Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 17 جولای 2016 12:58

ایا د بشری حقوقو ځینې اورګانونه او ادارې خپلواکه دی ؟

ایا د بشری حقوقو ځینې اورګانونه او ادارې خپلواکه دی ؟
زمونږ خبریال راپور راکوی د خپلواکه ټکې چی د ځینو سیمه ایزو او نړیوالو اورګانونو او موسسو حتی په سیمه کې ځینو هیوادونو لپاره کارول کیږی باید د دغو اورګانونو او دولتونو د کړچار په سنجولو سره جوته شی چی واقعا د خپلواکه ټکې په دغو موسسو ، اورګانونو او حکومتونو پوره راځی که څنګه ؟

د بیلګې په توګه د افغانستان د بشری حقوقو خپلواکه موسسه چی ځان خپلواکه بولی په افغانستان کې په تیر کال کې د ملکیانو دتلفاتو په اړه د راپور په خپرولو سره ادعا کړی ده چی تیر کال ۳۱۲۹ ملکیان وژل شوی او ۶۳۰۲ نور هم ژوبل شوی دی . دغه راپور زیاتوی چی دغه شمیر په وروستیو کلونو کې اته اعشاریه اوه فیصده زیات شوی دی . نوموړی موسسې په خپل راپور کې یوازې طالبان او ځینې ځای او ا منیتی ځواکونه د ملکیانو د تلفاتو اصلی عاملان معرفی کړی دی . دا په داسې حال کې دی چی په دغه راپور کې په ملکیانو د بهر نیو عسکرو د بی پایلیټه الوتکو هوایی حملو ته هیڅ اشاره نده شوی مثلا په ۱۳۹۴ کال کې په کندوز کې د بی پولې ډاکټرانو په روغتون حمله چی پکې یو شمیر ناروغان ، ډاکټران او د روغتون کارکونکی وژل شوی کومه اشاره نده شوی او په افغانستان کې د ملګرو ملتودفتر هم څه موده وړاندې په دې باره کې په یوه راپور کې ویلی وو چی په ۲۰۱۵ م کال کې په افغانستان کې ۱۱۰۰۲ ملکیان مړه او ژوبل شوی دی .

د تهران پښتو راډیو په دې باره کې د افغانستان د علومو په اکیډمۍ کې د دایره المعارف برخې د مشر ښاغلی حبیب ا... رفیع نظر پوښتلې دې چی هغه په ځواب کې د افغانستان د بشری حقوقو په موسسې د نیوکې په ترڅ کې وویل د نوموړی موسسې بودجه له امریکا تامینیږی نو ممکنه نده چی داسې موسسه د خپل ارباب جنایتونو ته انعکاس ورکړی . د ښاغلی رفیع په وینا د دغه ډول راپور خپریدا زیاتره د امریکا په جنایتونو د برغولی کیښودلو لپاره دې . هغه همداراز له امریکا سره د کرزی دولت پټ تړون او له واشنګټن سره د اشرف غنی دولت امنیتی تړون ته په اشارې سره جوته کړه افغان دولتونو امریکا ته په قانونی توګه دجنایتونو د ترسره کولو اجازه ورکړی ده او هر ځای کې چی زړه یې غواړی اډه جوړولې شی او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه هر څومره چی غواړی په افغانستان کې پاتی کیدلې شی .

تهران راډیو همداراز د افغانستان د بشری حقوقو د موسسې د وروستی راپور په هکله د افغانستان د پارلیمان د فعال غړی ښاغلی حاجی عبید ا... بارکزی نظر وپوښته چی هغه په ځواب کې د افغانستان د بشری حقوقو د موسسې په وروستی راپور د سختې نیوکې په ترڅ کې وویل نوموړی موسسه د افغان دولت په شان د امریکا پیسې خوری . د ښاغلی بارکزی په وینادغه ډول موسسې ، د بشری حقوقو د موسسو په شان نړیوال او سیمه ایز اورګانونه او ځینې حکومتونه په بشپړه د امریکا تر واکوالۍ لاندې دی او د امریکا د غوښتنې په اپوټه فعالیت نشی کولې بلکې همدغه سیمه ایز او نړیوال اورګانو له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د بشری حقوقو د دفاع په پوښښ کې د امریکا لپاره د جنایتونو د ترسره کولو لپاره قانونی لارې برابرې کړی دی .

د افغانستان د پارلیمان دغه غړی زیاته کړه چی امریکا په یوه پروګرام او دسیسې سره په افغانستان لښکر کښی کړی ده او غواړی چی د سیمې درست هیوادونه تر خپلې سلطې لاندې راولی ، همداراز د سیمې د سترو هیوادونو لکه روسیه او چین ته د ترهه ګرۍ د انتقالولو له لارې دغه هیوادونه ناامنه او خپلې سلطې لاندې راولی . ښاغلی بارکزی همدراز هغو میلیارډی مرستو ته په اشارې سره چی د ناټو د ورشو په وروستۍ سر مشریزې کې له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ م کاله پورې کیږی ، وویل دغاه مرستې د افغانستان د جنګ او ترهه ګرۍ د ختمولو لپاره ندی بلکې په سیمه او افغانستان کې د جنګ د دوام لپاره دی .

عاشق حسین طوری

Add comment


Security code
Refresh