Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 26 جولای 2016 12:31

یونامتو سنی عالم وویل: علماء پکار دی د داعش ماهیت وپېژنی

یونامتو سنی عالم وویل:  علماء پکار دی د داعش ماهیت وپېژنی
د افغانستان د رڼا غورځنګ په سوله ایزو مظاهرچیانو باندې د ځان وژونکو حملو چې د تېر خالی په ورځ وشوې د غمیزې ژوروالے دومره اندېښمنوونکے او وحشتناک دے چې حتی د افغانستان طالب ډله چې خپله هم په خلقو باندې بمی، او ځان وژونکې حملې کوی دغه پېښه یو ستر او خطرناک جنایت او د قومیت او مذهب په نامه د افغان ولس ترمېنځ د اختلاف او نفاق د رامنځته کولو لپاره د اسلام د دښمنانو لخوا یوه دسیسه وبلله.

د طالب ډلې یو ویاند ذبیح ا... مجاهد په دې اړه زمونږ له رېډیو سره په ټیلفونی مرکه کښې د خالی د ورځې د ځان وژونکو حملو په غندلو سره هغه یې د افغان ولس چې د تاریخ په اوږدو کښې له مودو راهسې د ورورولۍ ژوند تېروی د ملتی تقسیم لپاره یوه ډېره خطرناکه دسیسه وبلله او وې ویل بهرنی فوځیان په افغانستان کښې د خپلې موجودګۍ لپاره په دې لټه کښې دی چې په هر شکل وی افغان مسلمان ملت د قوم او مذهب ترنامې لاندې په خپلو مېنځو کښې ښکېل کړی چې د مسلمانانو له نفاق څخه په استفادې سره له خټینو اوبو څخه کبان ونیسی او خپل شتون توجیه کړی.

طالب ویاند همدارنګ داعش ته په اشارې سره چې د خالی د ورځې د ترهه ګرې حملې ذمه واری یې په غاړه اخېستې ده وویل، داعش ډله د لویدیځ استعمار لخوا یوه فتنه ده چې وړومبے په مېنځنی ختیځ او بیا په افغانستان کښې یوازې د اسلامی امت ترمېنځ د اختلافاتو د رامنځته کولو او د اسلام د بدنامولو لپاره جوړه کړې شوې ده.

هغۀ همدارنګ وویل چې مسلمانانو ته پکار دی د اسلام  او اسلامی امت په خلاف د لویدیځی استعمار د دسیسو په اړه باخبره او محتاط اوسی. د طالب ویاند د وېنا له مخې تر هغه وخته چې بهرنی ځواکونه په افغانستان او سیمه کښې موجود وی د داعش په شان فتنې به دوام ولری.

د پاکستان د کوئټې ښار د سفیر نومې جومات خطیب او د دغه هېواد نامتو سنی عالم عبدالرحمان نورزی هم په دې اړه زمونږ له رېډیو سره په ټیلفونی مرکه کښې د کابل د خالی د ورځې د جنایتونو چې په نتیجه کښې یې دوه اتیا بې ګناه مسلمانان ووژل شول او دوه سوه یو دېرش نور هم ژوبل شول په غندلو سره وویل، د افغانستان د مختلفو قومونو او مذهبونو خلق سلګونه کاله وشول چې په خپلو کښې سره ګډ ژوند کوی. هغۀ وویل، که څه هم په افغانستان کښې اوږدۀ جنګونه موجود وو او اوس هم دوام لری خو له مذهبی نظره په دغه هېواد کښې هیڅ مشکل موجود نه ؤ خو اوس د اسلام دښمنان په دې لټه کښې دی چې په افغانستان کښې مسلمان ملت له دغه خطرناکې بیمارۍ سره مخامخ کړی.

مولانا عبدالرحمان نورزی هم داعش یوه جنایتکاره او په عېن حال کښې د اسلام د دښمنانو د لاس ګوډاګۍ ډله وبلله او وې ویل، دغه ترهه ګره او تکفیری ډله د امریکې،برطانیې او سعودی وغېره هېوادونو د استخباراتی ادارو لخوا جوړه کړې شوې ده او ساده لوحه ځوانان په غلطو القاء ګانو او مذهبی تعصباتو سره د داعش لوری ته هڅوی.

د پاکستان دغه نامتو سنی عالم همدارنګ د لویدیځ او عرب له دېرشو نه د زیاتو هېوادونو د تېر زیارت د ورځې د بهرنیو او دفاعی چارو د وزیرانو غونډې ته په  اشارې سره چې له داعش سره د مقابلې لپاره جوړه شوې  وه وویل، څه ډول ممکنه ده چې اربابان او باداران دې خپل نوکران له منځه یوسی. هغۀ د داعش په خلاف د واشنګټن ائتلاف د عامه افکارو د غولولو لپاره یو فرېب وبلۀ او وې ویل چې داعش تکفیری او ترهه ګره ډله د  اسلام د دښمنانو لپاره ترټولو غوره خدمت کوی او حتی کېدې شی هغوی داعش ډله له دې نه چې اوس ده د خپلو  سپېرو هدفونو د پوره کولو لپاره لا زیاته پیاوړې او مضبوطه کړی. د پاکستان دغه نامتو سنی عالم د اسلامی نړۍ له عالمانو وغوښتل چې د داعش او د دغې ډلې د اربابانو او بادارانو په اړه د عامه افکارو د روښانه کولو لپاره دې د عمل مېدان ته راودانګی.

-----------------

Add comment


Security code
Refresh