Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
جمعه, 22 جولای 2016 15:14

د افغانستان په اړه پر پاکستان باندی د دباؤنو اصلی علت

د افغانستان په اړه پر پاکستان  باندی د دباؤنو  اصلی علت
له یوې مودې راهیسې پاکستان؛ په افغانستان کی د جګړې او نا امنۍ د دوام له کبله، تر سخت دباؤ لاندی نیول شوئ دئ. له یوې خوا، د امریکا د کانګرس د یو شمیر غړیو، او په افغانستان؛ عراق او ملګرو ملتو کی، د امریکا د پخوانی سفیر«زلمی خلیل زاد» په شان کسانو، او د دغه هیواد ځینو سیاستوالانو، د پاکستان په خلاف سختې څرګندونې مطرح کړی دی.

 زلمی خلیل زاد تردې ځایه مخته لاړ، چی د شمالی کریا په شان؛ د پاکستان د ګوښې کولو غوشتونکئ شو.

دغه کسان باوری دی؛ چی د پاکستان پوځ او استخباراتی سازمان«آی؛اس؛آی»، له طالبانو او حقانی شبکې څخه ملاتړ کوی. له بلې خوا، افغان ؤلس مشر«اشرف غنی» ویلی دی؛ چی د افغانستان د سیاسی ګوندونو یو شمیر مشران او پخوانی مسؤلین، پاکستان پخپل هیواد کی د نا امنۍ یواځنئ عامل ګنی. اشرف غنی، په وارسا کی د ناټو مشرانو په وروستی کنفرانس کی، پاکستان ؛ د خپل هیواد د سولې په لاره، اصلی خنډ وباله.

د افغانستان د ملی امنیت د ادارې پخوانی مشر«رحمت الله نبیل» د چنګاښ میاشتې په ۲۴ مه نیټه، یو لړ اسناد په رسنیو کی خپاره کړل، چی ښیې پاکستان له طالبانو او حقانی شبکې څخه ملاتړکوی، او پخپله خاوره کی یی د هغوی مشرانو او قوماندانانو ته ځای، موقعیت او پناه ورکړې ده. او د همدغې افشاکرې سره سم، د افغانستان یو شمیر سیاسی ګوندونو، د دغه هیواد د ملی امنیت د پخوانی مشر له خوا، د طالبانو سره د پاکستان د همکارۍ د سندونو افشاکیدل؛ ستایلی دی، او د پاکستان په خلاف یی د ملګرو ملتو له خوا، د جریمو او سزاګانو د ټاکلو ، او پدغه هیواد کی د ترهه ګرو په ضد د ناټو د حملو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د ملی، اسلامی سولې د ګوند مشر«شاه محمود پوپل» پرون په کابل کی په یوه خبر کنفرانس کی، وویل: چی نبیل؛ د اسنادو په خپرولو سره عاقلانه کار، سرته رسولئ دئ، او د سیاسی ګوندونو او مدنی ارګانونو او ټولنو نمایندګانو، د هغه له دغه کار څخه قدرونه کړې، او له ده څخه یی خپل ملاتړ اعلان کړ. د هغه له قوله، د یادو اسنادو په خپریدو، او د امریکا په کانګرس کی د زلمی خلیل زاد په ویناؤو سره، معلومه شوه چی پاکستان له ترهه ګرو څخه ملاتړ کوی، او د دهشتګرو کورونه او ځالګۍ پدغه هیواد کی دی. ده زیاته کړه: که د ملګرو ملتو له خوا د پاکستان په خلاف تعزیرات او سزاګانی ونه ټاکلې شی؛ او که د ترهه ګرو ډلو په ضد، د ناټو او د افغانستان د حکومت له خوا، جدی مبارزه ونه شی، سیاسی ګوندونه به آرام کښیننی، او په اقداماتو به لاس پوری کړی، خو ویی نه ویل؛ چی دغه اقدامات به څرنګه وی؟

 پدې اړه چی پاکستان، د امریکا او افغانستان له خوا، پدغه هیواد کی د جګړې او نا امنۍ د دوام یواځنئ عامل ګنل شوئ، او تر فشار لاندی راغلئ   دئ؛ زموږ د راډیو خبریال، د کابل پوهنتون د استاد، او د سرنوشت ورځپاڼې د مسؤل مدیر، ښاغلی«اسدالله وحیدی» نظر وغوښت، چی هغه په ځواب کی، لمړئ د افغانستان د ملی امنیت د ادارې د پخوانی مشر«رحمت الله نبیل» له خوا، خپاره شوی اطلاعاتو ته په اشارې سره، وویل: چی دغو اطلاعاتو کوم نوئ څیز او موضوع نه درلوده، بلکه د هغه له قوله؛ داسی اطلاعات ؤو، چی هرڅوک ښه پوهیږی؛ چی پاکستان د طالبانو او حقانی شبکې اصلی ملاتړئ دئ، او همداراز هر څوک په ښه توګه په افغانستان کی، د پاکستان له دخالت  څخه خبر دئ. آیا امریکا نه پوهیږی؛ یا نه پوهیدله؟ د کابل پوهنتون دغه استاد زیاته کړه: امریکا نه یواځی له سر څخه، په افغانستان کی د پاکستان په دخالت باندی پوهیدله، بلکه؛ دغه دخالت د امریکا په بشپړې غږملتیا او اجازې سره بڼه نیولې ده، او پدې باره کی؛ چی حاضر دمه د کانګرس د غړیو او زلمی خلیل زاد په شمول، یو شمیر امریکائیانو، او همداراز د افغانستان د ملی امنیت ادارې پخوانی مشر، رحمت الله نبیل، په پاکستان باندی زیات دباو واچاوه؛ اسدالله وحیدی، وایی: چی ټولو د باؤونو، د امریکا په امر بنه نیولې ده. خو د ده له قوله؛ دا چارې او اقدامات، په افغانستان کی د جګړې د پایته رسولو په منظور سرته ندی رسیدلی، بلکه په سیمه کی د امریکا د استراتیجۍ د بدلیدو له کبله، ترسره شوی دی. هغه زیاته کړه: امریکا غواړی،  په سیمه کی د چین د اقتصادی پراختیا په وړاندی، له هند څخه استفاده وکړی، او دغه مسئله د دې سبب شوې ده، چی په اوس حال کی د امریکا په نزد، د پاکستان اهمیت لږ شی، او د امریکائیانو او افغانانو له خوا، دغه تپل شوی دباؤونه، په حقیقت کی، پدی منظور دی، چی د پاکستان او چین ترمنځ اقتصادی پروژه، شنډه کړی.

چین غواړی، په پاکستان کی د ګوادر تر بندره پوری، د اقتصادی لارې په جوړولو کی، ۴۵ میلیارد ډالره ولګوی، چی دغه کار د امریکا د خوښی وړ نه دئ. د ښاغلی اسدالله وحیدی په وینا، حتی که شونی وی امریکا، د بلوچستان د آزادی غواړو ډلو په وسیله، د پاکستان او چین ترمنځ، دغه اقتصادی پروژه، د خنډ سره مخامخوی. ځکه نو، په پاکستان باندی دغه تپل شوی فشارونه، په افغانستان کی د جګړې د ختمولو په منظور نه دی، او د امریکا هدف هم، دا نه دئ؛ چی په افغانستان کی جګړه پایته ورسیږی. نوموړی زیاته کړه: پاکستان به هماغه راز، د امریکا ملګرئ پاتی شی، او په زیاته اندازه به ګوښی ته نه شی، او ا مریکا به؛ د دغه هیواد له لارې، په افغانستان کی جګړې ته دوام ورکړی.

د کابل پوهنتون دغه استاد، د طالبانو د حملو د لږیدو په باره کی، د ا مریکا د پوځ د لوی درستیز، جنرال ډمپسی، څرګندونو ته په اشارې سره، وویل: چی دا کاملاً دروغه خبره ده. د نوموړی له قوله؛ طالبان، د افغانستان په شمال کی، د قندوز او بدخشان په ولایتونوکی، او په سویل کی د هلمند په ولایت کی، د سیمو د نیولو لپاره؛ د دولتی ځواکونو په ضد، خپل ډیر شدید بریدونه سرته رسوی، او دغه مسئله ښیې؛ چی سږنئ دوبی به، په افغانستان کی ډیر خونړئ دوبی وی.

Add comment


Security code
Refresh