Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
سه شنبه, 26 جولای 2016 16:23

له پاکستان سره د تعلقاتو په باره کښې د اشرف غنی نظر

له پاکستان سره د تعلقاتو په باره کښې د اشرف غنی نظر
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی له پاکستان سره تعلقات له طالب او القاعدې ډلو نه هم یو ستر مشکل وبلۀ. هغه وویل، پاکستان د ترهه ګرو لپاره د امن پناه ځایونه برابروی او هغوی روزی.

افغان ولسمشر وویل، افغان ځواکونو په خپله خاوره کښې د پاکستان د طالب ډلې د سرغنه ملا فضل ا... او د هغۀ د ملګرو په مورچلونو باندې یولس حملې کړې دی خو پاکستان په خپله خاوره کښې د حقانی ډلې او د طالب ډلې د پخوانیو سرغنه ؤ ملا محمد عمر او ملا اختر منصور په خلاف یوه حمله هم نه ده کړې.

د پاکستان په باره کښې د افغان ولسمشر سخته او نیوکه کوونکې وېنا او په دې اړه چې له دغه  هېواد سره تعلقات د کابل حکومت لپاره له طالب او القاعدې ډلې نه هم ډېر لوے مشکل دے د هغۀ څرګندونه په تېره بیا په  کابل کښې له وروستۍ چاودنې وروسته چې په سلګونو تنه پکې مړۀ او ژوبل شول د افغانستان د دریځ د سختېدو ښودنه کوی.

دوو ځان وژونکو کسانو د خالی په ورځ په کابل کښې د رڼا غورځنګ د غړیو مظاهرچیانو په ټول کښې خپل جاکټونه وچاول. د ترهه ګرۍ له دغې پېشې وروسته اشرف غنی په افغانستان کښې عمومی ویر او ماتم اعلان کړ.

د اشرف غنی څرګندونې ښودنه کوی چې هغه پاکستان د کابل په ترهه ګره حمله کښې ګرم بولی، په تېره بیا دا چې د افغانستان د ملی امنیت  ادارې هم  وویل چې په کابل کښې د رڼا غورځنګ د مظاهرچیانو ترمېڼځ د خالی د ورځې په چاودنو کښې استعمال شوی چاودېدونکی مواد یوازې د حکومتونو په اختیار کښې وی.

د افغان چارواکو د هم دغه مطلب اخېستې  په دلیل دی چې د پاکستان وزیراعظم محمد نواز شریف چې له اشرف غنی سره د هغۀ وروستیو ټیلفونی خبرو اترو د دواړو ګاونډی هېوادونو په تعلقاتو کښې د تاوتریخوالی د کمولو زېرے ورکوۀ له افغان ولسمشر سره په بیا ټیلفونی تماس کښې د کابل د ترهه ګرۍ د حملې په باره کښې له تحقیقاتو سره د مرستې لپاره د اسلام آباد د چمتووالی خبر ورکړ.

له پاکستان سره د تعلقاتو په باره کښې د اشرف غنی څرګندونې د دې ښودنه کوی چې د کابل د حکومت له نظره د افغانستان لپاره د پاکستان خطر د ترهه ګرۍ له خطره زیات دے. په پاکستان باندې د اشرف غنی ډېره سخته نیوکه په داسې حال کښې ده چې هیله کېده چې له نواز شریف سره څه موده مخکې له ټیلفونی خبرو اترو وروسته به د کابل او اسلام آباد په تعلقاتو کښې تاوتریخوالے کم شی، خو په کابل کښې دوه ورځې مخکې د ترهه ګرۍ چاودنو یو ځل بیا د دواړو خواو تنازعې زیاتې کړې.

په کابل کښې د وروستیو چاودنو په باره کښې د افغانستان د ملی امنیت د ادارې په خبرتیا او د اشرف غنی په وېنا کښې د پاکستان نوم ته اشاره نه ده شوې خو پاکستان ښه پوهیږی چې له دغې خبرتیا او د اشرف غنی له څرګندونو نه مراد پاکستان دے. په همدې دلیل نواز شریف په کابل کښې د ترهه ګرۍ د وروستیو چاودنو د غندلو ترڅنګه په دې زمینه کښې له تحقیقاتو سره د مرستې لپاره د پاکستان د چمتووالی خبر ورکړے دے.

د کابل د چاودنو په اړه د افغانستان رد عمل وښودله چې حتی له اسلام سره د ملګرتیا او تعلقاتو په اوج کښې په افغانستان کښې د ترهه ګرۍ د چاودنو رامنځته کېدنه او حتی له تحقیقاتو او د پېښې د عواملو له معلومېدو نه مخکې د دواړو هېوادونو تعلقات لا زیات خړ پړ کړی.

-----------

Add comment


Security code
Refresh