Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 21 جولای 2016 14:34

د برجام د بشپړه اجرا لپاره له نړیوالو قوتونو د ملګرو ملتو د مشر غوښتنه

د برجام د بشپړه اجرا لپاره له نړیوالو قوتونو د ملګرو  ملتو د مشر غوښتنه
د ملګرو ملتو مشر بان کی مون پرون له نړیوالو قوتونو وغوښتل چې دا اطمینان دې حاصل کړی چې له ایران سره تاریخی اېټمی موافقه د دغه هېواد د خلقو لپاره یوه محسوسېدونکې ګټه رامنځته کړی.

د روئیټر خبری اژانس د رپوټ له مخې هغۀ دغه څرګندونې له دې وروسته وکړې چې ایران تاکید وکړ چې د بائیکاټونو له کمښته یې په بشپړه توګه فائده نه ده حاصله کړې.

بان کی مون د برجام د اجرا په باره کښې د امنیت شورا ته په خپل وړومبنی رپوټ کښې د وېزې  د صادرېدو له محدودیتونو او په امریکه کښې د ایران د مرکزی بېنک د پانګو له ایسارولو او همدارنګ د بائیکاټونو په پوره توګه له نه لغو کېدو څخه د ایران شکایت ته اشاره کړې ده.البته امریکې د بان کی مون په دغه اقدام نیوکه کړې ده.

په ملګرو ملتو کښې د امریکې سفیرې مېرمن سامانتا پاور د امنیت د شورا  په غونډه کښې وویل چې امریکه د دغه رپوټ له مختلفو برخو سره پوره مخالفه ده.

مېرمن پاور زیاته کړه، د ملګرو ملتو د  امنیت شورا بان کی مون ته دا اجازه نه ده ورکړې چې د اېټمی موافقه لیک په چوکاټ کښې د بائیکاټونو د کمښت له چلند څخه د ایران د شکایت په شمول دې د یو لړ مسائلو په باره کښې رپوټ وړاندې کړی.

خو بان کی مون په هغه بیانیه کښې چې پرون خپره شوه یو ځل بیا له امریکې غوښتی دی چې د بائیکاټونو د کمښت د حدودو د واضحه کېدو د تجارتی موافقو د تشویق لپاره دې لا زیات کار وکړی.

هغه اروپائی بېنکونه چې ځینې یې د ایران د بائیکاټونو د خلاف ورزۍ په خاطر له سزاګانو سره مخامخ شوی دی له ایران سره د تعلقاتو د بیا شروع کولو په اړه شک لری او وائی چې پکار دی ورته ضمانت ورکړے شی چې بیا له سزاګانو سره  مخامخ نه شی.

خو هغه ګنګوسۍ چې د امریکې له دننه څخه اورېدل کیږی د داسې بهیرونو د دوام ښودنه کوی چې که څه هم اجرائی اړخ نه لری خو په برجام باندې د داسې منفی اثراتو ښودنه کوی چې د امریکې د کورنیو سیاسی دسته بندیو په قالب کښې مطرح کیږی. په همدې اړه د دوه کاله شپاړسم کال لپاره د ری پبلګن ګوند له پروګرام سره اړوند سند کښې برجام ته اشاره شوې  او پکې راغلی دی: مونږ د نړیوالو بائیکاټونو د ختمولو لپاره له ایران سره د امریکې د حکومت موافقه د دغه هېواد د حکومت او د خبرو اترو د شریکانو ترمېنځ یوه شخصی موافقه ګڼو او هغه د امریکې د راتلونکی ولسمشر لپاره ضروری په نظر کښې نه نیسو.

څرګنده ده چې په امریکه کښې د ولسمشر له بدلېدو وروسته د برجام د لغو کېدو په اړه دا ډول دریځونه او لفاظۍ د امریکې په ا نتخاباتی فضاء کښې د صهیونېسټی لابۍ تر تاثیر لاندې او د عامه افکارو د نظر د جلبولو لپاره په تبلیغاتی استعمال سره مطرح شوې دی.

یو کال مخکې د ملګرو ملتو د امنیت شورا دوه زره دوه سوه یو دېرشم پرېکړ لیک تصویب کړ چې پکې یې د ایران د اېټمی مسئلې په باره کښې د ګډ اقدام بشپړه پروګرام  تائید کړ او دا یوه لازموالے رامنځته کوونکې ژمنه ده. لکه د ملګرو ملتود  عمومی سېکتر په رپوټ کښې هم څرګنده شوې ده چې ټولې خواوې پکار دی په برجام کښې په خپلو ژمنو عمل وکړی.

ایران هیله من دے چې د ملګرو ملتو مشر به د برجام په ژمنو باندې په عمل کښې د امریکې او پینځۀ جمع یو ډلې د ځینو غړیو د کوتاهۍ موارد په لا زیات وضاحت سره منعکس کړی.

په همدې اړه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال  او د ایران او پینځه جمع یو ډلې په خبرو اترو کښې  د روسیې لوړ رتبه خبرې اترې کوونکی سرګئ ریابکوف پرون په برجام باندې د اروپا او امریکې د نه پابندۍ په باره کښې د ایران د شکایتونو د جدی اخېستنې خبر ورکړ.

ریابکوف وویل، ماسکو به په بشپړه توګه د برجام د نه اجرا په دلیل په اروپا  او امریکې باندې د ایران نیوکه وڅیړی.

جوته ده چې د برجام ساتنه د دواړو خواو له متقابل اقدام څخه پېروی او په خپلو ټولو ژمنو باندې له عمل څخه اطمینان دے. د ایران اسلامی جمهوریت دا خبره واضحه کړې ده چې د مقابلې خوا د نه پابندۍ په صوبت کښې به تقاضا کوونکے متقابل اقدام وکړی .

د اسلامی شورا د جرګې د مصوبې له مخې د برجام په لاره کښې ستنېدونکې لاره هم موجوده ده او که مقابلې خواوې په خپلو ژمنو عمل ونه کړی نو ایران له برجام څنګته کېدې شی.

د ملګرو ملتو عمومی سېکتر که څه هم د برجام د تدوین په بهیر  کښې څه رول نه دے لرلے خو اوس چې له برجام څخه یو کال تېریږی په بشپړه توګه د برجام د اجرا په ضرورت تاکید کوی، ځکه چې په دې خبره اطمینان لری چې د برجام د اجرا په چلند کښې سستی به د هیڅ یوې خوا او نړیوالې ټولنې په ګټه نه وی.

-----------

Add comment


Security code
Refresh