخم په پوله کی په نښتې لاس پوری کړئ دئ.

د هند د ملی امنیت د سلاکار له قوله؛ په افغانستان کی د داعش ترهه ګره ډله، پدی هیواد کی د هند ګټې ګواښی، ځکه چی د پاکستان له خوا د دغې ډلې د ملاتړ احتمال شته دئ.

د هند د ملی امنیت سلا کر«آجیت دوال» اعلان وکړ: په افغانستان کی د داعش په ترهه ګری ډلې پوری له مربوطو کسانو څخه، د پاکستان د استخباراتی سازمانونو له خوا ملاتړ کیږی. له همدی کبله، په هند پوری د مربوطو مرکزونو د ګواښیدو احتمال زیات شوئ دئ، که څه هم پاکستان، د هند د مقامونو دغه ادعا ردوی.

Add comment


Security code
Refresh