Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
چهارشنبه, 20 جولای 2016 15:51

په ایران باندې د تورونو لګولو لپاره د سعودی او عربو اتحادیې تحرکات

په ایران باندې د تورونو لګولو لپاره د سعودی او عربو اتحادیې تحرکات
د عربو اتحادیې عمومی سېکتر احمد ابوالغیط چې په دې وروستیو کښې په دغه پوسټ غوره کړے شوے دے په دې ورځو کښې کوشش کوی چې د سعودی د چلندونو په تائید کښې په یو لړ څرګندونو سره د سعودیانو تاوتریخوالی جوړوونکی سیاستونه توجیه کړی.

هغۀ پرون له العربیه ټیلی ویژنی چېنل سره په  خپله وړومبنۍ مرکه کښې په موریتانیه کښې په راتلونکو څو ورځو کښې د دغې اتحادیې د غونډې د اېجنډا په باره کښې وویل، د هغۀ په اند د ایران ګواښونه د دغې غونډې په اېجنډا کښې شتون لری. احمد ابوالغېط زیاته کړه بحرېن هم د دې مسئلې د څېړلو غوښتونکے دے.

هغۀ په دوام کښې وویل، (( هرچا چې د عربو اتحادیې د عمومی سېکتر په خبرو نیوکه وکړه نو په حقیقت کښې خپله په دغې اتحادیې باندې یې نیوکه کړې ده. هغۀ تاکید وکړه چې زۀ کوشش کوم چې د عربو او عربو اتحادیې د ارادې بیانوونکے اوسم.))

له دغو څرګندونو سره په یو وخت د سعودی د بهرنیو چارو وزیر هم د ایران، عراق، سوریې او د لبنان د حزب ا... په خلاف زړې ادعاګانې تکرار کړې او ادعا یې وکړه  چې سعودی د ایران په خلاف هیڅ اقدام نه دے کړے. عادل الجبیر په سیمه کښې له ترهه ګرۍ څخه په  ملاتړ کښې د سعودی په څرګند کردار باندې د برغولی اېښودو لپاره ادعا وکړه چې ایران په سوریې، عراق، کویت، بحرېن، سعودی او یمن کښې له ترهه ګرۍ او بلوه جوړونې څخه ملاتړ کوی او همدغه مسئله د قبیله پالنې سبب شوې ده.

د دغو ادعائی دریځونو په شننه کښې دوه ټکی موجود دی چې دا ښودنه کوی چې دغه تحرکات یو پلان شوے بهیر او له برجامه وروسته د ایران ګوښې ته کولو د سیاسیت په دوام کښې دے. د بحث وړومبنے ټکے له اېټمی موافقې وروسته د ایران د توغنده ای توان له ګواښ ښودلو سره اړوند دے چې د برجام په اړه د ملګرو ملتو د مشر بان کی مون په وروستی رپوټ کښې هم څرګند دے. د ملګر ملتود مشر د رپوټ په یوه برخه کښې ادعا شوې ده چې د ایران  توغنده ای پروګرام د موافقې له روح سره سمون نه خوری.

د ایران لخوا دغه ادعا په سختۍ سره رده شوې او د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې د ملګرو ملتود مشر د رپوټ دغه برخه په کامله توګه غرضی او د امریکې تر دباولاندې بللې شوې ده.

د ملګرو ملتو د مشر له غرضی رپوټ سره په یو وخت د عربو اتحادیې د عمومی سېکتر او د سعودی د بهرنیو چارو د وزیر د مغرضانه څرګندونو په شننه کښې دویم ټکے دا دے چې ایران د سیمې د  بدلونونو له متنه لرې کړې او په ځاے یې په ادعائی او ستومانه کوونکوتورونو او مسائلو کښې ښکېل کړی.

دغه تحرکات ښودنه کوی چې د ایران په خلاف منصوبې جوړول یو څو اړخیز بهیر دے. دغه ادعاګانې له دې مخکې د اېټمی موضوع او د اېټمی موضوع د ګواښ ښودلو په محوریت سره تعقیبېدې خو په اېټمی موافقې سره دغه تحرکات تر یوۀ حده کم شول او اوس ادعائی موضوعات په دې موضوع باندې متمرکز شوی دی چې د ایران توغنده ای پروګرام د سیمې د امنیت لپاره یو ګواښ دے.

مسئله دا ده چې سعودی په سیمه کښې لوړ الوت لرنکے سیاست تعقیبوی او په همدې تګلارې سره یې یمن په ناغوښتونکې جنګ کښې ښکېل  کړ، په داسې حال کښې چې په سوریې، بحرېن او لبنان کښې هم ریاض په خپل تخریبی مداخلت سره بحران جوړوونکے شوے او حالات یې لا پېچلی او بحرانی کړی دی. سعودی په یمن کښې له فوځی مداخلت او له داعش تکفیری - صهیونېسټی ډلې څخه له مالی او تسلیحاتی ملاتړ نه علاوه په بحرېن کښې هم د خلقو د وحشیانه ځپلو بهیر ته وردانګلی دی. ریاض اوس ځان د سیمې د بدلونونو په ډګر کښې د سیاسی لوبې بائېلونکے بولی او کوشش کوی چې په سیمه کښې د بحران جوړونې او له ایران سره د مقابلې په لړ کښې د عربو اتحادیې له ظرفیتونو څخه استفاده وکړی.

د فارس خلیج د ملګرتیا شورا او  عربو اتحادیې څه موده مخکې د سعودی تر دباو لاندې حزب ا... د ترهه ګرو ډلو په لېسټ کښې راوستۀ او دغه اقدام یې د صهیونېسټ رژیم د خوښۍ سبب شو. خو پوښتنه دا  ده چې د سعودی دغه چلند تر څومره اندازې له سعودی سره مرسته کولې شی. سیاسی څارونکی باوری دی چې له دغه خپل جوړ کړې شوی مشکل څخه د بهر راوتلو لپاره د سعودی یوازېنۍ لاره د ریاض د تګلارو بدلول، د چلند اصلاح کول او د تېرو غلطیو تلافی کول دی.

-----------------

Add comment


Security code
Refresh