Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
یکشنبه, 24 جولای 2016 12:59

په افغانستان کښې د قومی او مذهبی نا ارامیو د رامنځته کولو لپاره د دښمن کوشش

په افغانستان کښې د قومی او مذهبی نا ارامیو د رامنځته کولو لپاره د دښمن کوشش
د بامیانو د خلقو د رڼا نومې غورځنګ لخوا پرونۍ سوله ایزې مظاهرې چې د ترکمنستان د پینځه سوه کیلو ولټه برېښنا په اړه له وړومبنۍ فېصلې څخه چې ټاکلې شوې وه له بامیان ولایته تېره شی د افغان حکومت په انحراف باندې په اعتراض کښې وې له دریو ځان وژونکو حملو سره مخامخې شوې

چې دوه ځان وژونکو کسانو ځانونه وچاول او دریم کس د امنیتی ځواکونو په ډزو سره ووژل شو. د دغو ځان وژونکو عملیاتو په نتیجه کښې اتیا تنه مظاهرچیان ووژل شول او دوه دېرش نور هم ژوبل شول.

رڼا غورځنګ دوه میاشتې مخکې د افغان ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش، د پخوانی ولسمشر د دویم مرستیال عبدالکریم خلیلی او د افغانستان د حکومت د اجرائی مشر دویم مرستیال محقق په ګډون سره له وړومبۍ فېصلې څخه د افغان حکومت په انحراف باندې په اعتراض کښې جوړ شوے ؤ.افغان حکومت د وړمبنۍ فېصلې په اپوټه چې د جرمنی د شرکت د طرحې له مخې ټاکل شوې وه د ترکمنستان د برېښنا مزی پکار دی له بامیانو تېر شی دوباره فېصله وشوه چې د کمې فاصلې په خاطر پکار دی د ترکمنستان د برېښنا انتقال د سالنګ له لارې بڼه ونیسی. نو ځکه دوه میاشتې مخکې د نوموړو کسانو یعنې د هزار قوم د مشرانو په مشرۍ د رڼا غورځنګ لخوا زیاتې مظاهرې وشوې چې حکومت یو کمېشن جوړ کړ او دغه مسئله یې وڅېړله. د دغه کمېشن د فېصلې مطابق چې د هزاره قوم مشرانو هم پکې ګډون درلود وټاکلې شوه چې د ټول بامیانو ولایت د برېښنا ضرورت به هم پوره کړې شی او دغه فېصله چې د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش او د اجرائی مشر د دویم مرستیال محق  او همدارنګ د عبدالکریم خلیلی په موافقې سره غوره شوه د رڼا غورځنګ د ځوانې طبقې له مخالفت سره مخامخه شوه.

ځوانانو د خپلو قومی مشرانو په اړه د بې اعتمادۍ اعلان وکړ. نوموړو مشرانو له پرونیو مظاهرو سره هم خپل  مخالفت اعلان کړ او په دغو مظاهرو کښې یې ګډون ونکړ. سرور دانش پرون وویل چې له حکومت سره د موافقې له مخې هیڅ ضرورت نشته چې مظاهرې وشی. د هغۀ د وېنا له مخې پکار دی په حکومت باندې اعتماد وکړوو. خو ځوانانو د خپلو مشرانو خبرې ته غوږ کېنښود. د بامیانو یو شمېر خلقو د رڼا غورځنګ دغه ځوانان چې په مظاهرو یې ټینګار کوۀ په سیاسی کارۍ تورن کړل او وې ویل چې دوی سیاسی اهداف تعقیبوی او د بامیانو د خلقو ترمېنځ د سیاسی مقام او شهرت په لټه کښې دی.

زمونږ رېډیو په دې باره کښې د ټیلفون له لارې د افغانستان د ولسی جرګې د غړی مولوی عبدالرحمن نظر وپوښتۀ چې په ځواب کښې یې په افغان حکومت او امنیتی ځواکونو باندې په نیوکې سره وویل چې وړومبې خو حکومت پکار وو له تدبیره کار اخېستې وې او د خلقو رضامندی یې ترلاسه کړې وې  نو د دغو مظاهرو لړۍ به دوام نه وو موندې چې دښمن ترې ناوړه استفاده کړې وې او همدارنګ امنیتی ځواکونه چې وائی له مخکې نه یې د دغو ځان وژونکو حملو اطلاع لرله نو ولې یې امنیتی تدابیر سخت نه کړل. اوس د رڼا غورځنګ مدعی د ے چې حکومت په دغو حملو کښې لاس لرۀ چې دغه غورځنګ وځپی.

باید وویل شی چې دوه کاله مخکې هم چې داعش تکفیری ترهه ګره ډله په افغانستان کښې راڅرګنده  شوه نو  د افغانستان د ولسی جرګې د دویم مرستیال حاجې ظاهر قدیر په شمول موثقو سرچینو په واضحه توګه وویل چې د افغانستان ځینو امنیتی حلقو د طالب ډلې د ځپلو لپاره داعش رامنځته کړے دے. په هر حال افغان حکومت کولې شول په دوه میاشتو کښې یې دغه مسئله د ولسی جرګې او مشرانو د جرګې په شان ملی ادارو کښې د بحث لپاره وړاندې کړی او د کارپېژندنې د قانع کوونکو بحثونو له مخې دغه مسئله ختمه کړی.

د ویلو ده  چې د طالب ډلې یو ویاند ذبیح ا... مجاهد پرون په یوه اعلانیه کښې چې زمونږ رېډیو ته یې هم راولېږله د پرونیو جنایتونو په  غندلو سره وویل چې دغه پېښه د افغان قومونو په خپلو کښې د ښکېلولو لپاره د دښمن لخوا پلان شوې ده. خو د افغانستان د چارو د کارپېژاندی وحید مژده د وېنا له مخې چې زمونږ له رېډیو سره یې د ټیلفون له لارې مرکه کوله د هزاره قوم د زخمیانو لپاره د وېنې د ورکولو په خاطر په روغتونونو کښې د پښتنو، تاجېکانو او ازبکانو په شتون سره د دښمن دسیسه شنډه شوه. هغۀ وویل چې دښمنان ډېر کوشش کوی چې په افغانستان کښې مذهبی ناارامی پېدا کړی خو کامیاب به نه شی.

------------------

Add comment


Security code
Refresh