Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
جمعه, 15 جولای 2016 13:44

ترهه ګری د لویدیځ استکبار اوزار

ترهه ګری د لویدیځ استکبار اوزار
زمونږ خبریال راپور راکوی یوه موده کیږی چی ترهه ګری اروپایی هیوادونو په تیره بیا فرانسې ته هم غځیدلی ده او کله کله په یوه اروپایی هیواد کې ترهه ګره حمله کیږی

. بیګا هم د فرانسې په نیس ښار کې د دغه هیواد د ملی ورځې د جشن په دستورو کې یوه ترهه ګر له خپل ټرک په استفادې سره ترهه ګره حمله وکړه او هم یې په خپل ټرک سره بیګناه کسان چی پکې ښځې ، ماشومان او ځوانان شامل دی لاندې کړل او هم یې په خلکو ډزې وکړې چی له امله یې ۸۰ کسان مړه او څه د پاسه ۱۰۰ هم ژوبل شوی دی . دا په داسې حال کې دی چید افغانستان ، پاکستان ، عراق ، سوریې او لیبیا په شمول په اسلامی هیوادونو کې هره ورځ وحشتناکې ترذهه ګرې حملې کیږی ، که په فرانسه کې اوه میاشتو وروسته ترهه ګره حمله کیږی نو اسلامی هیوادونو کې هره ورځ داسې حملې کیږی او هره ورځ د دغو ترهه ګرو حملو په نتیجه کې په سلګو بیګناه مسلمانان مړه او ژوبل کیږی او د دغو حملو پړه هم طالبان ، القاعده او زیاتره داعش پر غاړه اخلی لکه څرنګه چی د فرانسې د نیس حملې مسولیت یې پرغاړه اخیستلې دی . اوس دا پوښتنه مطرح ده چی د داعش ترهه ګره ډله چی د القاعدې او طالبانو په نسبت په نړیواله او سیمه ایزه سویه زیات جنایتونه کوی او ویلې شو چی د درستې نړۍ امنیت یې له چیلنج سره مخامخ کړی دی ، څرنګه دا کار ممکن دې ؟د دغې ترهه ګرې ډلې پرضد د امریکا او عربستان په مشرۍ نړیوال او سیمه ایز ایتلافونه جوړ شوی دی چی د دغې ډلې پر ضد د سختو هوایی بمباریو او حملو ادعاګانې هم کوی ولې دغه دله له مینځه نشی وړلې ؟یا طالبان او د حقانی ډله چی درست افغانستان ته یې د جنګ لمن غځولی ده او په د افغان ځواکونو حتی په افغانستان کې موجودو د ناټو او امریکایی عسکرو قدرت یې تر پوښټنې لاندې راوستې دې ، څرنګه له دغو ډلو سره مقابله نشی کولې ؟چی ځواب یې په هغو اسنادو او شواهدو کې موندلې شو چی د افغانستان د استخباراتی ادارې د پخوانی مشر رحمت ا... نبیل پرون په رسندویو کې خپاره کړی دی . هغه په دفو اسنادو او شواهدو کې ادعا کړی ده چی د پاکستان ای ایس ای له حقانی شبکې او ځینو نورو ترهه ګرو ډلو ملاتړ کړی . رحمت ا... نبیل ادعا کړه ده چی ای ایس ای د حقانی شبکې د قوماندانانو لپاره امن ځایونه او تجهیزات برابر کړی دی ، دغه اسناد او مدرکونه همداراز وایی چی ۵۱ فعالې ترهه ګرې ډلې له دینی مدرسو کسان اخلی . نبیل په دغو اسنادو او مدرکونو کې چی په رسندویو کې خپاره شوی دی ادعا کوی د ضرب عضب په نوم د پاکستان د پوځ عملیات چی په ۲۰۱۴ میلادی کال کې په شمالی وزیرستان کې پیل شوی ، هدف یې افغانستان ته د ترهه ګرو انتقالول ، د دغه هیواد ناامنه کول او د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د پروسې ګډوډول وو .

افغان ولسمشر اشرف غنی هم د خپلې ولسمشرۍ په لومړی پړاو کې یې پاکستان په لور د ملګرتیا لاس اوږد کړی وو ، اوس پاکستان د افغانستان د جنګ اصلی عامل بولی لکه څرنګه چی په وارسا کې یې د ناتو په سرمشریزه کې په ډاګه وویل د سولې په لاره کې اصلی خنډ پاکستان دې ، البته یوه موده کیږی چی د امریکا ځینې اوسنی او پخوانی مقامات هم په پاکستان د نیوکو په ترڅ کې په اسلام اباد دباو اچولی دی چی له دوه ګوڼی سیاسته لاس واخلی او د ترهه ګرو ډلو په تیره بیا حقانی شبکې پرضد جدی اقدامات وکړی . دا چی امریکا په تیرو ۱۵ کلونو کې په افغانستان کې د پاکستان په لاسوهنې چوپتیا غوره کړی او اوس یې په دغه هیواد دباو اچولی دې ، پښتو راډیو په فرانسې کې میشت د افغانستان د سیاسی مسلو د کارپیژاندی ښاغلی ډاکټر محمد اکبر وردک نظر د ټیلی فون په لیکه وپوښته چی هغه په ځواب کې وویل پاکستان چی تراوسه د افغانستان د ناامنیو سبب شوی په یوازې سر یې دا کار نشو کولې ، پاکستان چی په افغانستان کې هر کار کړی دی د امریکا په اجازې او غږملتیا یې کړې دې ، په افغانستان کې د امریکا او پاکستان ګټې یو شانته دی . هغه زیاتوی چی ګومان نه کوی پاکستان پرضد د امریکا اوسنی دباونه نتیجه ورکړی او دغه دباونه زیاتره د عمومی افکارو د غولولو لپاره دی . ښاغلې وردک چی په فرانسه کې میشت دې ، په نیس ښار کې بیګانۍ ترهه ګرې حملې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل د داعش په شان ترهه ګرې ډلې چی د اسلام او مسلمانانو په نوم جوړې شوی ، په حقیقت کې د لویدیځ استکبار په تیره بیا امریکا په وسیله جوړې شوی چی د عربستان او پاکستان په شان ځینو سیمه ایزو هیوادونو هم ورسره مرسته کړی ده . د وردک په وینا د امریکا او عربستان په مشرۍ دوه ستر ایتلافونه داعش پرضد جوړ شوی ، هغه وخت دغه ډله چی د درستې نړۍ امنیت یې له چیلنج سره مخامخ کړی ، له مینځه نده وړی ، نو روښانه ده چی د دغو ډلو له جوړولو د لویدیځ استعمار په وسیله څو ستر هدفونه تعقیبږی . لومړې دا چی په لویدیځ په تیره بیا فرانسه کې د اسلام د ودې مخینوې وشی دوهم دا چی د دغه ډول جنایتکارو ، غیر اسلامی او بشری ضد ډلو په جوړولو سره چی د سوچه محمدی (ص ) اسلام د بدنامۍ سبب کیږی ، اسلامی امت خپلو کې وویشی لکه چی نن سبا همدغه ډلې د اسلامی امت ترمینځ د داخلی جنګ سبب شوی دی او دریم هدف دا دې چی له دغه ډول جنایتکارو ډلو سره د مبارزې په پلمه په سیمه په تیره بیا اسلامی هیوادونو کې د امریکا او د هغې د متحدانو پوځی شتون دوام ومومی تر څو په سیمه کې د حیاتی او سټراټیجیکو سیمو په لاس کې اخیستلو سره په سیمه کې ځینې هغه هیوادونه چی د لویدیځ د استعمار په لاره کې خنډ دی ، کلابند او دباو لاندې راولی او په دغو هیوادونوکې د عربستان ، ځینو نورو عربو او پاکستان په شان لاس پوڅی حکومتونه ځای پر ځای کړی .

عاشق حسین طوری

Add comment


Security code
Refresh