Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
شنبه, 16 جولای 2016 17:30

په ترکیه کی د کودتا په باره کی د ایران د اسلامی جمهوریت دریځونه

 په ترکیه کی د کودتا په باره کی د ایران د اسلامی جمهوریت  دریځونه
په ترکیه کی له پوځې کودتا وروسته، د ایران د اسلامی جمهوریت مقامونو، دغې کودتا ته عکس العمل وښود.

کودتاچیانو نن سهار، په تیره بیا د ترکیې په پایتخت(انقره) او استانبول، د دغه هیواد د پوځ د لوی درستیز والۍ د قوماندانۍ د مرکز، د هوایی ډګرونو؛ او ټلویژنی اسټیشنونو د کنټرول، په شان د ګنو استراتجیکو برخو د نیولو، او یوې بشپړې کودتا د کولو اراده درلوده، چی نتیجې ته ونه رسیدله.

د ایران خارجه وزیر؛ د ترکیې د پیښو په وړاندی په عکس العمل کی، په کلکه پدی هیواد کی له رامنځته شوی کړکیچ څخه، اندیښنه څرګنده کړه.

د ایران خارجه وزیر، محمد جواد ظریف، پخپل ټویتر کی د دی ټکی په بیانولو سره، چی د ترکیې د خلګو ډموکراسې او امنیت، یوه مهمه مسئله ده، ولیکل: اتحاد او زغم یو ډیر مهم او لازم کار دئ.

ظریف زیاته کړه: له ډموکراسۍ او خپل منتخب دولت څخه، د ترکیې د خلګو اتلانه دفاع کولو، دا موضوع ثابته کړه؛ چی په سیمه کی کودتا هیڅ رول او موقعیت نه لری، او په ماتې باندی محکومه ده.

د ایران د استخباراتو وزیر«سید محمد علوی» هم، هیله څرګنده کړه: چی ثبات او امنیت په ترکیه کی ټینګ شی.

د ایران د ملی امنیت د لوړې شورا منشی، علی شمخانی هم، د ترکیې پیښو ته په عکس العمل کی وویل: پدی هیواد کی بی ثباتې، د خلګو د امنیت او آرامتیا په وړاندی خنډ دئ.

د ایران د ملی امنیت د لوړې شورا منشی زیاته کړه: د ایران او ترکیې ټولې ځمکنۍ او هوایی ګډې پولې، تر بشپړې څارنې او کنټرول لاندی دی، او پدې برخه کی جامع څارنه واکمنه ده.

د ایران د اسلامی جمهوریت د ؤلس مشر د دفتر سیاسی مرستیال،«حمید ابو طالبی» هم، وویل: د ایران اسلامی جمهوریت، له خلګو او د انتخاباتو له لارې له رامنځته شویو نظامونو څخه ملاتړ کول، له خپلو مهمو اصولو څخه ګنی، او باوری دئ؛ چی د ترکیې مسلمان او ګاونډی خلګ به، خپل حاکمیت بیرته ترلاسه کړی.

په انقره کی د ایران سفارت د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ: په ترکیه کی حاضر ایرانیان باید، د دغه هیواد د امنیتی مقامونو خبرداریو ته پام وکړی، او تر ثانوی خبرتیا پوری؛ ګنه ګونی لرونکو ځایونو، او یا د نورو هیوادونو نمایندګیو ته مراجعه ونه کړی. د تهران د امام خمینی ره د هوایی ډګر د چارو مرستیال«کوروش فاتحی» وویل: ترکیې ته د دغه هوایی ډګر ټولې الوتنې د مسافرانو د امنیت د برابرولو په منظور، تر بلې خبرتیا پوری ځنډولی شوی دی.

فاتحی زیاته کړه: ترکیې ته الوتنې، د دغه هیواد د امنیتی شرایطو له څرګندیدو وروسته، و ټاکلی شی.

په همدی حال کی، د ایران او ترکیې ټولې سرحدې لویې لاری هم، تر بلې خبرتیا پوری تړلی دی.

د ایران په شمال د بازرګان دری لارې، د خوی په ؤلسوالۍ کی د رازی، او د ارومیه په ؤلسوالۍ کی د سرو لارې، چی د ایران او ترکیې ترمنځ رسمی پولې ګنلې کیږی، نن تړلی دی.

د نړۍ زیاترو هیوادونو، د ترکیې له قانونی او ؤلسی دولت څخه په ملاتړ کی، منطقی دریځ غوره کړی، او پدی هیواد کی یی کودتا وغندله. له نړیوالو رسنیو څخه خپاره شوی تصویرونه د ترکیې د خلګو د پراخ شتون، ښودونکی دی؛ چی په لاسو کی د دغه هیواد د ملی بیرغ په لرلو، او د پولیسو ځواکونو سره یی اوږه په اوږه، په هوښیارۍ سره له پوځیانو سره په مقابلې لاس پوری کړ.

Add comment


Security code
Refresh