Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
شنبه, 23 جولای 2016 12:59

د داعش له مینځه وړل له شعار تر حقیقته

د داعش له مینځه وړل له شعار تر حقیقته
د پارس ټوډی د پښتو راډیو له راپور سره سم د داعش پرضد د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف غونډه په واشنګټن کې د څه د پاسه دیرشو لویدیځو او عربی هیوادونو د خارجه او دفاع وزیرانو په شتون سره ترسره شوه

. د امریکا دفاع وزیر اشتون کارټر له غونډې وروسته د خبریالانو په ټول کې ادعا وکړه چی  د داعش د پریکنده ماتې پروګرام د ګډون کونکیو هیوادونو  په لاس پلان شوی  او ډیر ژر په عراق او سوریه کې د داعش تر نیواک لاندې درستې سیمې ازادې شی . د امریکا دفاع وزیر د داعش د سرطانی دانې د بللو په ترڅ کې جوته کړه د داعش پرضد په جنګ کې له پرمختګ سره سره تراوسه نشو ویلې چی دغه ډله د کسانو د جذبولو لپاره د خلکو له  لمسولو لاس واخلی . هغه زیاته کړه چی داعش پرضد په نړیوال ایتلاف کې شامل لویدیځو او عربی هیوادونو له دغې پوځی طرحې او پروګرام سره بشپړه موافقه کړی ده چی دغه ډله بشپړه ماته کړی  او د دغه پروګرام په اساس  په رقه او موصل کې د داعش تشکیلات له مینځه یوړل شی . د انګلستان دفاع وزیر مایکل فیلون هم په دغه غونډه کې وویل  هیواد به یې د عراقی او کرد ځواکونو د مرستې لپاره  د خپلو عسکرو شمیر ۵۰۰ ته زیات کړی . د امریکا خارجه وزیر جان کری هم چی په دغه غونډه کې یې ګډون کړې وو ، په خپلو څرګندونو کې وویل که څه هم داعش پر ضد اقدامات زیاتیږی خو  له د داعش ماته  ډیر ژره ده . د موصل ستر ښار د داعش په کنټرول کې دې او تراوسه ندې ازاد شوی . دا چی د داعش پرضد نړیوال ایتلاف د دغې ترهه ګرې ډلې د له مینځه وړلو لپاره څومره جدی دې ، پښتو راډیو په پاریس کې میشت د سیاسی چارو له مشهور افغان کارپیژاندی ډاکټر محمد اکبر وردک د ټیلی فون په لیکه نظر وپوښته چی هغه په ځواب کې وویل هغه پیښې چی په درستې له افغانستان او پاکستان نیولی تر مینځنی اسیا ، مینځنی ختیځ او د افریقا د شمال په هیوادونو کې شوی دی ، اتفاقی ندی بلکې له مخکې پلان شوی پروګرام په اساس شوی دی . د وردک په وینا  داعش یوه خودجوشه او د خلکو له مینځه جوړه شوی ډله نده ، بلکې د سیمې  له هیوادونواو درستې نړۍ  د وران کارو او ترهه ګرو په راغونډولو سره د سیمې د هیوادونو د ویشلو په لړ کې د استعماری هیوادونو لخوا بڼه غوره کړی لکه څنګه چی عراق او سوریه یې عملا ویشلی دی . د سیاسی مسلو دغه کارپیژاندی همداراز وویل هغه استعماری هیوادونه چی د افغانستان د ډیر زیات جیو پولیټیک موقعیت  او د مینځنی اسیا او مینځنی ختیځ  مځکنیو زیرمو ته یې د طعمې سترګې نیولی دی  ، غواړی چی له دغې ډلې سره د تش په نامه مبارزې په پلمه په دغه ډیرې سټراټیجیکې جغرافیه کې پاتې شی . د هغه په وینا هیڅ واقعی مسلمان دا باور نشی کولې چی د داعش په شان ترهه ګرې ډلې چی د اسلام او مسلمانانو د ګټو په اپوټه فعالیتونه کوی ، نه یوازې د اسلام د اصولو بلکې له انسانی اصولو سره هم په تضاد کې دی . د کابل چاپ سرنوشت ورځپاڼې مسول چلونکی او کابل پوهنتون استاد اسد ا... وحیدی هم له تهران راډیو سره په ټیلی فونی خبرو کې  په واشنګټن کې د داعش ضد  ایتلاف غونډې ته په اشارې سره وویل هغه ډله چی پخپله همدغو هیوادونو په لاس  جوړه شوس چی له هغې سره د مبارزې شعار ورکوی ، څرنګه له مینځه تللې شی  .ښاغلی وحیدی ، لس ورځې له داعش سره تر عنوان لاندې کتاب ته په اشارې سره چی یوه جرمن لیکوال لیکلې دی ، وویل دغه جرمن لیکوال چی لس ورځې له داعش سره وو ، لیکی چی په داعش کې موجود کسان هغه کسان دی چی امریکا ورته سخته اړتیا لری چی  په داعش کې موجودو همدغو کسانو لخوا  خپل سیمه ایز او نړیوال پروګرامونه عملی کړی .د ښاغلی وحیدی په وینا امریکا او د هغې متحدانو په همدې خاطر   د ناټو موسسه  چی  د وارسا تړون او د پخوانی شوروی له دړې وړې کیدا وروسته باید  ړنګه شوی وی ، نه یوازې ړنګه نکړه بلکې  هغه یې پراخه هم کړه  او  هغه هیوادونه چی  یو وخت د وارسا تړون  غړی وو ، نن خپل د ناټو غړی شوی دی  او د د کابل پوهنتون د دغه استاد په وینا  که له یوې خوا د اسلامی هیوادونو مسلمانان د امریکا او د هغې د متحدانو تر حملې لاندې دی له بل پلوه  د روسیې  او چین د کلابندۍ د تنګولو لپاره د ناټو د پراختیا مهم هدفونه دی . اسد ا... وحیدی د عثمانی او پخوانی شوروی په شان د امپراتوریو نسکوریدا ته په اشارې سره جوته کړه  لکه څرنګه چی دغه امپراتورۍ د خپلو تیروتنو او کبر په وجه په نهایت کې نسکورې شوی ، امریکا هم  نن سبا چی ډیر تکبر کوی  او د تیرو امپراتوریو په نسبت زیاتې تیروتنې کوی ، ورور ورو کیندې په لور پرمخ روانه ده .

عاشق حسین طوری

 

 

Add comment


Security code
Refresh