Pashto Parstoday دا پاڼه نوره دوام نلری دا په بدله شوه
پنج شنبه, 28 جولای 2016 14:15

د یمن په جنوب کښې د سعودی تالی څټو د جنایتونو په اړه د ملګروملتو غبرګون

د یمن په  جنوب کښې د سعودی تالی څټو د جنایتونو په اړه د ملګروملتو غبرګون
د ملګرو ملتو یو چارواکی د آل سعود رژیم د تالی څټو په لاسو د یمن د عامه خلقو د قتل عام په غندلو سره وویل، د یمن د عامه بې ګناه خلقو د قتل عام ذمه دار کسان پکار دی د خپل جنایت ځواب ویوونکی وی.

په یمن کښې د ملګرو ملتو د انسانی چارو غږملوونکی جیمی مېک ګولډریک د یمن د  تعز صوبې په الصراری سیمه باندې د سعودی د تالی څټو ځواکونو د تېرې نهې د ورځې په حمله باندې چې د لسګونو کسانو د وژل کېدو، زخمی کېدو او تښتول کېدو سبب شوه په نیوکې سره وویل، هیڅ یوه ډله نه شی کولې چې په وژلې او جنایت سره  د عمل اختیار په خپلو لاسو کښې واخلی.

دغه نړیوال چارواکی وویل، په الصراری سیمه کښې د سعودی د تالی څټو د جنایتونو لړزوونکی رپوټونه  د یمن په جنګ کښې د خپلو سپېرو مقاصدو د پوره کولو لپاره د ښاریزو د قتل عام، یرغملولو او له بشر دوستانه مرستو څخه د هغوی د بې برخې کولو ښودنه کوی، خو دغه اقدامات د قبول وړ نه دی.

د یمن د سولې او  ډزبندۍ د ټینګښت کمېټۍهم  پرون له ملګرو ملتو وغوښتل چې د سعودی د تالی څټو تر محاصرې لاندې تعز صوبه کښې د الصراری سیمې د خلقو د قتل عام په باره کښې دې تحقیقات وکړی. سعودی تالی څټو ځواکونو د نهې له ورځې راهسې د تعز صوبې د الصراری سیمې په محاصره کولو او بیا نیولو سره د دغې سیمې اوسېدونکی د یمن له فوځ او ولسی کمېټیو سره د ملګرتیا په تور قتل عام کړل او  د دغې سیمې جومات او له پنځوسوو زیات کورونه یې ویجاړ او وسوزول. سعودی تیری ګرو همدارنګ د سیمې په لسګونو کسان اسیران کړل او مړی یې مثله کړل.

د یمن د ملی کمېټۍ د بیانیې له مخې د کویت د سولې په خبرو اترو کښې په تېر یونیم کال کښې د یمن د  خلقو په خلاف  د آل سعود رژیم او د هغۀ د تالی څټو د جنایتونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې خاموشی په الصراری سیمه کښې د تیری ګرو د جنایت اصلی دلیل دے. خو د دې ټولو مشکلاتو باوجود به د یمن خلق د دښمنانو اسیران او د هغوی د دسیسو په وړاندې به تسلیم نه شی.

په تعز کښې د سعودیانو جنایت په داسې حال کښې رامنځته شو چې د ملګرو ملتو مشر په خپل وروستنی رپوټ کښې د یمن په جنګ کښې سعودی ائتلاف د لږ تر لږه یو نیم زرو ماشومانو او ښځو د قتل عام ذمه وار بللے ؤ. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت هم تېره میاشت د  اول ځل لپاره  وویل چې د یمن انصارا... غورځنګ نۀ یوازې ترهه ګره ډله نۀ ده بلکه د یمن د لانجې د ختمولو لپاره یوه ښکیله او مذاکراتی خوا ده.

له دې هر څه باوجود سعودی او د دغه هېواد تالی څټی نړیوالو خبرداریو، د سولې خبرو اترو او د ډزبندۍ موافقې ته بې له څه پامه د یمن د خلقو په خلاف خپلو تېریو او جنایتونو ته دوام ورکوی.

تقریباً یونیم کال وشو چې سعودی د عربی ائتلا ف په نامه په خودساخته ائتلاف سره  د هغه څه چې سعودی یې د عبد ربه منصور هادی قانونی حکومت بولی د ستنولو په بهانه  له زمکې او هوا څخه  په یمن باندې حملې کوی. په دغو حملو کښې تر اوسه په لکونو یمنی عوام مړۀ او ژوبل شوی دی او د دغه فقیر هېواد زیاتره بنسټیز مراکز ویجاړ شوی دی، بې له  دې چې د آل سعود مشران خپلو غېر انسانی اهدافو ته ورسی.

----------

Add comment


Security code
Refresh